• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

راشد خان د خپلې روغتیا د ساتلو په موخه د پاکستان کرېکټ په غوره لیګ کې نه لوبیږي

۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۵:۵۹ GMT+۰

راشد خان د پاکستان کرېکټ په غوره لیګ کې د لاهور قلند لوبډلې له لوري اخیستل شوی و، خو نوموړی د دغه هیواد په سږني لیګ کې ځکه نه شي لوبېدلی چې د ملا له عملیات وروسته لوبو ته په بېرته راستنېدو کې د خپلې روغتیا د ساتلو لپاره احتیاط کوي.

راشد خان د پاکستان کرېکټ غوره لیګ (پي سي ایل) په تېرو دریو فصلونو کې یوازې د لاهور قلندر لوبډلې لپاره لوبېدلی او په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کې یاده لوبډله د پاکستان د کرېکټ غوره لیګ اتلولي هم ګټلې ده.

نوموړی د ۲۰۲۳ کال په ډیسمبر میاشت کې د لاهور قلندر لوبدلې له لوري په داسې حال کې له ځان سره د سپینو زرو په کټګورۍ کې وساتل شو چې هغوی پوهېدل، نوموړی به د ملا د عملیاتو له امله ورسره ګډون و نه لري. خو په راتلونکو فصلونو کې د دغې لوبډله سره د لوبېدو لپاره ساتل کیدای شي.

د کرېک اینفو د راپور له مخې راشد خان له هغه وروسته په رسمي توګه له یاد لیګ څخه وتلی چې په نومبر میاشت کې یې د ملا عملیات تر سره کړل او د خپلې روغتیا د ښه ساتلو لپاره احتیاط کوي. د دغې رسنۍ د معلوماتو له مخې لاهور قلندر لوبډله به د دوشنبې په ورځ د راشد خان پر ځای بل لوبغاړی په لوبډله کې له ځان سره خوندي کړي.

راشد خان د دې میاشتې په پیل کې له هندوستان سره د شل اوریزې لوبلړۍ په موخه یاد هیواد ته سفر وکړ خو د لوبو کولو لپاره وړ ونه ګڼل شو. له یادې لوبلړۍ څخه وړاندې له بیګ باش لیګ او د سوېلي افریقا لیګونو کې هم د نه لوبېدو پرېکړه کړې وه.

د افغانستان د ملي لوبډلې مشر روزونکي جانتن ټراټ ویلي: «زموږ لپاره مهمه ده چې باید ډاډ ترلاسه کړو او د راشد خان د روغتیا او لوبېدو لپاره ډیر احتیاط کوو.»

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

له وفادار جنګیالي تر سرغړوونکي قوماندان؛ د طالبانو مشر د جمعه فاتح د ځپلو امر کړی

۵

شهباز شریف: د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره باثباته افغانستان اړین دی

•
•
•

نور کیسې

خوست لوبډلې په لوګر کې د واليبال د سوېل ختیځ زون د سياليو اتلولي وګټله

۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۱۰ GMT+۰
خوست لوبډلې په لوګر کې د واليبال د سوېل ختیځ زون د سياليو اتلولي وګټله
100%

د طالبانو د بدني روزنې اداره وايي، د لوګر کې د ورزش ادارې له لوري د سوېل ختیځ زون د پنځو ولايتونو ترمنځ د واليبال سيالیو اتلولي پرون خوست لوبډلې په خپل نوم کړه. په دې څلور ورځنیو سياليو کې د غزني، پکتيا، خوست، پکتيکا او د کوربه ولایت لوګر واليبال لوبډلو برخه اخيستې وه.

د سیاليو وروستۍ لوبه کې د خوست کوربه لوبډلې لوګر «ب» ته د ۳ د ۲ ميدانو په توپير ماته ور کړه اود دې سياليو ګټونکې شو.

په دې سیالیو کې د لوګر ب لوبډلې دویم او الف لوبډلې دریم مقام وګاټه.

د لوګر د بدنې روزنۍ ادارې د مطبوعاتې څانګې په خبره، دا سيالۍ د واليبال درېیم پړاو اتلولۍ لیګ ته د غوره لوبغاړو ټاکل او پېژندل وو.

افغان نولس کلنه لوبډله له نېپال په ماتې خوړلو سره په نړیوال جام کې له مخته تګ پاتې شوه

۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۲۲ GMT+۰
افغان نولس کلنه لوبډله له نېپال په ماتې خوړلو سره په نړیوال جام کې له مخته تګ پاتې شوه
100%

د افغانستان د نولس کلنو کم عمره کرېکټ ملي لوبډلې نن د نړیوال جام په دریمه سیالۍ کې له نېپال ماتې وخوړه. افغان لوبډلې د لومړي پړاو په خپله دریمه او وروستۍ لوبه کې په ماتې خوړلو سره په دې جام کې د نورو لوبو چانس هم وبایله.

افغان لوبډلې د پچې ګټلو سره تر ۴۰ اورونو د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان سره نېپال ته د ۱۴۶ منډو هدف وټاکه.

نېپال لوبډلې په ۴۵ اور کې د یوې ویکټې په لرلو دا هدف بوره او افغان لوبډله یې ماته کړه.

افغانستان په دې سیالو کې تردې وړاندې له پاکستان او نیوزیلنډ هم ماتې خوړلې وه.

راشد خان د ملا له عملیات وروسته د پاکستان په سوپر لیګ کې د احتیاط له مخې نه لوبیږي

۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۴۶ GMT+۰
راشد خان د ملا له عملیات وروسته د پاکستان په سوپر لیګ کې د احتیاط له مخې نه لوبیږي
100%

د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان د ملا له عملیات وروسته د احتیاط له مخې د پاکستان له سوپر لیګ څخه وتلی او په دغه لیګ کې به ونه لوبیږي.‌

راشد خان د پاکستان سوپر لیګ په تېرو درېیو فصلونو کې د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره لوبیدلی و او په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې یې سرلیګونه ګټلي وو.

هغه د ډسمبر په میاشت کې د لیګ له خوا د لوبیدونکو لوبغاړو په ډله کې شامل شوی و؛ خو دا باور هم موجود و، چې ښايي د ۲۰۲۴ کال په لوبلړیو کې لوبه ونه کړي.

نوموړی په تېر نومبر میاشت کې د ترسره شوي عملیات څخه وروسته د احتیاط لپاره په رسمي توګه له دغه ټورنمنټ څخه وتلی دی.

د پاکستان قلندرز لوبډله کولی شي، چې د راشد په ځای بل لوبغاړی خپلې ډلې ته اضاله کړي.‌

راشد د روانې عیسوي میاشتې په پیل کې د هند شل اوریزو لوبو لړۍ په جریان کې د خپلو افغان ټیم له ملګرو سره هند ته سفر کړی و؛ خو د عملیات وروسته د درملنې د پروسې له امله یې په لوبو کې ګډون ونه کړ.

هغه تر دې وړاندې د بیګ باش او سویلي اسیا په شل اوریزو سیالیو کې هم د نه ګډون فیصله کړې وه.‌

افغان ډلې مشر روزونکي جوناتن ټراټ ویلي: "مونږ غواړو ځان ډاډه کړو، چې د هغه د ملا سره له پوره احتیاطه کار اخلو."

ټراټ وايي: "هغه یو بانفوذه لوبغاړی دی؛ موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې هغه سل په سلو کې لوبو ته چمتو دی او روغتیا ته یې اندېښنه نه شته. کله چې هغه اماده شو، لومړۍ کس به وي چې د کرکټ میدان ته به راګرځي. یو څو نورې معاینې او ټسټونه یې باید وشي؛ تر څو چې اطمینان حاصل چې هر څه ښه پرمخ روان دي. زه هیله لرم چې هغه ژر لوبو ته راستون شي، مګر مونږ په دې کې بېړه نه کوو."

له ۱۹ کلنو د کم عمره کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې سبا افغانستان له نیوزلینډ سره مخ کیږي

۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۰۴ GMT+۰
له ۱۹ کلنو د کم عمره کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې سبا افغانستان له نیوزلینډ سره مخ کیږي
100%

د ۲۰۲۴ کال له ۱۹ کلنو د کم عمره کرېکټ نړیوال جام په لړ کې د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډله د سې شنبې په ورځ (د سلواغې درېیمه) نېټه د نیوزلینډ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې په وړاندې د سیالۍ ډګر ښکته کیږي. دغه سیالۍ د افغانستان پر وخت د غرمې ۱۲ نیمې بجې پیلیږي.

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د نیوزلینډ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې تر منځ دغه سیالۍ د سوېلي افریقا په (بوفالو پارک) لوبغالې کې ترسره کیږي.

د ۲۰۲۴ کال له ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ نړیوال جام کې د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې پیل ښه نه و او لومړۍ سیالۍ یې دوه ورځې وړاندې د پاکستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې ته د ۱۸۱ منډو په توپیر وبایلله.

همدارنګه په همدې ورځ د سوېلي افریقا له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله د انګلستان له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.

د سوېلي افریقا او انګلستان لوبډلو تر منځ سیالۍ د سوېلي افریقا په (سینسیس پارک) لوبغالي کې ترسره کیږي.

له ۱۹ کلنو د کم عمره کرېکټ نړیوال جام سیالۍ د روانې میاشتې په ۱۹مه نیټه د سوېلي افریقا په کوربتوب پیل شوې دي.

پاکستان له نیوزلینډ څخه د څلورو شل اوریزو لوبو پرله پسې ماتې وروسته پنځمه لوبه وګټله

۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۵:۴۶ GMT+۰
پاکستان له نیوزلینډ څخه د څلورو شل اوریزو لوبو پرله پسې ماتې وروسته پنځمه لوبه وګټله
100%

پاکستان د نیوزلینډ لوبډله په ۹۲ منډو د سیالۍ له ډګر بهر کړه او د شل اوریزې لوبلړۍ پنځمه لوبه یې په خپله ګټه پای ته ورسوله. پاکستان د دغې لوبلړۍ څلور مخکنۍ لوبې په پرله پسي ډول کوربه نیوزلینډ لوبډلې ته بایللې وې.

د نیوزلینډ په کوربه توب د پنځه شل اوریزو لوبو لوبلړۍ د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۱۲ پیل شوه او د دغې میاشتې په ۲۱ نیټه لوبلړۍ څلور پر یو د نیوزلینډ په ګټه پای ته ورسېده.

دغه لوبلړۍ د پاکستان د ملي ټیم د چټک توپ اچونکي شاهین افریدي په لوبډلمشرۍ ترسره شوه.

د نیوزلینډ په کوربه توب د شل اوریزو لوبو لوبلړۍ څلور پرله پسې لوبې کوربه نیوزلینډ لوبډلې وګټلې چې له امله یې په پاکستان کې د دغه هیواد پر لوبډله او د شاهین افریدي پر لوبډلمشرۍ سختې نیوکې هم وشوې.

خو د یادې لوبلړۍ وروستۍ لوبه د وړاندوینې خلاف پاکستان لوبډلې د ۴۲ منډو په توپیر وګټله.

له نیوزلینډ لوبډلې څخه د وروستۍ لوبې اتل د پاکستانۍ لوبډلې ۳۳ کلن افتخار احمد و،

نوموړي په تېرو اتو شل اوریزو لوبو کې توپ اچونه نه وه کړې، او له ۲۰۲۲ کال راهیسېیې یوه ویکیټه هم نه وه اخیستې او له یکشنبې وړاندې یې په ۵۳ لوبو کې یوازې څلور وېکیټې اخیستې وي.

خو نوموړي په نننۍ لوبه کې د نیوزلینډ لوبډلې درې لوبغاړي د ۱۱ منډو په ورکولو له میدانه بهر کړه.

پاکستان په دغه بریا سره له نیوزلینډ سره د لوبلړۍ د کلین واش مخنیوي وکړ او په پنځه لوبو کېیې یوه لوبه وګټله.