دوه څېړونکي: په دې وروستیو کې د ایران او طالبانو تر منځ د اطلاعاتي همکاریو شونتیا ډېره شوې

د ملي امنیت دوه څېړونکي وايي، پر کرمان د داعش وروستی برید ایران دې ته اړ اېستی چې له طالبانو سره خپله امنیتي همکاري پراخه کړي. انانټ مېشرا و کرېسټین کاونرټ د دیپلومات په نامه پر تحلیلي ویب پاڼه کې ولیکل، اټکل کېږي چې طالبان او ایران په ګډه د داعش پر وړاندې «ګډ عملیات» وکړي.