• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکايي پوځیانو د وژلو په اړه د خلیلزاد غبرګون: ایران باید د دغه برید درنه بیه پرې کړي

۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۴، ۰۳:۵۹ GMT+۰

په ملګرو ملتونو او افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد د ایران پلوه وسله والو په برید کې د درېیو امریکايي پوځیانو د وژل کېدو په غبرګون کې ویلي، د ایران پر وړاندې د بایډن د مخنیوي پالیسي ناکامه شوې او اوس باید ایران د دغه برید درنه بیه پرې کړي.

خلیلزاد چې د جمهوري غوښتونکو ګوند له نږدې سیاستوالو څخه دی، د دغه ګوند له لوړپوړو سیاستوالو سره په لیدنه کې د ایران پر ګټو د مستقیم برید غوښتنه وکړه.

هغه وویل چې ایران پرته له دې چې «له باور وتلې بیه پرې کړي» د مهارولو نه دی او په سیمه کې د دوی ملاتړي ځواکونه به پر امریکايي پوځیانو او پوځي تاسیساتو بریدونه وکړي.

هغه د یکشنبې په ورځ په ایکس پاڼه لیکلي: «یوې نوې تګلارې ته اړتیا ده چې ایران له باور وتلې درنه بیه پرې کړي، په ټینکار سره وايم، دا د مخنیوي یوه اغیزمنه لاره ده.»

سره له دې چې امریکا د سلواغې د اتمې نېټې په ماښام د اردن په شمال ختیځ کې پر امریکايي ځواکونو د ایران پلوه ملیشه ځواکونه د بې پیلوټه الوتکې په برید کې پړه بللي، «امریکا ویلي په دغه برید کې درې امریکايي پوځیان وژل شوي او ډیر شمېرټپیان دي.»

د امریکايي چارواکو په وینا په دغه برید کې ۲۵ کسان ټپیان شوي هم دي.

په عراق کې د «اسلامي مقاومت» ډلې چې له ایران سره تړلې ډله ده، په سوریه کې د الشدادي او التنف په ګډون په اردن کې د الرکبان پر دریو امریکايي اډو د بریدونو مسوولیت پر غاړه واخیسته.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

ترکي چارواکو په استانبول کې پر یوې کلیسا د وسله وال برید د شکمنو کسانو د نیولو خبر ورکړ

۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۴، ۰۲:۵۵ GMT+۰

د ترکیې کورنیو چارو وزیر ویلي چې د استانبول په سانتا ماریا کلیسا د وسله وال برید دوه شکمن کسان نیول شوي دي. د اناتولي خبري اژانس د راپور له مخې علي یرلیکایا د نیول شویو کسانو د هویت په اړه ویلي چې یو یې د تاجکستان او بل یې د روسیې وګړی دی.

د ترکیې کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ (سلواغې اتمه) په دغه کلیسا باندې د مخ پټو وسله والو له لوري د برید خبر کړ او ویې ویل چې یو تن پکې وژل شوی.

د ترکیې کورنیو چارو وزیر وايي، په دې اړه پلټنې روانې دي چې معلوم کړي، نیول شوي کسان له داعش سره تړاو لري که نه .

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دغه برید کې د یوه کس پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړه او ویې ويل چې په وړاندې یې «لازم اقدامات» شوي دي.

د ترکیې کورنیو چارو وزارت وايي، برید په داسې حال کې شوی، چې د عیسویانو مذهبي مراسم روان وو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر نن په رسمي سفر پاکستان ته ځي

۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۴۷ GMT+۰

ایراني رسنیو په اسلام اباد که د دغه هېواد د سفیر له قوله لیکلي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د دوشنبې په ورځ په یو رسمي سفر پاکستان ته ځي.

په اسلام اباد کې د ایران سفیر رضا امیري مقدم د ایران خبري اژانس ایرنا سره په خبرو کې ټینګار کړی، چې پاکستان ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر راتلونکی سفر دا ثابتوی چې ترهګر او د پردې تر شا د هغوی ملاتړی به هیڅکله ونه شی کولی د دواړو ګاونډیو هېوادونو په ښو اړیکو کې ستونزه رامنځته کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني د شنبې په ورځ د ایران په سیستان بلوچستان کې د ۹ پاکستاني کارګرو وژل د تهران او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو خرابولو هڅه بللې.

نوموړي په اېکس خواله رسنۍ د یکشنبې په ورځ خپور کړي پیغام کې د دې پېښې د غندلو سربیره ویلي:"په ایران کې زموږ پر پاکستانیانو دا ترهګریز برید د پاکستان او ایران ترمنځ د اړیکو خرابولو لپاره زموږ د ګډ دوښمن هڅه ده”.

د جمعې په ورځ د ایران د بهرنيو چارو دوزارت د سویلي اسيا عمومي مشر رسول موسوي اعلان کړی و، چې د ايران او پاکستان سفيران بېرته اسلام اباد او تهران ته خپلو ماموریتونو ته ستانه شوي دي.

د تېرې مرغومې میاشتې په ۱۶مه نېټه د ایران د سپاه پاسداران له خوا د پاکستان د بلوچستان ایالت په پنجګور سیمه ترسره شویو توغندیو بریدونو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او ډېپلوماټیکې اړیکې ډېرې محدودې شوې وې.

پاکستان د دغه برید په غبرګون کې له ایرانه خپل سفیر ور وباله او د ایران له سفېره، چې هغه مهال تهران کې و، وغوښتل چې بېرته دې پاکستان ته نه ورځي.

محمود خان اڅکزی: پښتانه به په پښتونخوا ملي عوامي ګوند کې را ټولېږي او پښتونستان به جوړوي

۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۴۰ GMT+۰

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، چې ټاکنیز کمپاین کې دغه ګوند ته د ډلې - ډلې پښتنو ور تګ دا ښيي چې د دې قام «ویده بخت بېدار شوی دی.» نوموړي زیاتوي؛ ټول پښتانه به بیا په دغه ګوند کې سره یو ځای کېږي او «پښتونستان او خپله پاچاهي به جوړوي.»

محمود خان اڅکزي نن د بلوچستان په هزاره ګنجي کې ټاکنیزې غونډې ته په وینا کې دا خبره وکړه، چې پکې د یوې سیمې سلګونو خلکو د دې ګوند ملاتړ اعلان کړ.

ښاغلي اڅکزي خپلو خبرو کې وویل: «پښتونخوا ملي عوامي ګوند نه پیسې او نه کارخانې لري؛ خو دا ولسونه چې ډلې - ډلې راځي زما زړه راته وايي، چې د پښتانه دعا خدای قبوله کړې ده. پښتون به پښتونخوا ملي عوامي پارټي کې بېرته سره یو ځای کېږي، ویده بخت به ویښوي، ټول وطن به یو کېړ کې راولي، خپل پښتونستان او خپله پاچاهي به جوړوي.»

نوموړي په خپلو خبرو کې پر افغان او پښتنو د مختلفو امپراتوریو یرغلونو ته په اشاره وویل، چې دې قام مختلف یرغلګر مات کړل؛ خو خپله هم تبا شو او نن هر ځای کې تر ټولو خوار مزدور دی.

محمود خان اڅکزي په خپلو خبرو کې د پښتنو د پرمختللي ژوند لپاره د پښتنو پر یووالي او زدکړو ټینګار وکړ او خپلو خبرو کې یې بیا - بیا نجونې یادې کړې چې په زدکړو سره به خپلو خلکو خدمت وکړي.

محمود خان اڅکزي نن د بلوچستان په خان مهترزۍ کې هم یوې بلې غونډې ته خبرو کې وویل، چې د ټاکنو ګټلو سره د به صوبې پرمختګ او زدکړو، پاکو اوبو او دندو پیدا کولو په برخه کې کار وکړي.

د پاکستان ټاکنې د فبرورۍ پر اتمه کېږي، چې له مخې یې صوبايي او قامي اسمبلۍ ته غړي ټاکل کېږي او په صوبايي او مرکزي کچه حکومت جوړوي.

د دې ټاکنو لپاره مخکښ ګوندونه د نواز شریف په مشرۍ پاکستان مسلم لیګ نواز او د بلاول بوټو په مشرۍ پیپلز ګوند بلل کېږي.

چین فیلیپین ته اجازه ورکوي چې خپل ځواکونه ته د منازعې وړ بېړۍ کې اکمالات وکړي

۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۵۳ GMT+۰

د چین ساحلي ګارد وايي، چې دوی "موقتي ځانګړي ترتیبات" نیولي ترڅو فیلیپین ته اجازه ورکړي، چې د دویمې نړۍوالې جګړې د دورې د منازعې وړ یوې بېړۍ کې سرتېرو ته اکمالات وکړي.

د چین ساحلي ګارد تر دې وړاندې د فیلیپین له خوا دغه بېړۍ ته د اکمالاتو د مخنیوي په موخه خپلې بېړۍ په سیمه کې ځای پر ځای کړې وې.

د دویمې نړۍوالې جګړې پاتې دغه بېړۍ د فیلیپین ټاپو څخه ۱۹۰ کیلومتره لرې په توماس شاول سیمه کې موقعیت لري او اوس ترې د یوې پوستې کار اخیستل کیږي.

د شنبې په ورځ ناوخته د چین ساحلي ګارد په یوې اعلامیه کې ویلي، چې دغه بېړۍ ته یې د اړتیا وړ اکمالاتو اجازه ورکړې؛ خو ټینګار یې کړی چې په توماس شاول سیمه کې به د چین له حاکمیت او سمندري حقونو څخه دفاع کوي.

چین چې د سویلي چین سمندر په شاوخوا کې د پراخو سیمو د حاکمیت ادعا کوي، هغه سیمې خپلې بولي چې د ویتنام، فیلیپین، مالیزیا، برونای او اندونیزیا ځانګړي اقتصادي زونونه تر پوښښ لاندې راولي.

چين په پرلپسې ډول له فیلیپین غوښتي، چې دغه بېړۍ د هغې ژمنې پر اساس لري چې مانیلا وړاندې کړې ده؛ خو د فیلیپین ولسمشر فرډینند مارکوس جونیر دغه غوښتنه رد کړې ده.

بایډن: په اردن کې د ایراني ملاتړو ملېشو په برید کې درې امریکايي پوځیان وژل شوي دي

۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۰۹ GMT+۰

د امریکا ولسمشر جوبایډن د سوریې پولې ته څېرمه د اردن په شمال ختیځ کې پر امریکايي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې برید چې درې امریکايي پوځیان یې وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي، د ایران ملاتړې ملېشې یې مسوولې بللې دي.

بایډن د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۸مه) په یوه بیان کې وویل: "په داسې حال کې چې موږ لا هم د دې برید په اړه معلومات راټولوو، موږ پوهیږو چې دا برید د ایران په ملاتړ سخت دریځو ملېشو چې په سوریه او عراق کې فعالیت کوي ترسره کړی دی."

دا په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې په سیمه کې د امریکايي پوځیانو لومړنی زیان دی او د بایډن په وینا دا برید د شنبې په شپه شوی دی.

د سپینې ماڼۍ له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې هغه زیاته کړې: "موږ به د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړو او په دې کې شک نه شته چې موږ به د ټولو هغو کسانو سره حساب ولرو، چې په دې پېښه کې مسوول بلل شوي."

بایډن په بیان کې د ټپي شویو سرتېرو شمېر نه دی ښودلی؛ خو سي این این تلویزون ویلي، چې په برید کې لږ تر لږه ۲۲ سرتېري ټپیان شوي دي.

سي این این په خپل راپور کې زیاته کړې، چې د جمعې تر ورځې پورې په عراق او سوریه کې د امریکا او ایتلافي ځواکونو پر مرکزونو له ۱۵۸ زیات بریدونه شوي؛ خو د دغه هېواد چارواکو د ډرون، راکټونو او توغندیو پرله پسې بریدونه ناکام بللي دي.

همدا راز امریکايي رسنیو لیکلي، چې دا څرګنده نه ده چې ولې هوايي دفاع د ډرون په مخنیوي کې پاتې راغلې.

له ای بي سي نیوز سره په مرکه کې د امریکا د مشترکې قوماندانۍ قوماندان ویلي، چې د امریکا د دندې یوه برخه دا ده چې ډاډ ترلاسه کړي چې په منځني ختیځ کې څه پېښیږي او تاوتریخوالی نه زیاتوي.​