• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د کابل په سروبي کې نن د لسو ترافیکي پېښو له امله ۱۷ کسان مړه شول

۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۲۸ GMT+۰تازه شوی: ۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۴، ۰۴:۲۲ GMT+۰

د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، نن یوازې د دغه ولایت په سروبۍ کې د کابل ـ ننګرهار پر لار د ۱۰ ترافيکي پېښو له امله ۱۷ کسان مړه او لس نور زخميان شوي. په ننګرهار، غزني او پروان کې هم نن په ورته پېښو کې یو کس مړ او د ۳ طالبانو په ګډون ۱۴ کسان ټپي شوي دي.

خالد ځدران وايي، د کابل ـ ننګرهار پر لویه لار سروبي کې د ترافیکي پېښو له امله په مړو کسانو کې دوه ماشومان او ۴ ښځې هم دي.

د ځدران په خبره، ژغورنډلې پر وخت سېمې ته رسېدلې او ټپیان یې روغتيايي مرکزونو ته انتقال کړي دي.

نوموړي په خپل اېکس کې د ټپیانو روغتیايی حالت ډاډمن بللی دی.

پر همدې مهال نن د پروان ولایت مرکز چاريکار کې د طالبانو د رنجر او دوو نورو موټرو د ټکر له کبله ۵ کسان ټپیان شوي دي.

د پروان ولایت لپاره د طالبانو د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، درې کسان د رنجر موټر سپرلي او دوه د نورو موټرو چلوونکي وو.

غزني کې هم د طالبانو د امنيه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر بيا نن په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د دې ولایت په اب بند ولسوالۍ کې د يوه موټر د چپه کېدو له کبله يو کس مړ شوی او څلور نور زخمیان شوي دي.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنيه قومندانۍ ویاند بصير زابلي هم نن په دې ولایت کې د دوو موترو د ټکر له کبله د پنځو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی.

طالب مسولينو د ټولو ترافيکي پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بللې ده.

خو پر دې سربېره د سړکونو تنګوالی او بې معیاریتوب هم د ورته پېښو بل لوی لامل دی.

طالبان وايي، د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې ۲۲۸۸ ترافیکي پېښې شوې چې له امله یې ۱۰۲۹ کسان مړه او نږدې ۴ زره ټپیان شوي.

د طالبانو په خبره، د دې پېښو په تړاو یې ۸۲۱ کسان نيولي او ۱۴۰نور د پوليسو تر څار لاندې دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

سبا په کابل کې د طالبانو په کوربتوب د افغانستان د سیمه ییزو همکاریو ابتکار غونډه جوړېږي

۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۰۶ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا ډله به سبا په کابل کې د "افغانستان د سیمه ییزو همکاریو ابتکار" غونډې کوربه وي. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دې غونډه کې به د ګاونډیو او سیمې هېوادونو سفیران او ځانګړي استازي ګډون وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې به د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سیمه ییزو همکاریو پر پراختیا خبرې وشي.

دا هم ویل شوي چې طالبان غواړي په دې ناسته کې "د ګډو ګټو، متقابل درناوي او همداراز د سیمه ییزو اړیکو او ترانزیت پر فرصتونو د سیمه ییز تعامل پر لارو چارو خبرې وشي".

تر دې مخکې ایراني او روسي ډیپلوماټانو په کابل کې د دغې غونډې د جوړېدو یادونه کړې وه.

په کابل کې د طالبانو له غونډې وروسته، ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه توب د یکشنبې او دوشنبې په ورځو (د لیندۍ ۲۹ او ۳۰) په دوحه کې غونډه جوړه شي.
​

د کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۷ ستانه کړل شوي ماشومان له خپلو کورنیو سره یو ځای شول

۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۰۳ GMT+۰

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي؛ له ایران ۱۷ ستانه کړل شوي ماشومان د هرات ولایت د وار چایلډ(د جګړې ماشومان) دفتر په همکارۍ د فاریاب ولایت په میمنه ښار کې له خپلو کورنیو سره یو ځای شول.

فاریاب له هغو ولایتونو څخه دی، چې له ایران څخه تر ټولو ډېر اېستل شوي ماشومان لري.
د دغه وزارت په خبره؛ د روان لمریز کال له پيل راهیسې سلګونه دا ډول ماشومان د کار او ټولنیزو چارو ریاست له خوا کورنیو ته یې سپارل شوي دي.
پر ځوانانو سربېره له اتلسو کلونو کم عمره ماشومان ډېری وخت د افغانستان له کلیوالي سیمو د ناوړه اقتصادي وضعیت او د کار کولو په موخه په ناقانونه توګه د ایران په څېر هېوادونو ته ځي.

خو په وروستیو میاشتو کې له ایران او پاکستان څخه په جبري او ډله ییزه توګه د افغان کډوالو د اېستلو په بهیر کې سلګونه ماشومان له خپلو کورنیو څخه جلا شوي وو، چې د یو شمېر ادارو له خوا ډېری ماشومان بیا ځلې له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي.

د یادولو ده، چې یو شمېر ځوانان او له اتلسو کلونو کم عمره ماشومان نه یوازې دا چې ګاونډیو هېوادونو ته مهاجرت کوي؛ بلکې یو شمېر غربي هېوادونو ته هم په قاچاقي لارو سفرونه کوي.

مولوي محمد خالد حنفي: تر پایه شریعت پلی کوو او د اسلامي نظام له یو رکن نه هم نه تېرېږو

۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۰۱ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف او نهې له منکر وزیر وايي: «د دوښمن له تبلیغاتو نه متاثره کېږو او د اسلامي نظام له یو رکن څخه هم نه تېریږو.» مولوي خالد حنفي‌دا خبرې نن خوست کې د جهادي مدرسې د فارغانو غونډې ته کړې، چې پخوا پکې عبدالحی حبیبي لېسه وه، خو طالبانو پر مدرسه بدله کړه.

د منبع الجهاد په نوم د دې مدرسې ۴۴۴۲ تنو ته د فارغت لپاره نن یوه لویه غونډه جوړه شوې وه، چې له کابل هم د طالبانو ځینې چارواکي ورغلي وو.

دې غونډې ته په خپله وینا کې محمد خالد حنیفي وویل، تر پایه به هڅه وکړي چې شریعت پلی کړي.

هغه زیاته کړه: «که د دوښمن دا برداشت وي چې په تبلیغاتو متاثره کیږو، موږ نه متاثره کېږو، د خپل اسلامي نظام له یو رکن څخه هم نه تېریږو.»

د طالبانو د امربالمعروف وزیر په داسې حال دا څرګندونې کوي چې په وروستیو کې دغه وزارت د پلازمینې کابل په کډون یو شمیر ولایتونو د بې حجابۍ په پلمه ښځې نیولې او زنداني کړې دي.

د طالبانو دغو چارو پر افغان فعالانو سربېره د یوناما او نورو بشري ادارو غبرګون هم را پورته کړی دی او له دې ډلې یې د ورته چلن د درېدو غوښتنه کړې ده.

طالبان وايي د خپل مشر په امر په مستوفیتونو او ګمرکونو کې جوماتونه جوړوي

۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۰۳ GMT+۰

د طالبانو د حج او اوقاف وزارت وايي، د دې ډلې د مشر ملا هبت الله اخندزاده په حکم به د ولایتونو په ټولو مستوفیتونو او ګمرکونو کې یو یو جومات جوړ کړي. طالبانو واک ته رسېدو سره د ولایتونو پر مرکزونو او ولسوالیو سربېره د لویو لارو په اوږدو کې د جوماتونو د جوړولو ژمنې کړې دي.

د باختر اژانس د خبرله مخې د دغه وزارت مرستيال زرمحمد حقاني جوزجان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه حکم په اړه خبرې کړې دي.

دې خبري اژانس نن په خپل راپور کې لیکلي چې د جوزجان د مستوفیت په ریاست کې د یوه جومات د جوړولو کار روان دی.

په دغه خبر کې راغلي، چې زرمحمد حقاني جوزجان ته په خپل سفر کې د "لیلي دښتې شهیدانو" په سیمه کې د یوه جومات د جوړولو چارې هم څارلې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تېره میاشت جوزجان ته سفر کې په لیلي دښتنه کې د یو منار او جومات د جوړولو ژمنه کړې وه.

په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو وروسته طالبانو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د جوماتونو او "جهادي مدرسو" جوړولو ته ځانګړې پاملرنه وکړه او د دغو مدرسو په جوړولو یې ډېرې پیسې ولګولې.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير خليل الرحمن حقاني د زمري په ٩مه په پکتيا کې په يوه "جهادي مدرسه" کې وويل چې ديني مدرسې بايد يوازې د ديني مسايلو په تدريس پورې محدودې نه شي.

ښاغلي حقاني ویلي وو چې په مدرسو کې باید د دیني زده کړو تر څنګ «جهادي او نظامي افکار» هم تدریس شي.

طالبان د دغې ډلې له خوا د ماشومانو او تنکيو ځوانانو د دیني زدکړو او روزنې لپاره جوړ شوي مدرسې «جهادي مدرسې» بولي.

کتونکو د دغو مدرسو د فعالیتونو او د دغو مدرسو له لارې د افراطیت د خپریدو په اړه خبرداری ورکړی دی.
​

د طالبانو کډوالو چارو وزارت: نږدې درې سوه افغان کډوال په جبري ډول له پاکستانه راستانه شول

۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۹:۴۵ GMT+۰

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تازه راستنو شویو کډوالو کې ۱۵ تنه بندیان او ۵ تنه بې سرپرسته ماشومان هم شامل وو چې د شنبې په ورځ د تورخم او سپین بولدک له لارو په جبري ډول افغانستان ته راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې تېره ورځ د (مرغومي اوومه) د تورخم له لارې له پاکستانه ۳۱ کورنۍ چې شمېر یې ۱۵۰ تنه وو په جبري راستنې شوې دي.

همدارنګه دغه وزارت لیکلي چې په همدې ورځ د کندهار د سپین بولدک له لارې هم ۲۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۱ تنه وو له پاکستانه په جبري ډول راستنې شوې دي.

د طالبانو کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې له پاکستانه په جبري ډ‌ول د تېري ورځې په تازه راستنو شویو افغان کډوالو کې د ۱۵ تنو افغان بندیانو تر څنګ پنځه بې سرپرسته ماشومان بندیان هم شامل وو.

د کډوالو وزارت ویلي له پاکستانه په جبري ډول راستانه شوي یو شمېر کډوال یې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ، د کډوالۍ او خوړو نړیوالو سازمانونو ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پېژندلي دي.