د ازبکستان او ایران چارواکو په افغانستان کې د بشري ناورین د حل په اړه خبرې وکړې

د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف او د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال علي باقري کیني په تاشکند کې د افغانستان د بشري ناورین د حل په اړه خبرې سره وکړې.