د طالبانو د روغتیا وزارت د ماشومانو د فلج ناروغۍ د تشخیص لومړنی لابراتوار جوړوي

د طالبانو د روغتیا وزارت ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به په افغانستان کې د ماشومانو د فلج ناروغۍ د تشخیص لومړنی لابراتوار پرانیستل شي.

د طالبانو د روغتیا وزارت ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به په افغانستان کې د ماشومانو د فلج ناروغۍ د تشخیص لومړنی لابراتوار پرانیستل شي.
دغه وزارت د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۸ مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغه لابراتوار پرانیستلو سره افغانستان کې د ماشومانو د فلج ناروغۍ تشخیص ممکن شي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د دغه لابراتوار دقیق ځای او وخت نه دی په ډاګه کړی.
دغه وزارت په خپله خبرپاڼه کې دا هم لیکلي، چې د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.
په دې وروستیو کې د پاکستان د روغتیا ملي موسسې وویل، چې په کونړ کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.
د طالبانو د روغتیا وزیر قلندر عباد دغه ادعا رد کړه او د ادارې څرګندونې یې "بې اساسه" او "غیر مسوولانه" وبللې.
د طالبانو د روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې دغې ډلې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د ماشومانو د فلج د له منځه وړلو لپاره ډېر څه تر لاسه کړي دي.
په دې وروستیو کې د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړی، چې چین په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
دا مهال افغانستان او پاکستان په نړۍ کې دوه هغه هېوادونه دي، چې نه دي توانېدلي د پولیو ناروغي له منځه یوسي.