• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مولوي محمد خالد حنفي: تر پایه شریعت پلی کوو او د اسلامي نظام له یو رکن نه هم نه تېرېږو

۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۰۱ GMT+۰تازه شوی: ۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۲۱ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف او نهې له منکر وزیر وايي: «د دوښمن له تبلیغاتو نه متاثره کېږو او د اسلامي نظام له یو رکن څخه هم نه تېریږو.» مولوي خالد حنفي‌دا خبرې نن خوست کې د جهادي مدرسې د فارغانو غونډې ته کړې، چې پخوا پکې عبدالحی حبیبي لېسه وه، خو طالبانو پر مدرسه بدله کړه.

د منبع الجهاد په نوم د دې مدرسې ۴۴۴۲ تنو ته د فارغت لپاره نن یوه لویه غونډه جوړه شوې وه، چې له کابل هم د طالبانو ځینې چارواکي ورغلي وو.

دې غونډې ته په خپله وینا کې محمد خالد حنیفي وویل، تر پایه به هڅه وکړي چې شریعت پلی کړي.

هغه زیاته کړه: «که د دوښمن دا برداشت وي چې په تبلیغاتو متاثره کیږو، موږ نه متاثره کېږو، د خپل اسلامي نظام له یو رکن څخه هم نه تېریږو.»

د طالبانو د امربالمعروف وزیر په داسې حال دا څرګندونې کوي چې په وروستیو کې دغه وزارت د پلازمینې کابل په کډون یو شمیر ولایتونو د بې حجابۍ په پلمه ښځې نیولې او زنداني کړې دي.

د طالبانو دغو چارو پر افغان فعالانو سربېره د یوناما او نورو بشري ادارو غبرګون هم را پورته کړی دی او له دې ډلې یې د ورته چلن د درېدو غوښتنه کړې ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي د خپل مشر په امر په مستوفیتونو او ګمرکونو کې جوماتونه جوړوي

۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۰۳ GMT+۰

د طالبانو د حج او اوقاف وزارت وايي، د دې ډلې د مشر ملا هبت الله اخندزاده په حکم به د ولایتونو په ټولو مستوفیتونو او ګمرکونو کې یو یو جومات جوړ کړي. طالبانو واک ته رسېدو سره د ولایتونو پر مرکزونو او ولسوالیو سربېره د لویو لارو په اوږدو کې د جوماتونو د جوړولو ژمنې کړې دي.

د باختر اژانس د خبرله مخې د دغه وزارت مرستيال زرمحمد حقاني جوزجان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه حکم په اړه خبرې کړې دي.

دې خبري اژانس نن په خپل راپور کې لیکلي چې د جوزجان د مستوفیت په ریاست کې د یوه جومات د جوړولو کار روان دی.

په دغه خبر کې راغلي، چې زرمحمد حقاني جوزجان ته په خپل سفر کې د "لیلي دښتې شهیدانو" په سیمه کې د یوه جومات د جوړولو چارې هم څارلې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تېره میاشت جوزجان ته سفر کې په لیلي دښتنه کې د یو منار او جومات د جوړولو ژمنه کړې وه.

په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو وروسته طالبانو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د جوماتونو او "جهادي مدرسو" جوړولو ته ځانګړې پاملرنه وکړه او د دغو مدرسو په جوړولو یې ډېرې پیسې ولګولې.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير خليل الرحمن حقاني د زمري په ٩مه په پکتيا کې په يوه "جهادي مدرسه" کې وويل چې ديني مدرسې بايد يوازې د ديني مسايلو په تدريس پورې محدودې نه شي.

ښاغلي حقاني ویلي وو چې په مدرسو کې باید د دیني زده کړو تر څنګ «جهادي او نظامي افکار» هم تدریس شي.

طالبان د دغې ډلې له خوا د ماشومانو او تنکيو ځوانانو د دیني زدکړو او روزنې لپاره جوړ شوي مدرسې «جهادي مدرسې» بولي.

کتونکو د دغو مدرسو د فعالیتونو او د دغو مدرسو له لارې د افراطیت د خپریدو په اړه خبرداری ورکړی دی.
​

د طالبانو کډوالو چارو وزارت: نږدې درې سوه افغان کډوال په جبري ډول له پاکستانه راستانه شول

۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۹:۴۵ GMT+۰

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تازه راستنو شویو کډوالو کې ۱۵ تنه بندیان او ۵ تنه بې سرپرسته ماشومان هم شامل وو چې د شنبې په ورځ د تورخم او سپین بولدک له لارو په جبري ډول افغانستان ته راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې تېره ورځ د (مرغومي اوومه) د تورخم له لارې له پاکستانه ۳۱ کورنۍ چې شمېر یې ۱۵۰ تنه وو په جبري راستنې شوې دي.

همدارنګه دغه وزارت لیکلي چې په همدې ورځ د کندهار د سپین بولدک له لارې هم ۲۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۱ تنه وو له پاکستانه په جبري ډول راستنې شوې دي.

د طالبانو کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې له پاکستانه په جبري ډ‌ول د تېري ورځې په تازه راستنو شویو افغان کډوالو کې د ۱۵ تنو افغان بندیانو تر څنګ پنځه بې سرپرسته ماشومان بندیان هم شامل وو.

د کډوالو وزارت ویلي له پاکستانه په جبري ډول راستانه شوي یو شمېر کډوال یې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ، د کډوالۍ او خوړو نړیوالو سازمانونو ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پېژندلي دي.

هندۍ ورځپاڼه: د پاکستان پوځ د داعش غړي د ډیورنډ له کرښې افغانستان ته اړوي

۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۹:۱۵ GMT+۰

سنډي ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی، چې پاکستان د داعش غړي د ډیورنډ کرښې له لارې افغانستان ته لېږي. په راپور کې ادعا شوې چې، په کونړ کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ وروستۍ جګړه په دې موخه وشوه چې د دې جګړې پر مهال د داعش وسله وال افغانستان ته ننوځي.

دغې هندۍ ورځپاڼې لیکلي، چې د تحریک طالبان پاکستان پخواني ویاند احسان الله احسان او د افغان طالبانو یوه چارواکي د دغه راپور معلومات تایید کړي دي.

په راپور کې ویل شوي چې، پاکستان د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د اغېز کولو له لارې په استفادې د ډیورنډ کرښې له لارې افغانستان ته د داعش ترهګرې ډلې د ورتلو لپاره کاروي.

په راپور کې د کونړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د تېرې مرغومي میاشتې ۳۰مه ورځ د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ جګړې ته اشاره شوې او ویل شوي، چې هغه مهال د پاکستان پوځ هڅه کوله چې د داعش غړي افغانستان ته قاچاق کړي او دغه هدف ته ځان ورسوي، پاکستاني ځواکونو له طالب جنګیالیو سره په نښته کې ښکېل شول.

سنډي ګارډین لیکي چې دا "چال" د هند تر کنټرول لاندې کشمیر سره په ختیځه پوله کې د پاکستاني پوځ لخوا د کارول شوي میتود نقل دی. د راپور له مخې، د پاکستان پوځ له هند سره پر پوله د لویو وسلو بریدونه د هندي ځواکونو د ښکېلولو لپاره کوي، چې له دې فرصته ګټه پورته کړي او «پاکستاني ملاتړي ترهګر» کشمیر ته ننوځي.

احسان الله احسان سنډي ګارډین ته ویلي، نښته څه باندې یوه اوونۍ وړاندې په کونړ کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د داعش غړو هڅه کوله د پاکستان له پوځي جامو سره افغانستان ته ننوځي، خو د طالبانو له خوا وپیژندل شول او وروسته په نښته کې ورسره شکیل شول.

په راپور کې د ټي ټي پي د دغه پخواني قوماندان په حواله ویل شوي چې د داعش ځواکونه د پاکستاني پوځ له پوستو تېرېدل، خو د طالبانو له ځوابي برید سره مخ شول چې له امله یې بېرته د پاکستان خاورې ته وتښتېدل.

د ښاغلي احسان په وینا، د طالبانو ځواکونو «د داعش ډلو د له منځه وړلو لپاره د پاکستاني ځواکونو پوستې په درنو وسلو سره په نښه کړلې، او پاکستاني لوري هم د توپچي بریدونو ځواب ورکړ.»

سنډي ګارډین لیکي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ډیورنډ کرښه دا پیښې د پاکستاني طالبانو یوه جګپوړي قوماندان هم تایید کړې دي. دغې ورځپاڼې د ټي ټي پي د قوماندان له خولې لیکلي چې په دې وروستیو کې د داعش د غړو او د پاکستان پوځ ترمنځ همغږي زیاته شوې او د دې خبرې شواهد د افغان طالبانو د استخباراتو د ادارې له خوا راټول شوي دي.

پاکستاني چارواکو تر اوسه پورې په دې راپور کې د شویو ادعاوو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

په وروستیو لسیزو کې د پاکستان حکومتونه تل د کابل د حکومت پر ضد د وسله والو ډلو په ملاتړ او تجهیز تورن شوي دي.

په کونړ کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ نښته

د مرغومي په ۳۰مه د کونړ ولايت د طالبانو د پوليسو وياند افغانستان انټرنشنل ته تاييد کړه چې د کونړ ولايت دچپې درې ولسوالۍ د یوه اوسیدونکي په کور کې دچاودنې له امله درې تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

فرید دهقان وویل چې طالبان د دغې چاودنې او د عاملینو په اړه پلټنې کوي.

تر دې وړاندې هم د افغانستان د کونړ ولایت په څنډو کې د داعش د خراسان څانګې د شتون په اړه راپورونه ورکړل شوي وو.

سیمه ییزو سرچینو د مرغومي په ۱۵مه افغانستان انټرنشنل ته ویلي و چې داعش جنګیالیو د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې طالبانو ته د جاسوسۍ په تور له یوه کس سر پرې کړی و.

د ځايي سرچينو د معلوماتو له مخې، دغه کس نه د طالبانو غړى و او نه يې کومه رسمي دنده درلوده، بلکې يو ساده کارکوونکى و، خو د داعش خراسان څانګې هغه د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې طالبانو ته د جاسوسۍ په تور وواژه.

ځايي سرچینې: د کابل او جلال اباد پر لویه لاره په یوه ترافیکي پېښه کې ١٥ کسان مړه شوي

۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۴۱ GMT+۰

ځایې سرچینې وايي، چې د کابل او جلال اباد ترمنځ په لویه لاره د یو موټر د اوښتو له امله ١٥ کسان مړه شوي دي. ويل کیږي دغه پېښه نن یکشنبه (سلواغې اتمه) د کابل او جلال اباد ترمنځ پر لویه لاره د لغمان دروازې ته نږدې رامنځته شوې ده.

سرچینې وايي، پېښه د دغه ګاډي ګړندي تګ له امله رامنځته شوې چې له سړک وتلی او لاندې غورځیدلی چې په کې د چلوونکي په ګډون سپاره ١٥ کسان مړه شوي.

ځايي طالب چارواکو هم رسنیو ته د دغې پیښې پخلی کړی خو د مړو شویو کسانو شمیر یې تر دې کم ښودلی.

د کابل او جلال اباد ترمنځ پر لویه لاره تل ترافیکي پیښې رامنځته کیږي چې له امله یې خلکو ته مرګژوبله اوړي، څه موده وړاندې طالبانو پر یاده لاره د ترافیکي پېښو د مهارولو او مخنیوي په موخه د یوې ځانګړې الې د فعالولو خبر ورکړی و چې د دوی په خبره په دې سره به د ترافیکي پیښو په شمېر کې کموالی راشي.

د چمن پرلتوال: سیاسي ګوندونه او د پاکستان حکومت له پرلتوالو سره چل کوي

۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۱۴ GMT+۰

دغو پرلت والو د څه باندې سلو ورځو راهیسې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاکستان حکومت له لوري د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې پرلت وهلی خو اوس شکایت کوي چه نه یې سیاسي ګوندونه غږ اوري او نه هم د پاکستان حکومت.

۱۰۷ ورځې وړاندې د سوېلي پښتونخوا په چمن ښار کې زرګونو ولسي خلکو د پاکستان حکومت له لوري د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورت د جبري کیدو په غبرګون کې پرلت پیل کړ.

له دغه پرلت سره د سوېلي پښتونخوا ځايي سیاسي ګوندونه هم یو ځای شول، خو اوس لیدل کیږي چې عام پرلت وال له سیاسي ګوندونو څخه سر ټکوي او وايي چې اوس له دوی سره په یوه لاره نه ځي.

د پرلت مشر غوث الله اڅکزي د یک شنبې په ورځ د (سلواغې اتمه) پرلت ته د خپلې وینا پر مهال د دوی د غوښتنو د نه منل کیدو په اړه وویل: «زموږ د ټولو دښمن پنجابی دی هیڅکله زموږ ملګری کیدای نه شي، موږ خپلو مشرانو او سیاسیونو ته وویل چې دا وطن(چمن) د نورو له منګولو وساتئ، ولې پر وطن رحم نه کوئ صرف د دې لپاره راسره ناست وئ چې ولس تاسو ته رایه درکړي؟»

دغه پرلتوال وايي، ځايي ګوندونه او سیاسیون چل ورسره کوي او یوازې له دوی څخه د انتخاباتي کمپاین لپاره ګټه اخلي.

د پرلت د مرکزي کمیټې غړی امیر محمد وايي: «سیاسي ګوندونه دې لومړی په خپلو منځونو کې جوړ راسي او خپله وروستۍ پرېکړه دې موږ ته ووايي که زموږ ملګرتیا کوي هم په ډاګه دې ووايي او که د حکومت پلوي کوي هم دې په ډاګه ووايي. زموږ پرلت، زموږ مبارزه تقریبا بې پایلې اوس روانه ده لامل یې همدا زموږ مشران او سیاسیون دي مشران مو نه غواړي چې په ښه ډول دا ستونزه حل شي.»

دغه پرلتوال وايي، د پاکستاني چارواکو سره د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو پرېکړې د بېرته اخیستلو په اړه یې په ځلونو خبرې بې پایلې وې خو دوی به تر هغه یاد پرلت ته دوام ورکوي تر څو چې د پخوا په څېر پر دروازه تګ راتګ د افغانستان پر پېژندپاڼه او پاکستان پر شناختي کارډ نه وي شوی.