• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان اعتراض کوونکو ښځو د دوحې د غونډې له ګډونوالو وغوښتل چې له طالبانو سره تعامل ونه کړي

۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۳۴ GMT+۰

د افغانستان د ملي یووالي ډلې د ملګرو ملتونو په غونډه کې د ښځو د بلنې هرکلی وکړ او له طالبانو سره یې د تعامل د نه کولو غوښتنه وکړه. دغې ډلې د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۸مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې طالبان باید د ښځو او نجونو پر وړاندې د خپلو اعمالو ځواب ویوونکي وي.

د دې خبرپاڼې په پای کې ویل شوي، چې باید د دوحې د غونډې ګډونوال د بنسټونو له اغېزمنو استازو څخه وټاکل شي.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې په افغانستان کې د روان بحران د حل لپاره چې د طالبانو د حضور له امله رامنځته شوی، باید عملي او قطعي تصمیمونه ونیول شي.

د ښځو چارو فعالانو هم د دوحې په غونډه کې چې ټاکل شوې د روانې میاشتې په ۲۹مه جوړه شي، له ګډونوالو وغوښتل چې طالبان دې د ملګرو ملتونو په تور لېست کې وساتي.

د دغې خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي دي: «موږ د ملګرو ملتونو له غړو څخه غواړو چې د افغانانو او ښځو له وژونکو سره تعامل ونه کړي، هغوی په رسمیت ونه پېژني او د هغوی د منزوي کولو او د فشار راوړلو لپاره نوي او سخت بندیزونه وضع کړي."

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو ویاند اعلان وکړ، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش به د یکشنبې او دوشنبې په ورځ د سلواغې په ۲۹ او ۳۰ په دوحه کې د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه وي.

طالب چارواکو ویلي، چې د دوحې غونډې ته د دې ډلې استازي بلل شوي دي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو لومړنۍ غونډه د پنجشنبې په ورځ په دوحه کې د انتونیو ګوتریش په کوربه توب د ثور میاشتې په ۱۱مه او ۱۲مه جوړه شوې وه او په دې غونډه کې د طالبانو او د دې ډلې د مخالفو سیاسي ډلو استازو ته بلنه نه وه ورکړل شوې.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د کابل په سروبي کې نن د لسو ترافیکي پېښو له امله ۱۷ کسان مړه شول

۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۲۸ GMT+۰

د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، نن یوازې د دغه ولایت په سروبۍ کې د کابل ـ ننګرهار پر لار د ۱۰ ترافيکي پېښو له امله ۱۷ کسان مړه او لس نور زخميان شوي. په ننګرهار، غزني او پروان کې هم نن په ورته پېښو کې یو کس مړ او د ۳ طالبانو په ګډون ۱۴ کسان ټپي شوي دي.

خالد ځدران وايي، د کابل ـ ننګرهار پر لویه لار سروبي کې د ترافیکي پېښو له امله په مړو کسانو کې دوه ماشومان او ۴ ښځې هم دي.

د ځدران په خبره، ژغورنډلې پر وخت سېمې ته رسېدلې او ټپیان یې روغتيايي مرکزونو ته انتقال کړي دي.

نوموړي په خپل اېکس کې د ټپیانو روغتیايی حالت ډاډمن بللی دی.

پر همدې مهال نن د پروان ولایت مرکز چاريکار کې د طالبانو د رنجر او دوو نورو موټرو د ټکر له کبله ۵ کسان ټپیان شوي دي.

د پروان ولایت لپاره د طالبانو د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، درې کسان د رنجر موټر سپرلي او دوه د نورو موټرو چلوونکي وو.

غزني کې هم د طالبانو د امنيه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر بيا نن په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د دې ولایت په اب بند ولسوالۍ کې د يوه موټر د چپه کېدو له کبله يو کس مړ شوی او څلور نور زخمیان شوي دي.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنيه قومندانۍ ویاند بصير زابلي هم نن په دې ولایت کې د دوو موترو د ټکر له کبله د پنځو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی.

طالب مسولينو د ټولو ترافيکي پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بللې ده.

خو پر دې سربېره د سړکونو تنګوالی او بې معیاریتوب هم د ورته پېښو بل لوی لامل دی.

طالبان وايي، د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې ۲۲۸۸ ترافیکي پېښې شوې چې له امله یې ۱۰۲۹ کسان مړه او نږدې ۴ زره ټپیان شوي.

د طالبانو په خبره، د دې پېښو په تړاو یې ۸۲۱ کسان نيولي او ۱۴۰نور د پوليسو تر څار لاندې دي.

سبا په کابل کې د طالبانو په کوربتوب د افغانستان د سیمه ییزو همکاریو ابتکار غونډه جوړېږي

۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۰۶ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا ډله به سبا په کابل کې د "افغانستان د سیمه ییزو همکاریو ابتکار" غونډې کوربه وي. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دې غونډه کې به د ګاونډیو او سیمې هېوادونو سفیران او ځانګړي استازي ګډون وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې به د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سیمه ییزو همکاریو پر پراختیا خبرې وشي.

دا هم ویل شوي چې طالبان غواړي په دې ناسته کې "د ګډو ګټو، متقابل درناوي او همداراز د سیمه ییزو اړیکو او ترانزیت پر فرصتونو د سیمه ییز تعامل پر لارو چارو خبرې وشي".

تر دې مخکې ایراني او روسي ډیپلوماټانو په کابل کې د دغې غونډې د جوړېدو یادونه کړې وه.

په کابل کې د طالبانو له غونډې وروسته، ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه توب د یکشنبې او دوشنبې په ورځو (د لیندۍ ۲۹ او ۳۰) په دوحه کې غونډه جوړه شي.
​

انتونیو ګوترش: ملګري ملتونه په ترهګرۍ کې ښکېل کارکوونکي مجازات کوي

۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۲۸ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش خبرداری ورکړی، چې د دې سازمان له هر هغه کارمند سره به حساب وشي، چې په «ترهګریزو» اعمالو کې لاس لري.

په دې وروستیو کې د فلسطیني کډوالو د ملاتړ دفتر خپل ۱۲ کارکوونکي وروسته له هغه له دندو ګوښه کړل، چې ویل کېږي د اسراییل پرضد د اکتوبر د ۷ مې د حماس د بريد په طرحه کې يې لاس درلود.

وړاندې تر دې د انتونيو ګوترش ویاند اعلان وکړ، چې ښاغلي کوترش د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندويه او کاري ادارې «انروا» د مشر فیلیپ لازاريني د راپور له اورېدو وروسته «وېرېدلی» دی.

په ورته وخت کې اعلان شوی، چې د ملګرو ملتونو اړوند دغه دفتر د اسراییلي سرچینو د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته دغه کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي.

له دغو تورونو وروسته د امريکا، استراليا، کاناډا او ايټاليا په ګډون يو شمېر هېوادونو د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارو ته د فلسطيني کډوالو د لېږلو لپاره خپلې مالي مرستې بندې کړې.

انتونیو ګوترش له هېوادونو وغوښتل، چې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې «انروا» ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په يوه بيان کې ټینګار وکړ، چې د انروا لسګونه زره نارينه او ښځينه کارکونکي، چې د بشري مرستو لپاره په خطرناکو شرایطو کې کار کوي باید مجازات نه شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۷ ستانه کړل شوي ماشومان له خپلو کورنیو سره یو ځای شول

۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۰۳ GMT+۰

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي؛ له ایران ۱۷ ستانه کړل شوي ماشومان د هرات ولایت د وار چایلډ(د جګړې ماشومان) دفتر په همکارۍ د فاریاب ولایت په میمنه ښار کې له خپلو کورنیو سره یو ځای شول.

فاریاب له هغو ولایتونو څخه دی، چې له ایران څخه تر ټولو ډېر اېستل شوي ماشومان لري.
د دغه وزارت په خبره؛ د روان لمریز کال له پيل راهیسې سلګونه دا ډول ماشومان د کار او ټولنیزو چارو ریاست له خوا کورنیو ته یې سپارل شوي دي.
پر ځوانانو سربېره له اتلسو کلونو کم عمره ماشومان ډېری وخت د افغانستان له کلیوالي سیمو د ناوړه اقتصادي وضعیت او د کار کولو په موخه په ناقانونه توګه د ایران په څېر هېوادونو ته ځي.

خو په وروستیو میاشتو کې له ایران او پاکستان څخه په جبري او ډله ییزه توګه د افغان کډوالو د اېستلو په بهیر کې سلګونه ماشومان له خپلو کورنیو څخه جلا شوي وو، چې د یو شمېر ادارو له خوا ډېری ماشومان بیا ځلې له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي.

د یادولو ده، چې یو شمېر ځوانان او له اتلسو کلونو کم عمره ماشومان نه یوازې دا چې ګاونډیو هېوادونو ته مهاجرت کوي؛ بلکې یو شمېر غربي هېوادونو ته هم په قاچاقي لارو سفرونه کوي.

مولوي محمد خالد حنفي: تر پایه شریعت پلی کوو او د اسلامي نظام له یو رکن نه هم نه تېرېږو

۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۰۱ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف او نهې له منکر وزیر وايي: «د دوښمن له تبلیغاتو نه متاثره کېږو او د اسلامي نظام له یو رکن څخه هم نه تېریږو.» مولوي خالد حنفي‌دا خبرې نن خوست کې د جهادي مدرسې د فارغانو غونډې ته کړې، چې پخوا پکې عبدالحی حبیبي لېسه وه، خو طالبانو پر مدرسه بدله کړه.

د منبع الجهاد په نوم د دې مدرسې ۴۴۴۲ تنو ته د فارغت لپاره نن یوه لویه غونډه جوړه شوې وه، چې له کابل هم د طالبانو ځینې چارواکي ورغلي وو.

دې غونډې ته په خپله وینا کې محمد خالد حنیفي وویل، تر پایه به هڅه وکړي چې شریعت پلی کړي.

هغه زیاته کړه: «که د دوښمن دا برداشت وي چې په تبلیغاتو متاثره کیږو، موږ نه متاثره کېږو، د خپل اسلامي نظام له یو رکن څخه هم نه تېریږو.»

د طالبانو د امربالمعروف وزیر په داسې حال دا څرګندونې کوي چې په وروستیو کې دغه وزارت د پلازمینې کابل په کډون یو شمیر ولایتونو د بې حجابۍ په پلمه ښځې نیولې او زنداني کړې دي.

د طالبانو دغو چارو پر افغان فعالانو سربېره د یوناما او نورو بشري ادارو غبرګون هم را پورته کړی دی او له دې ډلې یې د ورته چلن د درېدو غوښتنه کړې ده.