سیمه ییزې سرچینې: هغه اته میرمنې چې دشت برچي کې نیول شوې وې تر اوسه نه دي خوشې شوې

د کابل له لویدیځ څخه یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، هغه اته ځوانې مېرمنې چې تېره اونۍ په دشت برچي سیمه کې نیول شوې وې، تر اوسه خوشې شوې نه دي.

د کابل له لویدیځ څخه یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، هغه اته ځوانې مېرمنې چې تېره اونۍ په دشت برچي سیمه کې نیول شوې وې، تر اوسه خوشې شوې نه دي.
سرچینه وایي؛ طالبانو یاد شمېر مېرمنې د چهارشنبې په ورځ د سلواغې په څلورمه نیټه د کابل په اتلسمه حوزه کې د مهدیه له ښارګوټي بیولي دي.
د سرچینې په خبره؛ د دغو مېرمنو د خوشې کېدو لپاره د هغوی د کورنیو هڅې کومې پایلې ته نه دي رسیدلې.د سیمې خلک وایي؛ طالبان د جمعې او شنبې په ورځو هم د ښځو او نجونو د نیولو په موخه د کابل لویدیځ ته ورغلي وو.د دوی په وینا؛ د طالبانو د امربالمعروف وزارت دغو نیونو د خلکو تر منځ ویره خپره کړې ده.تر اوسه طالبانو د دغو ځوانو نجونو او ښځو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د طالبانو ویاندویانو مخکې ویلي وو، هغه مېرمنې چې د حجاب په اړه د دوی امر نه مني د لنډې مودې لپاره نیول کیږي او له لارښوونې وروسته بېرته خوشې کیږي.له دې سره د کابل ښار اوسېدونکي وایي، چې طالبانو په وروستیو اونیو کې د بې حجابۍ په پلمه یو شمېر ښځې او نجونې نیولې دي.افغانستان انټرنشنل په تېرو څو ورځو کې ځیني ویډیوګانې خپرې کړې، چې د کابل په بېلابېلو سیمو کې په ګواښمنه توګه د ښځو نیول یې مستند کړي دي.د یادولو ده، چې یوناما وایي د حاکمې ادارې چارواکو د کابل په لویدیځ کې چې هزاره مېشته سیمه ده او خیرخانه چې تاجک مېشته سیمه ده، یو شمېر مېرمنې نیولې دي.


د جنګسالارۍ کلمه د افغانستان د فرهنګ یوه مهمه برخه ګرځیدلې ده؛ خو د دغه کلمې د ريښو په اړه ډېر څه نه دي لیکل شوي.
کله چې د جنګسالار کلمه فکر ته راځي؛ نو د ډېرو هدف د جنګي ملېشو قوماندانان او ټوپک مار وي؛ خو حال دا چې د ټولنې ډېرو نورو طبقو کې هم جنګسالاران شتون لري.
د جنګسالارې فرهنګ مخینه یوازې په تېرو پنځو لسیزو کې وده نه ده کړې بلکې دغه فرهنګ تر دې وړاندې هم موجود و؛ خو د هغه وخت جنګسالارانو ظلمونه ډېر نه دي ثبت شوي او یوازې افسانوي کیسې یې پاتې دي، چې تر ډېره د هغوی د تورې او مېړانې په اړه دي.
د جنګسالارۍ فرهنګ د قانون ماتولو، ظلم او بې عدالتې فرهنګ ته وایي.
د جنګسالارۍ د فرهنګ سره فساد په خپله زیاتیږي. د ځان په ګټه د خپل قدرت یا صلاحیت نه ناوړه ګټې اخیستنې ته فساد وایي. د اداري فساد نه پرته، د فساد نور ډولونه هم شتون لري. د فساد په تعریف کې خاصه طبقه د ټوپک والاو یا جنګسالارانو نه ده یاده شوې بلکې هر څوک که د خپل وظیفوي، علمي، فرهنګي، دیني، قومي او اقتصادي قدرت نه په استفادې سره د ځان په ګټه او د نورو په تاوان استفاده کوي او قانون ماتوي، هغوی ټول د جنګسالارانو او فاسدینو په ډله کې حسابیږي.

یعنې په خپله ساحه کې که هر څوک د قانون ماتولو فرهنګ ترویجوي، د جنګسالارانو غوندې اکټونه، ژوند او فساد کوي، ټول د جنګسالارانو په ډله کې راځي.
د ډاکټر د معاینه خانې د پياده نه نیولې چې د نوبت په ورکولو د مریض په سر لس افغانۍ اخلي تر ولسمشر پورې، او همدا شان د جومات د ملا، ملک، معلم، تجار او د ولس هر طبقې غړي که د خپل قدرت او صلاحیت نه ناوړه ګټه اخلي، دا ټول فساد او قانون ماتولو کې شمېرل کیږي.
کله چې د جنګسالارۍ فرهنګ او فساد عام شي؛ نو بیا د بېروکراسۍ د کنټرول نه خبره ووځي او یو لوی فرهنګي تغیر ته اړتیا پيدا کیږي.
دلته د شالید یا مقدمې په توګه د جنګسالارۍ ریښو او د جنګسالارانو یو څو ډولونو یادونه کوم.
په افغانستان کې د واک واګي همېشه د ټوپک په زور نیول شوي او د ټوپک په زور ساتل شوې دي. د ټوپک په زور قدرت نیول او ساتل په خپله جنګسالاران زیږوي. که تېرو پنځو لسیزو ته نظر واچوو، د داود خان د کودتاه نه وروسته، په بېلابېلو نومونو د ټوپک فرهنګ په افغانستان کې تقویه او حاکم شو. دا د دې معنا نه لري چې مخکې له هغې جنګسالاران نه وو او یا نه دي تېر شوي.
په فارسي ژبه کې ورته قلدور وایي، چې په هر وخت کې قلدوریان موجود و.
د داود خان کودتا د ټوپک په زور کامیابه او د له هغه وروسته یو شمېر ټیټ رتبه افسران وزارتونو ته په رسېدو سره لوړې رتبې ترلاسه کړې او د جنرالانو شمېر ډېر شو.
د خلق ګوند ډیکتاتوري د ټوپک په زور رامنځته او د ټوپک په زور یې حکومت کاوه. د رتبو تورم او د ملیشه يې جنرالانوزیږول پیل شول.
د مجاهدینو قدرت د ټوپک په زور رامنځته او د قوماندان سالارۍ فرهنګ حاکم شو. په دغه دوره کې هم د ملیشه یي جنرالانو شمېر ډېر شو.
د طالبانو لومړنی حاکمیت د ټوپک په زور رامنځته او د ملاکراسۍ فرهنګ حاکم شو. په دغه دوره کې هم د ملېشه یي قوماندانانو تورم د ملا او اخوند په نومونو جارې وساتل شو.
د طالبانو لومړۍ دوره د ټوپک په زور پای ته ورسیده؛ خو د موقت حکومت نه وروسته که څه هم جمهوریت د رایو په اساس رامنځته شو؛ خو د تېرو دورو ملیشه یي قوماندانانو او جنرالانو رول پکې غوښن و. د جنګ د دوام له امله بیا هم د ټوپک فرهنګ حاکم و. ځینو د مدني ټولنو فعالانو او ژورنالستانو به هم ټوپک ګرځاوه.
په دغه دوره کې د تېرو دورو د جنګي ملیشه یي جنرالانو سربېره، تشکیلاتي تورم نور هم وپړسېده او د تدریجي پرمختګ پرته، نوې جنرالۍ وویشل شوې.
شاوخوا دوه نیم کاله وړاندې طالبان یو ځل بیا د ټوپک په زور واک ترلاسه کړ، او لا یې هم د توپک په زور ساتي. ملا کراسي دوام لري او د بوشکو نوي جنګسالاران او جنرالان مخ په زیاتیدو دي.
په دې توګه تېرو پنځو لسیزو کې په افغانستان کې ډیر سیاسي تحولات رامنځته شول؛ نو نوي - نوي جنګسالاران په بېلابېلو بڼو هم ظهور وکړ لکه:
زما په اند په دې جنګسالارانو کې د فرهنګي او مدني ټولنو جنګسالاران د ټولنې او د افغانستان د ثبات لپاره تر نورو ډېر خطرناکه دي او وو.
په ۲۰۱۰م کال کې ما په خپله یوه مقاله کې د لومړي ځل لپاره دا طبقه د مدني ټولنو د جنګسالارانو " Civil Society Warlords " په نوم او کله چې د ننګرهار والي وم، دوی مې د هاها ډلې په نوم یادول.
ولې د فرهنګي او مدني ټولنو جنګسالاران د ټولنې لپاره د هرې بلې ډلې په پرتله خطرناکه دي؟
د مدني او فرهنګي ټولنو جنګسالاران د ټولنې لپاره ځکه خطرناکه دي، چې دوی د ولس فکرونه او ذهنونه ملوث او په ټولنه کې بې اعتمادي رامنځته کوي. کله چې په یوې ټولنه کې فکرونه ملوث وي، بې اعتمادي شتون ولري، ذهنونه د یو بل منلو ته تیار نه وي، په هغه ټولنه کې هیڅکله ثبات نه رامنځته کیږي او دا فرق نه کوي، چې څه ډول سیسټم او نظام په هغه ټولنه حاکم دی.
د مدني ټولنې جنګسالاران په فساد کې تر نورو نه کم نه دي. د استخباراتي حلقو سره نږدې اړیکي لري او د هغوي پلانونه عملي کوي. د جمهوریت په دوره کې د دوی کش و فش د جنګسالارانو څخه زیات و.
دفترونه یې د امنیتي کمپنیو له خوا ساتل کېدل او په زرې موټرو کې به ګرځيدل. همېشه به یې بانډارونه او شب نشینېګانې کولې او په دې توګه به یې چارواکي بدنامه کول او د خپل نفوذ لاندې د راوستلو هڅه به یې کوله. دوی به همېشه په کورنیو او نړۍوالوکنفرانسونو او مجالسو کې برخه اخستله، د سفارتونو په میلمستیاو کې به یې ګډون کاوه او د حکومت په ضد به یې په هېواد کې دننه او بهر منفي تبلیغ کاوه.
د مدني ټولنو جنګسالارانو هم د جمهوریت پر وخت کې او هم اوس زیاتې رسنۍ په خپل کنترول کې لري. د بیان د ازادۍ څخه په ګټې اخیستو سره د جمهوریت په ضد روانې جګړې کې د مدني ټولنې جنګسالارانو او نیکټايي داره طالبانو خاص رول درلوده.
د مدني ټولنو جنګسالارانو د لوړو مصارفو او د سرمایې مدرک د فساد د بېلابېل ډولونو څخه و. دوی به د حکومت د لوړپوړو چارواکو او نورو جنګسالارانو څخه هم باج اخسته.
د فساد لپاره به یې خپل ملګري په لوړو چوکیو ګومارل او د حکومت په دننه کې به د یوې مافیایي شبکې په شان د یو بل ملاتړ کاوه.
په هېواد کې دننه او بهر به چې دوی په کنفرانسونو کې برخه اخیستله، ټولې نیمګړتیاوې به یې د حکومت په مشرتابه اچولې او خپل ځانونه به یې ملایکې او پاکو انسانانو په دود معرفي کول. دا د حکومت ضعف هم و، چې د قانون د تطبیق پر ځای یې د دوی نا مشروع غوښتنې منلې او د قانون په چوکاټ کې یې ترې حساب او کتاب نه اخیسته.
له بده مرغه هغه وخت حکومت قاطع دریځ نه درلود او زیاتو مهمو کسانو د خپلو نیمګړتیاو او یا غلطو پالیسیو د پټولو په خاطر دوی ته باج ورکاوه. ځينې لوړ پوړو چارواکو فیسبوکي ګروپونه هم درلودل چې د هغوي لپاره به یې لیکنې کولې او د فیسبوک د هاها ډله به یې تقویه کوله.
کومو چارواکو به چې فیسبوکي ګروپونه درلودل، په خپلو منځو کې د رقابت او یا ګټو له امله د دوی فیسبوکي ګروپونو به د یو بل په ضد منفي تبلیغ کاوه او د دوی تر منځ به فیسبوکي جګړې روانې وې، چې د مشرانو فکرونه یې مغشوش کړي وو.
په دې توګه د لوړ پوړو مشرانو ترمنځ د همکاری روحیې شتون نه درلوده او ټول په یو بل شکي او بې اعتماده و. په مجازي فضا کې اوس هم د تېرې دورې یو څه اثرات شتون لري او دغه پخواني چارواکي لا هم پر یو بل تورونه لګوي.
د پارلمان غړي هم په همدې مرض اخته وو. حتا قراردیانو او تجارانو به هم مدني ټولنې او فیسبوک چلونکې درلودل چې خپل رقیبان بدنامه کړي.
د پورته وضاحت څخه وروسته راځم په اصلي موضوع باندې چې د جمهوریت د سقوط څخه وروسته همدغه مدني جنګسالارانو بیا مجازی فضاء نهایته زیاته ملوثه او د افغانانو تر منځ بې باوري یې د پخوا په پرتله نوره هم زیاته کړې ده.
د دوی او د طالبانو او جنګسالارانو د نوو ډولونو تر منځ هېڅ توپیر نه شته ځکه دوی هم هره ورځ د طالبانو غوندې د بې اتفاقۍ او د افغانانو د بدنامولو نوې سوژې وړاندې کوي. لکه څنګه چې طالبانو د افغانستان د افتخاراتو او ملي هویت د له منځه وړولو پسې راخستې، دوی هم د افغانستان د افتخاراتو او ملي هویت د له منځه وړولو سوژې مطرح کوي.
هر افغان چې د افغانیت پلوی وي، که د هر قوم وي، د دوی لپاره د منلو وړ نه دی. پښتانه ټول فاشست او طالب ګڼي حال دا چې همدا مفکوره چې یو قوم د بل قوم نه برترې ولري، پخپله فاشستي نظریه ده.
لکه څنګه چې د طالبانو پلویان هرچاته کنځلې کوي، دوی هم هر افغان ته چې یو پنځه کسه پرې راټولیدلې شي، د فاشست او خاین په څېر القاب استعمالوي.
د جمهوریت د سقوط د ډېرو عواملو څخه یو مهم داخلي عامل همدغه فرهنګي جنګسالاران وو. اوس هم دوی افغانان نه پرېږدي چې په یوه ټغر سره راټول شي او د طالب پر ضد متحده مبارزه وکړي. په حقیقت کې دوی او طالبان د یوې سکې دوه مخونه دي او هېڅ فرق سره نه لري.
هغه کسان چې د جمهوریت په وخت کې به همېشه د دسترخوان په بر سر کې ناست وو، اوس وایي چې افغانستان او افغانیت نه منو. ښه چې افغانستان او افغانیت نه منئ؛ نو بیا خو د غیر افغان سره د افغانستان په مسایلو بحث نه دی پکار.
د افغان په نوم اوس هم امتیاز اخلي اما افغانیت نه مني. له بده مرغه دغه مدني افراطي جنګسالاران په هر قوم کې شته تر څو د قومونو احساسات راوپاوري، اوبه خړې او دوی پکې خپل ماهیان ونیسي.
د طالبانو له شتون نه د دوی شتون د افغانستان لپاره لا ډېر خطرناکه دی، ځکه دوی هم د طالبانو په راتګ کې شریک وو او هم د طالبانو د دوام او بقا لپاره زمینه مساعدوي.

د افغانانو حیثیت ته پورته جنګسالارانو سخته صدمه رسولې ده. نن سبا نه دافغانستان ملا اعتبار لري نه هم عام وګړی، نه تعلم کړی او نه تجار، نه مدني او نه غیر مدني، نه چارواکي او نه لیکوالان. یوه سلاته جوړه شوې ده چې د ښو او بدو فرق نه کیږي.
په دغه ناولي ګرداب کې افغانان ښکیل شوي او نه شي کولای چې ځانونه د دغه ګرداب د خبیثه دایرې څخه راوباسي ځکه یو په بل اعتماد او اعتبار د لاسه ورکړي دی. که نیمایي تورونه سم وي؛ خو نیمایې نور یې غلط دي. دغه تا ویلو ما ویلو له افغانانو څخه لار ورکه کړې ده.
حل لار:
افغانانو د احساساتو په بنیاد جنګونه کړي او نظامونه یې چپه کړي دي؛ خو په نظام جوړونه کې همېشه پاتې راغلي دي. احساساتي ولسونه په دین سر ورکوي خو په دین ځانونه نه پوهوي. احساساتي ولس د وطن مینه په زړونو کې لري؛ خو د وطن ساتلو چل نه ورځي. احساساتي ولس د نورو په مقابل کې ښه جنګیدلې شي؛ خو د خپلو هېوادوالو سره په شریکه په خپل وطن او خاوره کې سوله يیزه ژوند نه شي کولی. کله چې د عقل او احساساتو تر منځ توازن نه وي او احساسات په عقل غلبه ولري، د هغه ټولنو څخه څه نه جوړیږي.
که افغانان غواړي چې د موجوده بحران نه ځانونه وکاږي، زما په اند دا مهمه ده، چې افغانان په بهر او د ننه هېواد کې په مجازې فضا کې او هم په ټولو برخو کې چې هر چیرته وي، په فکري لحاظ سره متحد شي. ضرور نه ده، چې ټول دې د یو چتر لاندې منسجم شي. هغه څوک چې اافغانستان او فغانیت نه مني، یا قومي، سمتي او ژبني مسایلو ته لمن وهي او د فرهنګ په نوم فاشستي نظریات خپروي، ټول باید په شریکه د دوی په مقابل کې واضحه دریځ ونیسي. د دغه اشخاصو په نښه کول مشکل کار نه دی. هر هغه څوک چې د لاندې اصولو مخالف وي، هغوي د أفغانستان د ګټو مخالف دي او باید وغندل شي.
د افغانستان مسایل د جنګ له لارې نه حل کیږي.د نفې او انحصار د قدرت سیاست کار نه ورکوي. یوازینۍ لاره بین الافغاني خبرې اترې دي، چې د راتلونکې لپاره تګلاره جوړه شي، چې څنګه یو مشروع او قانونمند حکومت د اساسي قانون په درلودلو سره رامنځته شي. که طالبان او یا نور کسان او ډلې د دې طرحې مخالفت کوي، باید وغندل شي.
زما په اند؛ د پورته مشخصو اصولو په چوکاټ کې هر افغان باید د خپل فکر او سوچ نه کار واخلي. د احساساتو په بنیاد مرده باد او زنده باد ونه وایي، چې د کرېکټ د لوبو په شان چې کله ټیم لوبه وګټې؛ نو د کرکټ ټیم قهرمانان دي او که لوبه یې وبایلله نو بیا د غندلو دي.
په یوه ورځ کې د یو کس او یا ډلې څخه قهرمان او یا خاین جوړ نه کړو؛ بلکې سیاسي ژوند د شګو مزل دی کله به مزل تېز وي او کله به ورو؛ خو د یو بل زغمل او د پورته اصولو په چوکاټ کې حمایت او مخالفت به عقلاني تګلاره وي، چې افغانان او افغانستان د موجوده بحران څخه ووځي او د راتلونکې بحرانونو مخه ونیول شي.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریات په پوره امانتدارۍ خپروي؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

په کابل کې د طالبانو د طبي پوهنتون رییس وايي، چې ډېر ژر هغو محصلينو ته چې تخصصي دوره یې پای ته رسولې وي په فوق تخصصي برخه کې د زده کړو زمینه برابره کړي.
په کابل کې د طالبانو د طبي پوهنتون مشر مفتي اسدالله نجات وايي، چې په داخله، جراحي، وينې، اطفالو، درملو او نور برخو کې به ډېر ژر فوق تخصصي څانګې فعاله کړي.
نوموړی نن یکشنبه د طالبانو تر واک لاندي ملي ټلویزيون سره په مرکه کې ويلي، چې د طب په برخه کې د فوق تخصص د شپږو څانګو په فعالولو سره به مسلکي روغتيايي کسان زيات شي.
هغه د خپلو خبرو په يوه برخه کې زياته کړه: « موږ پلان لرو، چې فوق تخصص برنامه شروع کړو، په ۶ څانګو کې مو د فعالیت اجازه اخيستې ده.»
نوموړی وايي، چې د دې څانګو تر فعالیت او مسلکي کسانو تر فراغت وروسته به بهرنیو هېوادونو ته د ناروغانو د درملنې د تګ مخه نيول شوې وي.
هغه زياتوي: « د مسلکي کادرونو سره به زموږ دغه مراجعین چې بهرنيو هېوادونو ته د علاج لپاره ځي موږ به راګرځولي وي.»
نوموړی وايي، چې په دې برخو کې يوازي هغه کسان فوق تخصص کولی شي، چې د کانکور ازموينې له لارې بريالي شوي وي.
واک ته د طالبانو په رسېدو د افغانستان په بېلابېلو سېمو کې ډېر روغتياپالان او په خاص ډول ښځي له دندو لېرې شوې.
دامهال د روغتيا په برخه کې د طالبانو تر واک لاندي افغانستان کې تر ټولو لویه ستونزه او تشه د ښځينه روغتيا پالانو نه شتون دی.
په ډېرو روغتيايي دولتي ادارو کې طالبانو د مسلکي کسانو پر ځای ملا او طالب پر دنده ګومارلي، چې تر ډېره له روغتیايي چارو سره هم بلد نه دي.

د طالبانو د روغتیا وزارت ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به په افغانستان کې د ماشومانو د فلج ناروغۍ د تشخیص لومړنی لابراتوار پرانیستل شي.
دغه وزارت د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۸ مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغه لابراتوار پرانیستلو سره افغانستان کې د ماشومانو د فلج ناروغۍ تشخیص ممکن شي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د دغه لابراتوار دقیق ځای او وخت نه دی په ډاګه کړی.
دغه وزارت په خپله خبرپاڼه کې دا هم لیکلي، چې د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.
په دې وروستیو کې د پاکستان د روغتیا ملي موسسې وویل، چې په کونړ کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.
د طالبانو د روغتیا وزیر قلندر عباد دغه ادعا رد کړه او د ادارې څرګندونې یې "بې اساسه" او "غیر مسوولانه" وبللې.
د طالبانو د روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې دغې ډلې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د ماشومانو د فلج د له منځه وړلو لپاره ډېر څه تر لاسه کړي دي.
په دې وروستیو کې د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړی، چې چین په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
دا مهال افغانستان او پاکستان په نړۍ کې دوه هغه هېوادونه دي، چې نه دي توانېدلي د پولیو ناروغي له منځه یوسي.

د افغانستان د ملي یووالي ډلې د ملګرو ملتونو په غونډه کې د ښځو د بلنې هرکلی وکړ او له طالبانو سره یې د تعامل د نه کولو غوښتنه وکړه. دغې ډلې د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۸مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې طالبان باید د ښځو او نجونو پر وړاندې د خپلو اعمالو ځواب ویوونکي وي.
د دې خبرپاڼې په پای کې ویل شوي، چې باید د دوحې د غونډې ګډونوال د بنسټونو له اغېزمنو استازو څخه وټاکل شي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې په افغانستان کې د روان بحران د حل لپاره چې د طالبانو د حضور له امله رامنځته شوی، باید عملي او قطعي تصمیمونه ونیول شي.
د ښځو چارو فعالانو هم د دوحې په غونډه کې چې ټاکل شوې د روانې میاشتې په ۲۹مه جوړه شي، له ګډونوالو وغوښتل چې طالبان دې د ملګرو ملتونو په تور لېست کې وساتي.
د دغې خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي دي: «موږ د ملګرو ملتونو له غړو څخه غواړو چې د افغانانو او ښځو له وژونکو سره تعامل ونه کړي، هغوی په رسمیت ونه پېژني او د هغوی د منزوي کولو او د فشار راوړلو لپاره نوي او سخت بندیزونه وضع کړي."
په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو ویاند اعلان وکړ، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش به د یکشنبې او دوشنبې په ورځ د سلواغې په ۲۹ او ۳۰ په دوحه کې د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه وي.
طالب چارواکو ویلي، چې د دوحې غونډې ته د دې ډلې استازي بلل شوي دي.
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو لومړنۍ غونډه د پنجشنبې په ورځ په دوحه کې د انتونیو ګوتریش په کوربه توب د ثور میاشتې په ۱۱مه او ۱۲مه جوړه شوې وه او په دې غونډه کې د طالبانو او د دې ډلې د مخالفو سیاسي ډلو استازو ته بلنه نه وه ورکړل شوې.

د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی احمد شاه سلیمانخېل د افغانستان د کرېکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د سرپرست مسوول په توګه وټاکل شو.
تر دې مخکې اسدالله خان چې د غوراوي کمېټې مشري یې کوله؛ د لوبډلو په ټاکلو کې د خلکو له خوا له سختو نیوکو سره مخ و.
د افغانستان کرېکټ بورډ د یکشنبې په ورځ (د سلواغي ۸مه)اعلان وکړ، چې احمدشاه سلیمانخېل یې د افغانستان د کرېکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټي د سرپرست مسوول په توګه په دنده ګومارلی دی.
د لوبغاړو د غوراوي کمېټي مخکنی مسوول چې اسدالله خان و، د نوموړي پر وړاندې غبرګونونه تر هغه وروسته زیات شول، چې په دې وروستیو کې د نولس کلنو په نړۍوال جام کې افغان لوبډله له پرله پسې ماتو سره مخ شوه.
ښاغلي اسدالله خان تېره ورځ په خپله فیسبوک پاڼه د خلکو له غبرګونو وروسته خپله چوپتیا ماته کړه او ویي ویل:«زه د نولس کلنو او په ملي لوبډله کې د شل اوریزو لوبډلو د ټاکلو حق نه لرم او نه ما څوک ټاکلي دي ».
د نوموړي له دغه وضاحت څخه وروسته د هغه له دندې څخه د لرې کېدو خبرې په ټولنیزو شبکو کې ګرمې شوې او نن یې د ځای ناستی خبر کرېکټ بورډ په خپله پاڼه خپور کړ.