د طالبانو د مالیې وزارت: تېرو لسو میاشتو کې د ۱۲۲ مېلیارده افغانیو په ارزښت صادرات شوي

د طالبانو د مالیې وزارت ادعا کړې، چې په تېرو لسو میاشتو کې له افغانستانه نورو هېوادونو ته د ۱۲۲ مېلیارډه افغانیو په ارزښت سوداګریز توکي صادر شوي دي. له دغه وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو صادر شویو توکو ستره برخه وچې او تازه مېوې، مالوچ او تازه سابه وو.