د جماعت اسلامي ګوند مشر سراج الحق د پاکستان د تحريک انصاف مشر عمران خان او د بهرنیو چارو پخواني وزير شاه محمود قريشي ته د محکمې لهخوا د لس کاله بند سزا په ورکولو اندېښنه څرګنده کړې.
د رسمي یا دولتي رازونو ځانګړې محکمې د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې د عمران خان او قریشي په حضور کې دواړو ته د لس، لس کاله بند سزا واوروله.
د سه شنبې په ورځ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې سراج الحق خپله ناخوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې قضیه باید په علني محکمه کې اورېدل شوې وای.
هغه د دولتي رازونو د افشا قضيې د څېړلو لپاره د يوه خپلواک او بې پرې کمېسيون پر جوړېدو ټينګار وکړ او په قانوني بهیر کې يې د روڼتيا غوښتنه وکړه.
سراج الحق وويل:« موږ د دولتي رازونو د افشا قضيې په اړه د يوه خپلواک او بې پرې کمېسيون غوښتنه کوو.»
هغه زياته کړه، چې د قضيې په اړه حقايق بايد ملت ته وړاندې شي.
هغه وړاندې په کورنیو چارو کې د بهرنۍ لاسوهنې موضوع ته اشاره وکړه او ویې ویل، سره له دې چې د امریکا لاسوهنې له ۷۶ کلونو راهیسې دوام لري؛ خو دا لومړی ځل دی چې په رسمي ډول د دې ډول لاسوهنو په اړه خبرې کېږي.
جماعت اسلامي ويلي دي، چې پرېکړې باید د آیين، اصولو او ضوابطو سره سمې وي.
ښاغلي سراج په هېواد کې د اساسي قانون د حاکمیت او د قانون د حاکمیت لپاره د مبارزې په برخه کې پر خپلو ژمنو یو ځل بیا ټینګار وکړ.