• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جیلاني: ایران کې د پاکستاني وګړو وژل د تهران او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو خرابولو هڅه ده

۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۰۱ GMT+۰

د پاکستان سرپرست بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني د ایران په سیستان بلوچستان کې د ۹ پاکستاني کارګرو وژل د تهران او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو خرابولو هڅه بولي. د ایران بهرنیو چارو وزارت وايي، دا پاکستانیان د سراوان ولسوالۍ په سریکان کې پرون یوه کور کې وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

جلیل عباس جیلاني خپل اېکس کې د دې پېښې غندلو سره ویلي، په ایران کې زموږ پر پاکستانیانو دا ترهګریز برید د پاکستان او ایران ترمنځ د اړیکو خرابولو لپاره زموږ د ګډ دوښمن هڅه ده.

نوموړي د ایران له حکومت هم غوښتي چې په دې برخه کې ګامونه پورته کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دې پېښې غندلو سره وايي، چې په دې برخه کې د امنیتي ځواکونو پلټنې روانې دي.

ناصر کنعاني زیاتوي چې تهران او اسلام اباد به «دوښمنانو» ته اجازه ور نه کړي چې د دوی خپلمنځي اړیکي خراب کړي.

دا پېښه د پاکستان او ایران ترمنځ تر توغندیز برید نږدې لس ورځې وروسته وشوه.

ایران د پاکستان د بلوچستان په پنجګور کې له توغندیز برید وروسته وویل، چې د جیش العدل دوه مرکزونه یې له منځه وړي دي، خو د پاکستان رسنیو په دغه برید کې د دوو ماشومو د وژل کېدو او دریو نورو د ټپي کېدو خبر ور کړ.

پاکستان هم په مقابل کې د سیستان بلوچستان په سراوان کې توغندیز برید وکړ او ویې ویل، بلوڅ بېلتونپال یې په نښه کړي دي.

ایراني چارواکو هم هغه مهال په دغه برید کې د نهو بهرنیو وګړو د وژل کېدو خبره وکړه.

تر دې پېښې وروسته د پاکستان بهرنیو چارو وزیر له ایراني سیال سره ټلیفوني خبرو کې په امنیتي برخه کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

درې ورځې مخکې د دواړو هېوادونو سفیران هم خپلو ماموریتونو ته ستانه شول او ټاکلې ده په نږدې راتلونکي کې د ایران بهرنیو چارو وزیر اسلام اباد ته لاړ شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو کډوالو چارو وزارت: نږدې درې سوه افغان کډوال په جبري ډول له پاکستانه راستانه شول

۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۹:۴۵ GMT+۰

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تازه راستنو شویو کډوالو کې ۱۵ تنه بندیان او ۵ تنه بې سرپرسته ماشومان هم شامل وو چې د شنبې په ورځ د تورخم او سپین بولدک له لارو په جبري ډول افغانستان ته راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې تېره ورځ د (مرغومي اوومه) د تورخم له لارې له پاکستانه ۳۱ کورنۍ چې شمېر یې ۱۵۰ تنه وو په جبري راستنې شوې دي.

همدارنګه دغه وزارت لیکلي چې په همدې ورځ د کندهار د سپین بولدک له لارې هم ۲۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۱ تنه وو له پاکستانه په جبري ډول راستنې شوې دي.

د طالبانو کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې له پاکستانه په جبري ډ‌ول د تېري ورځې په تازه راستنو شویو افغان کډوالو کې د ۱۵ تنو افغان بندیانو تر څنګ پنځه بې سرپرسته ماشومان بندیان هم شامل وو.

د کډوالو وزارت ویلي له پاکستانه په جبري ډول راستانه شوي یو شمېر کډوال یې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ، د کډوالۍ او خوړو نړیوالو سازمانونو ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پېژندلي دي.

د چمن پرلتوال: سیاسي ګوندونه او د پاکستان حکومت له پرلتوالو سره چل کوي

۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۱۴ GMT+۰

دغو پرلت والو د څه باندې سلو ورځو راهیسې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاکستان حکومت له لوري د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې پرلت وهلی خو اوس شکایت کوي چه نه یې سیاسي ګوندونه غږ اوري او نه هم د پاکستان حکومت.

۱۰۷ ورځې وړاندې د سوېلي پښتونخوا په چمن ښار کې زرګونو ولسي خلکو د پاکستان حکومت له لوري د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورت د جبري کیدو په غبرګون کې پرلت پیل کړ.

له دغه پرلت سره د سوېلي پښتونخوا ځايي سیاسي ګوندونه هم یو ځای شول، خو اوس لیدل کیږي چې عام پرلت وال له سیاسي ګوندونو څخه سر ټکوي او وايي چې اوس له دوی سره په یوه لاره نه ځي.

د پرلت مشر غوث الله اڅکزي د یک شنبې په ورځ د (سلواغې اتمه) پرلت ته د خپلې وینا پر مهال د دوی د غوښتنو د نه منل کیدو په اړه وویل: «زموږ د ټولو دښمن پنجابی دی هیڅکله زموږ ملګری کیدای نه شي، موږ خپلو مشرانو او سیاسیونو ته وویل چې دا وطن(چمن) د نورو له منګولو وساتئ، ولې پر وطن رحم نه کوئ صرف د دې لپاره راسره ناست وئ چې ولس تاسو ته رایه درکړي؟»

دغه پرلتوال وايي، ځايي ګوندونه او سیاسیون چل ورسره کوي او یوازې له دوی څخه د انتخاباتي کمپاین لپاره ګټه اخلي.

د پرلت د مرکزي کمیټې غړی امیر محمد وايي: «سیاسي ګوندونه دې لومړی په خپلو منځونو کې جوړ راسي او خپله وروستۍ پرېکړه دې موږ ته ووايي که زموږ ملګرتیا کوي هم په ډاګه دې ووايي او که د حکومت پلوي کوي هم دې په ډاګه ووايي. زموږ پرلت، زموږ مبارزه تقریبا بې پایلې اوس روانه ده لامل یې همدا زموږ مشران او سیاسیون دي مشران مو نه غواړي چې په ښه ډول دا ستونزه حل شي.»

دغه پرلتوال وايي، د پاکستاني چارواکو سره د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو پرېکړې د بېرته اخیستلو په اړه یې په ځلونو خبرې بې پایلې وې خو دوی به تر هغه یاد پرلت ته دوام ورکوي تر څو چې د پخوا په څېر پر دروازه تګ راتګ د افغانستان پر پېژندپاڼه او پاکستان پر شناختي کارډ نه وي شوی.

د طالبانو کډوالو چارو وزارت: د پاکستان له زندانونو څخه مو ۱۱ تنه افغان کډوال راخوشي کړي دي

۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۷:۴۱ GMT+۰

د طالبانو کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې د پاکستان د پنجاب ایالت له یوه زندان څخه یې ۱۱ تنه افغان بندیان راخوشي کړي او افغانستان ته یې راستانه کړي. یاد وزارت زیاتوي، چې دغه کډوال یې د مرستو په موخه د کډوالۍ نړیوال سازمان ته ورپېژندلي دي.

د طالبانو تر لاس لاندې د ملي ټلویزیون په ایکس پاڼه دغه خبر نن یکشنبه د (سلواغې اتمه) خپور شوی دی.

د دغه وزارت په وینا یاد کسان د اوسیدو اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي وو.

په وروستیو نږدې څلورو میاشتو کې د پاکستان حکومت په دغه هیواد کې د اوسېدود اسنادو نه لرلو له امله د افغان کډوالو په شړلو سربېره یو زیات شمېر افغانان نیولي هم دي.

د افغان کډوالو په وړاندې د پاکستاني پولیسو ناوړه چلند د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ سازمانونو اندیښنې هم راپارولي دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ په دې وروستیو کې ويلي چې د پاکستان حکومت له لوري په زور شړل شوي څه باندې پنځه لکه افغان کډوال په افغانستان کې د ژمي د سړې هوا له امله له بېلابېلو ستونزو سره مخ شوي او لا هم دا لړۍ روانه ده.

دوه ورځې وړاندې طالبانو د پاکستان له زندانونو د لسو افغان کډوالو د خوشي کولو خبر هم ورکړی و.

د اسراییل بهرنیو چارو وزیر پر 'اونروا' له تورونو وروسته د دغه سازمان د مشر ګوښه کول غوښتي

۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۳:۴۷ GMT+۰

د اسراییل بهرنیو چارو وزیر یسراییل کاتس له ملګرو ملتونو غوښتي چې فلسطیني بې ځایه شویو ته د مرستې رسولو د ادارې (اونروا) مشر فیلیپ لازاریني دې د اکتوبر اوومه د حماس ډلې په برید کې د دې ادارې د څو کارکوونکو د لاس لرلو په تور له دندې ګوښه کړي.

هغه د امریکا، برېټانیا، فنلنډ، کاناډا، استرالیا او ایټالیا په څېر هېوادونو له خوا له دغې ادارې سره د مالي مرستو ځنډېدو ته اشاره وکړه او له نورو هېوادونو یې وغوښتل چې دغه بهیر پسې وڅاري.

د اسراییل بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې ملګري ملتونه باید سملاسي د یونروا مشران له دندې ګوښه کړي او د غزې په جګړه کې له حماس سره د دې ادارې د همکارۍ په اړه خپلواکه او بې لوري څیړنه پیل کړي.

کاتس د یونروا ډیری کارکوونکي «د حماس غړي» وبلل چې وايي دغه اداره د «حماس د ترهګریزو فعالیتونو سره د مرستې او خپل واک د ساتلو» لپاره د ادرس په توګه کاروي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په فلسطین کې د دغه سازمان د کارکوونکو پر ضد د تورونو په اړه د «چټکو څېړنو» امر کړی دی.

په ورته وخت کې، راپور ورکړل شوی چې یونروا له دې تورونو وروسته خپل ۱۲ کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي.

په ورته وخت کې د فلسطیني بې ځایه شویو د مرستې ادارې مشر فیلیپ لازاریني له دغه سازمان سره د مالي مرستو د ځنډولو په اړه د څو هېوادونو پرېکړه «ټکان ورکوونکې» وبلله او د دغه ګام د لغوه کېدو غوښتنه یې وکړه.

هغه په ​​یوه بیان کې وویل، «دا پرېکړې په ټوله سیمه کې، په ځانګړې توګه د غزې په تړانګه کې زموږ بشري کارونه ګواښي»

د غزې روغتیایي چارواکي: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷۴ کسان وژل شوي دي

۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۵۰ GMT+۰

د غزې روغتیایي چارواکي وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل بریدونو کې۱۷۴ کسان وژل شوي دي. د غزې په سویلي برخه خان یونس کې اوسیدونکي وایي، د یادې سیمې دوه لویو روغتونونو ته څېرمه د ټانکونو ډزو او بمباریو غږونه اوریدل شوی دی.

د غزې روغتیايي چارواکو د شنبې په ورځ ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱۷۴ وژل شویو کسانو په ګډون تر اوسه ۲۶زره ۲۵۷ فلسطینیان د اسراییل په بریدونو کې وژل شوي او شاوخوا ۶۵ زره نور ټپیان شوي دي. د غزې ۲.۳ میلیون وګړو یو لویه برخه هم د دغو بریدونو له امله بې ځایه شوې ده.

حماس ویلي، د دوی جنګیالیو د خان یونس په سویل لویدیځ کې یو اسراییلي ټانک د ټانک ضد پر توغندي ویشتلی دی.

د اسراییل پوځ وايي، لږ تر لږه ۱۱ وسله وال یې وژلي دي او زیاته کړې یې ده چې دغو وسله والو غوښتل پوځیانو ته چاودېدونکي توکي په ځای کړي‌او پر هغوی یې د توپونو او توغندیو بریدونه کول.د پوځ په وینا، په تېره اوونۍ کې کمانډو ځواکونو له سلو ډېر وسله وال وژلي او د وسلو پر زېرمو يې چاپې وهلي دي.

د فلسطین اسلامي جهاد ډله چې د حماس متحده ده، ویلي یې دي چې د دوی وسله وال له اسراییلي ځواکونو سره په نښتو کې ښکیل دي او دغه راز پر اسراییلو یې توغندي توغولي دي.

د فلسطین سرې میاشتې ټولنې د غزې د روغتیا وزارت په حواله ویلي، چې اسراییلي الوتکو په سویل کې تر ټولو لوی فعال طبي مرکز، ناصر روغتون او المال روغتون ته نږدې بریدونه کړي،چې یو کس یې د روغتون په انګړ کې وژلی دی.

نړۍوالې محکمې د جمعې په ورځ اسراییل ته امر وکړ چې د فلسطینیانو د نسل وژندې د مخنوي لپاره د پام وړ اقدامات ترسره کړي.

اسراییل پر غزه خپل هوایي، سمندري او ځمکني بریدونه وروسته له هغه پیل کړل چې د حماس ډلې وسله والو د اکټوبر په اوومه په اسراییل برید وکړ، چې پایله کې یې ۱۲۰۰ ملکي کسان ووژل شول او ۲۵۳ تنه یرغمل شول.