یونیسېف: افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی، چې په چاودېدونکو توکو ککړ دی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسېف) ویلي، چې په افغانستان کې د ناچاوده توکو څخه د ځان ساتنې په موخه به له درې مېلیونه ډېرو ماشومانو ته پوهاوی ورکړي.