سیمه‌ییزې سرچینې: تالقان ښار کې چاودنه شوې ده

سیمه ییزو سرچینو د سه شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۰مه) د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د یوې چاودنې خبر ورکړ. د سرچينو د معلوماتو له مخې، چاودنه نن ماسپښين شاوخوا دوه بجې د طالبانو د ښاروالۍ ودانۍ مخې ته شوې ده. ويل کیږي په چاودنه کې د طالبانو یو رینجر ګاډی په نښه شوی دی.

تر اوسه پورې د دې چاودنې د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوۍ.

ځايي طالب چارواکو هم تر اوسه پورې د دې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.