د هاكي نړۍوال جام په سیالیو كې پاكستان نايجيريا ته او هالنډ پاکستان ته ماتې ورکړه

د پاکستان هاکي ټیم د نایجریا هاکي ټیم ته د ورلډ کپ په لومړۍ لوبه کې د یوولس-پنځه پایلې سره ماتې ورکړه.

د پاکستان هاکي ټیم د نایجریا هاکي ټیم ته د ورلډ کپ په لومړۍ لوبه کې د یوولس-پنځه پایلې سره ماتې ورکړه.
د پاکستان او نایجریا د هاکي ټیمونو د نړۍوال جام لوبو کې نن یکشنبه د (سلواغي ۸مه) د عمان هېواد په مسقط ښار کې د یو بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووتل.
پاکستاني کپټان رانا وحيد د هيټرک په شمول پنځه ګولونه او عبدالحنان شاهد د هيټرک په شمول څلور ګولونه کړي دي.
په دغو لوبو کې بیا د نایجیریا لپاره سلیمان بنیامین دوه ګول ابراهیم ډینس، ګوډون سنډی او جان پیټر یو - یو ګول وواههو ګ واهه.
د پاکستان دویمه لوبه بیا د هالنډ پر وړاندې وه، چې په دېغو لوبو کې هالنډ پاکستان ته پنځه پر درې ماتې ورکړه.
په دغه سیالیو کې د هالنډ لپاره الیګزین شوپ درې، وان ډر ډرپټ، یانیک او مډینډراپ لوکس یو یو ګولونه ووه.
اخوا د پاکستان لپاره غضنفر علي، رانا عبدالواحد اشرف او محمد عبدالله یو یو ګولونه ووهل.
د ویلو ده، چې د هاکي په نړیوال جام کې ۱۶ لوبډلې په څلورو ګروپونو کې د یوبل په وړاندي لوبیږي.
پاکستان خپله دریمه لوبه سبا دوشنبه د پولنډ په وړاندي تر سره کوي.
دغه لوبې نن پیل شوې او د جنوري تر یودېرشمې نېټې به دوام کوي.

د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی احمد شاه سلیمانخېل د افغانستان د کرېکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د سرپرست مسوول په توګه وټاکل شو.
تر دې مخکې اسدالله خان چې د غوراوي کمېټې مشري یې کوله؛ د لوبډلو په ټاکلو کې د خلکو له خوا له سختو نیوکو سره مخ و.
د افغانستان کرېکټ بورډ د یکشنبې په ورځ (د سلواغي ۸مه)اعلان وکړ، چې احمدشاه سلیمانخېل یې د افغانستان د کرېکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټي د سرپرست مسوول په توګه په دنده ګومارلی دی.
د لوبغاړو د غوراوي کمېټي مخکنی مسوول چې اسدالله خان و، د نوموړي پر وړاندې غبرګونونه تر هغه وروسته زیات شول، چې په دې وروستیو کې د نولس کلنو په نړۍوال جام کې افغان لوبډله له پرله پسې ماتو سره مخ شوه.
ښاغلي اسدالله خان تېره ورځ په خپله فیسبوک پاڼه د خلکو له غبرګونو وروسته خپله چوپتیا ماته کړه او ویي ویل:«زه د نولس کلنو او په ملي لوبډله کې د شل اوریزو لوبډلو د ټاکلو حق نه لرم او نه ما څوک ټاکلي دي ».
د نوموړي له دغه وضاحت څخه وروسته د هغه له دندې څخه د لرې کېدو خبرې په ټولنیزو شبکو کې ګرمې شوې او نن یې د ځای ناستی خبر کرېکټ بورډ په خپله پاڼه خپور کړ.

د پاکستان سرپرست بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني د ایران په سیستان بلوچستان کې د ۹ پاکستاني کارګرو وژل د تهران او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو خرابولو هڅه بولي. د ایران بهرنیو چارو وزارت وايي، دا پاکستانیان د سراوان ولسوالۍ په سریکان کې پرون یوه کور کې وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.
جلیل عباس جیلاني خپل اېکس کې د دې پېښې غندلو سره ویلي، په ایران کې زموږ پر پاکستانیانو دا ترهګریز برید د پاکستان او ایران ترمنځ د اړیکو خرابولو لپاره زموږ د ګډ دوښمن هڅه ده.
نوموړي د ایران له حکومت هم غوښتي چې په دې برخه کې ګامونه پورته کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دې پېښې غندلو سره وايي، چې په دې برخه کې د امنیتي ځواکونو پلټنې روانې دي.
ناصر کنعاني زیاتوي چې تهران او اسلام اباد به «دوښمنانو» ته اجازه ور نه کړي چې د دوی خپلمنځي اړیکي خراب کړي.
دا پېښه د پاکستان او ایران ترمنځ تر توغندیز برید نږدې لس ورځې وروسته وشوه.
ایران د پاکستان د بلوچستان په پنجګور کې له توغندیز برید وروسته وویل، چې د جیش العدل دوه مرکزونه یې له منځه وړي دي، خو د پاکستان رسنیو په دغه برید کې د دوو ماشومو د وژل کېدو او دریو نورو د ټپي کېدو خبر ور کړ.
پاکستان هم په مقابل کې د سیستان بلوچستان په سراوان کې توغندیز برید وکړ او ویې ویل، بلوڅ بېلتونپال یې په نښه کړي دي.
ایراني چارواکو هم هغه مهال په دغه برید کې د نهو بهرنیو وګړو د وژل کېدو خبره وکړه.
تر دې پېښې وروسته د پاکستان بهرنیو چارو وزیر له ایراني سیال سره ټلیفوني خبرو کې په امنیتي برخه کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
درې ورځې مخکې د دواړو هېوادونو سفیران هم خپلو ماموریتونو ته ستانه شول او ټاکلې ده په نږدې راتلونکي کې د ایران بهرنیو چارو وزیر اسلام اباد ته لاړ شي.

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تازه راستنو شویو کډوالو کې ۱۵ تنه بندیان او ۵ تنه بې سرپرسته ماشومان هم شامل وو چې د شنبې په ورځ د تورخم او سپین بولدک له لارو په جبري ډول افغانستان ته راستانه کړل شوي دي.
د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې تېره ورځ د (مرغومي اوومه) د تورخم له لارې له پاکستانه ۳۱ کورنۍ چې شمېر یې ۱۵۰ تنه وو په جبري راستنې شوې دي.
همدارنګه دغه وزارت لیکلي چې په همدې ورځ د کندهار د سپین بولدک له لارې هم ۲۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۱ تنه وو له پاکستانه په جبري ډول راستنې شوې دي.
د طالبانو کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې له پاکستانه په جبري ډول د تېري ورځې په تازه راستنو شویو افغان کډوالو کې د ۱۵ تنو افغان بندیانو تر څنګ پنځه بې سرپرسته ماشومان بندیان هم شامل وو.
د کډوالو وزارت ویلي له پاکستانه په جبري ډول راستانه شوي یو شمېر کډوال یې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ، د کډوالۍ او خوړو نړیوالو سازمانونو ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پېژندلي دي.

دغو پرلت والو د څه باندې سلو ورځو راهیسې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاکستان حکومت له لوري د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې پرلت وهلی خو اوس شکایت کوي چه نه یې سیاسي ګوندونه غږ اوري او نه هم د پاکستان حکومت.
۱۰۷ ورځې وړاندې د سوېلي پښتونخوا په چمن ښار کې زرګونو ولسي خلکو د پاکستان حکومت له لوري د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورت د جبري کیدو په غبرګون کې پرلت پیل کړ.
له دغه پرلت سره د سوېلي پښتونخوا ځايي سیاسي ګوندونه هم یو ځای شول، خو اوس لیدل کیږي چې عام پرلت وال له سیاسي ګوندونو څخه سر ټکوي او وايي چې اوس له دوی سره په یوه لاره نه ځي.
د پرلت مشر غوث الله اڅکزي د یک شنبې په ورځ د (سلواغې اتمه) پرلت ته د خپلې وینا پر مهال د دوی د غوښتنو د نه منل کیدو په اړه وویل: «زموږ د ټولو دښمن پنجابی دی هیڅکله زموږ ملګری کیدای نه شي، موږ خپلو مشرانو او سیاسیونو ته وویل چې دا وطن(چمن) د نورو له منګولو وساتئ، ولې پر وطن رحم نه کوئ صرف د دې لپاره راسره ناست وئ چې ولس تاسو ته رایه درکړي؟»
دغه پرلتوال وايي، ځايي ګوندونه او سیاسیون چل ورسره کوي او یوازې له دوی څخه د انتخاباتي کمپاین لپاره ګټه اخلي.
د پرلت د مرکزي کمیټې غړی امیر محمد وايي: «سیاسي ګوندونه دې لومړی په خپلو منځونو کې جوړ راسي او خپله وروستۍ پرېکړه دې موږ ته ووايي که زموږ ملګرتیا کوي هم په ډاګه دې ووايي او که د حکومت پلوي کوي هم دې په ډاګه ووايي. زموږ پرلت، زموږ مبارزه تقریبا بې پایلې اوس روانه ده لامل یې همدا زموږ مشران او سیاسیون دي مشران مو نه غواړي چې په ښه ډول دا ستونزه حل شي.»
دغه پرلتوال وايي، د پاکستاني چارواکو سره د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو پرېکړې د بېرته اخیستلو په اړه یې په ځلونو خبرې بې پایلې وې خو دوی به تر هغه یاد پرلت ته دوام ورکوي تر څو چې د پخوا په څېر پر دروازه تګ راتګ د افغانستان پر پېژندپاڼه او پاکستان پر شناختي کارډ نه وي شوی.

د طالبانو کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې د پاکستان د پنجاب ایالت له یوه زندان څخه یې ۱۱ تنه افغان بندیان راخوشي کړي او افغانستان ته یې راستانه کړي. یاد وزارت زیاتوي، چې دغه کډوال یې د مرستو په موخه د کډوالۍ نړیوال سازمان ته ورپېژندلي دي.
د طالبانو تر لاس لاندې د ملي ټلویزیون په ایکس پاڼه دغه خبر نن یکشنبه د (سلواغې اتمه) خپور شوی دی.
د دغه وزارت په وینا یاد کسان د اوسیدو اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي وو.
په وروستیو نږدې څلورو میاشتو کې د پاکستان حکومت په دغه هیواد کې د اوسېدود اسنادو نه لرلو له امله د افغان کډوالو په شړلو سربېره یو زیات شمېر افغانان نیولي هم دي.
د افغان کډوالو په وړاندې د پاکستاني پولیسو ناوړه چلند د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ سازمانونو اندیښنې هم راپارولي دي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ په دې وروستیو کې ويلي چې د پاکستان حکومت له لوري په زور شړل شوي څه باندې پنځه لکه افغان کډوال په افغانستان کې د ژمي د سړې هوا له امله له بېلابېلو ستونزو سره مخ شوي او لا هم دا لړۍ روانه ده.
دوه ورځې وړاندې طالبانو د پاکستان له زندانونو د لسو افغان کډوالو د خوشي کولو خبر هم ورکړی و.
