بایډن: د اردن پر پوله د متحده ایالاتو پر ځواکونو شوي برید ته ځواب وایو

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن ویلی؛ پرېکړه یې کړې، چې په اردن کې د امریکایي اډي پر ضد د ایران له ملاتړه برخمنو ملېشو بې پېلوټه الوتکې برید ته متحده ایالات ځواب ووایي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن ویلی؛ پرېکړه یې کړې، چې په اردن کې د امریکایي اډي پر ضد د ایران له ملاتړه برخمنو ملېشو بې پېلوټه الوتکې برید ته متحده ایالات ځواب ووایي.
بایډن په دې اړه نور جزییات ورنه کړل؛ خو ویې ویل: «په منځني ختیځ کې امریکا پراخې جګړې ته اړتیا نه لري.»
د یکشنبې سهار وختي د سوریې، عراق او اردن په سرحد کې د امریکا اډه د بې پیلوټه الوتکې په برید کې په نښه شوه او په همدې ورځ امریکا اعلان وکړ، چې په برید کې ۳ امریکایي سرتېري وژل شوي او په لسګونه ټنه ټپیان شوي دي.
پنټاګون د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په اردن کې پر امریکايي اډې په برید کې د ایران له ملاتړه برخمنې ډلې د عراق د حزب الله ډلې نښې لیدل کېږي.
د پنټاګون ویاندې سبرینا سېنګ په یوه خبري غونډه کې زیاته کړه: «موږ پوهیږو چې ایران د هغو ډلو ملاتړ کوي، چې پر امریکايي ځواکونو بریدونه کوي.»
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي هم ټینګار کړی: «موږ د تاوتریخوالي پلویان نه یوو؛ خو د ځان او خپلو ځواکونو د ساتنې لپاره هر هغه څه ته چې اړتیا وي ترسره به یې کړو.»


د اېکس ټولنیزې پاڼې مالک ایلن ماسک وايي، چې د هغه یو بل شرکت «نورالینک» توانیدلی چې بېسیم ځیرکه اله د یوه انسان په مغزو کې ولګوي.
نوموړي په اېکس پاڼه کې د یوه پیغام په لیکلو سره ویلي، چې د لومړنیو پایلو له مخې د دغې الې له لګولو سره د عصب فعالیت د هیله مندۍ وړ دی.
ماسک زیاته کړه، چې له دغه عملیات وروسته د ناروغ وضعیت د ښه کېدو په حال کې دی.
د دغې الې په لګولو کې د نورالینک موخه د پیچلو عصبي ستونزو د درملنې لپاره د انسان له مغز سره له کمپیوټر سره نښلول دي.
د بي بي سي د راپور له مخې؛ تر دې وړاندې د نورالینک یو شمېر سیالو شرکتونو هم د انسان په مغز کې د ځیرکې الې د لګولو اقدام کړی و.
د لندن له کینګز کالج څخهی پروفیسور ان فانهوستنبرګ ویلي: «د روغتیایي دستګاو هر یوه تولید کوونکي ته پر انسان لومړنۍ ازماېښت د بدلون نقطه بلل کیږي.»
نوموړي ټینګار وکړ، چې په بریالیتوب سره د دغو الو د کار کولو ارزول یوازې په اوږدمهال کې شونې ده.
د فانهوستنبرګ په خبره، ماسک خپل شرکت ته د پام د اړولو په برخه کې ماهرانه عمل کوي.
د ۲۰۲۳ کال د مې په میاشت کې اعلان وشو چې اکول پلېتکنیک فډرال لوزان یوه معلول کس ته په مغز او د ملا شمزي کې ځیرکه اله ولګوله چې یوازې یې په فکر کولو سره تګ کولی شو.
د بي بي سي د راپور له مخې، نورالینک تراوسه د خپل ازمایښت د څرنګوالي په اړه جزیات نه دي خپاره کړي او په بریالیتوب سره د مغزي الو د لګولو ادعا هم د خپلواکو ادارو له خوا تایید شوې نه ده.
نورالینک تیرکال ددې ازمایښت لپاره د امریکا د خوړو او درملو د شرکت جواز ترلاسه کړ.

یاد شرکت د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر میاشت کې اعلان کړی و، چې د انسان په مغز کې د ځیرکې الې د لګولو عملیات به د یوه روبات له خوا چې ددې شرکت له خوا جوړ شوی، تر سره شي.
رویټرز خبري اژانس په روانه میلادي میاشت کې راپور ورکړ، چې د امریکا د لیږد رالیږد وزارت ددغه وزارت له قوانینو د سرغړونې له امله د خطرناکو موادو د ځای پر ځای کولو په تړاو نورالینک جریمه کړی و.
په ۲۰۲۳ کال کې په ټګزاس او کالیفورنیا کې د شرکت تاسیساتو د تفتیش په جریان کې وموندل شوه چې خطرناک کثافات لکه د سوځیدونکي مایع په دې ځایونو کې په سمه توګه بسته بندي شوي نه و.
نورالینک تر دې مخکې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې د شرکت په ازمایښتونو کې د پسونو، بیزوګانو او خنزیرونو په ګډون د شاوخوا ۱۵۰۰ څارویو د وژلو له امله تر نیوکې لاندې راغلی و.
نورالینک تر دې مخکې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې د شرکت په ازماېښتونو کې د پسونو، بیزوګانو او خنزیرانو په ګډون د شاوخوا ۱۵۰۰ څارویو د وژلو له امله تر نیوکې لاندې راغلی و.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له حماس سره د یوې نوې موافقې ته د رسېدو د احتمال په اړه د ځینو ګومانونو په ځواب کې ټینګار وکړ، چې د غزې په تړانګه کې به پوځي عملیات د اسراییل د ټولو اهدافو تر پوره کېدو پورې دوام وکړي.
هغه د اسراییل د جګړې اهداف د حماس له منځه وړل، د یرغمل شویو بندیانو خوشې کول او په غزه کې د ټولو امنیتي خطرونو له منځه وړل په ګوته کړل.
نتنیاهو زیاته کړه: «موږ به د غزې له تړانګې څخه د اسراییل پوځ ونه باسو. موږ به زرګونه ترهګر خوشې نه کړو. له دې څخه هیڅ یو به نه وي. موږ به د بشپړې بریا کم هېڅ ترسره نه کړو."
په ورته وخت کې ملګرو ملتونو او د عربي اتحاد غړو هېوادونو پر اسراییل غږ کړی، چې په غزه کې دې اوربند ته زمینه برابره کړي.
ټاکل شوې، چې د مصر، قطر، امريکا او اسرایيل استازو په سيمه کې د اوربند د ټينګښت او د حماس له خوا د يرغمل شويو کسانو د خلاصون په اړه د خبرو اترو لپاره د فرانسې پلازمېنې پاريس ته سفر وکړي.

د افغانستان هوایي دهلیز چې له چین، اماراتو او هند سره د سوداګریزو توکو د لېږد - رالېږد په برخه کې له مهمو لارو څخه بلل کیږي، د صادراتو او وارداتو کچه یې ۲۹۰ میلیونه ډالرو ته رسیدلی دی.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد د سې شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۰مه) د دې ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزون سره په مرکه کې ویلي، چې افغانستان په تېر یو کال کې د ۱۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات او د ۱۴۰ میلیون ډالرو په ارزښت واردات کړي دي.
د نوموړي په وینا؛ افغاانستان ېد صادراتو او وارداتو په برخه کې له هېڅ هېواد سره په ستونزه کې نه دی ښکېل شوی.
نوموړی همداراز زیاتوي؛ د افغاانستان ډری صادرات یادوې هېېادونو ته د هېنګ، د هېنګ د تخم، لاسي صنایعو، غالیو، زعفرانو او وچې میوې په برخو کې شوي او واردات بیا د درملو او برېښنایي وسایلو په برخو کې شوي دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد وایي، چې د دغه وزارت سرپرست پاکستان، ایران، چین او د سیمې یو شمیر هیوادونو ته په سوداګریزو چارو کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه سفرونه کړي ترڅو له دغو هیوادونو سره سوداګریزې اړیکې پراخې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې یو شمیر سوداګر بیا پر نستان لبانو له واکمنۍ وروسته د صادراتو او وارداتو په برخو کې د ستونزو د زیاتیدو خبره کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلی، چې د چین ولسمشر شي جین پینګ د طالبانو د سفیر او استازي په توګه د اسدالله بلال کریمي باورلیک منلی دی. بلال کریمي تر دې مخکې د ولسمشر پر ځای د چین د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رییس ته خپل باورلیک وړاندې کړی و.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د سې شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۰مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د بلال کریمي باورلیک د ۴۱ نورو هېوادونو د سفیرانو په ګډون د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې شي جین پینګ ته وړاندې شو.
د اکټوبر په میاشت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې چین په بیجینګ کې د دې ډلې د سفیر بلال کریمي باورلیک منلی دی.
بلال کریمي مخکې له دې، چې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې کابل ته طالبان ننوتل د دې ډلې د فرهنګي کمېسیون غړی و او وروسته د دغې ډلې د ویاند مرستیال وټاکل شو.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې؛ بلال کریمي تېره میاشت په چین کې د افغانستان په سفارت کې دنده پیل کړه.
په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له دوو کلونو څخه زیات وخت تېر شوی؛ خو تر اوسه هېڅ هېواد د دغې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
چین لومړنی هېواد دی، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته یې نوی سفیر لېږلی دی.
د سنبلې په میاشت کې د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال ملا حسن اخوند د چین د نوي سفیر باورلیک د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ومانه.
په داسې حال کې چې هېڅ هېواد طالبان په رسمیت نه پېژني؛ خو یو شمېر هېوادونو لکه؛ ایران، ترکیه، پاکستان، روسیې او چین د طالبانو غړي د ډېپلوماټانو او د افغانستان د سیاسي او قونسلي خدماتو د مشرانو په توګه منلي دي.
په کابل کې د دغو هېوادونو سفیران او استازي هم حضور لري.

په کوئټه کې د خبریالانو د معلوماتو له مخې چې تېره شپه بریدګرو له څو لوریو پر مچ زندان او بېلابېلو سیمو توغندي ویشتلي چې په پایله کې یې ځینې کورونه او ودانۍ زیانمنې شوې، د بریدګرو او پاکستاني امنیتي ځواکونو ترمنځ سختې نښتې شوې او د ښار له ټولو برخو پولیس دغې سیمې ته غوښتل شوي دي.
په خواله رسنیو کې نن سې شنبه د (سلواغې ۱۰مه) ځینې داسې ويډيوګانې خپرې شوې چې ادعا کیږي د دغه برید اړوند دي او په پوځي چاوڼیو د سپکو او درنو وسلو بریدونه په کې له ورایه ښکاري، د دې تر څنګ د نیول شويو ملیشه عسکرو ويډیوګانې هم په ایکس خواله رسنۍ کې ښکته پورته کیږي، چې ګواکې په دغه جګړه کې یرغمل نیول شوي دي.
د بلوچستان په مرکز کوئټه کې خبریالان وايي چې له تېرې شپې راهیسې په دغه ښار کې بیړنی حالت رامنځته شوی، د دوی په خبره چې حکومت د شپې په ټولو ځايي روغتونونو کې د بیړني حالت اعلان کړی او دوی یې چمتو کړي دي.
ځايي سرچینې وايي، د تېرې شپې له بریدونو را وروسته په سیمه کې د بریښنا او انټرنیټ لیکې پرې شوې دي او له کوره په وتو او تګ راتګ بندیز لګېدلی دی.
د تیرې شپې له بریدونو وروسته بلوڅ بیلتون پالو ته په منسوب غږیزو پیغامونو کې د سیمې خلکو ته ويل شوي چې له کورونو و نه وځي او د کوئټې لوري ته له تګ راتګ ډډه وکړي.
لا هم د دغو بریدونو د سر او مال د زیانونو په اړه خپلواکو سرچینو څه نه دي ويلي، یوازې بلوڅ بیلتون پاله ډله او د پاکستان حکومت یو او بل ته د زیانونو د ور اوښتو ادعاوې کوي.
تر اوسه پورې دا نه ده معلومه چې جګړه درېدلې که لا هم روانه ده خو د بلوچستان چارواکو ویلي چې د جګړې په سیمه کې په وسله والو پسې د پلټنې عملیات روان دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې؛ تېره شپه ناوخته وسله والو د بلوچستان په کاچي سیمه کې د مچ پر زندان او ور څېرمه حکومتي ودانیو د درنو او سپکو وسلو ډله ییز بریدونه کړي دي.
ويل کیږي په دغه جګړه کې توغندي هم کارول شوي او جګړه تر سهاره پورې غځېدلې ده چې د سر او مال زیانونه په کې اوښتي دي.
د دغو بریدونه پړه د بلوڅ بیلتون پالې وسله والې ډلې منلې، او دعوه یې کړې چې نږدې پنځوس پاکستاني پوځيان، پولیس او د ملیشې عسکر یې وژلي، او ځينې هغه یې له ځان سره ژوندي بیولي دي.
د پاکستان بلوچستان ایالت لپاره د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان محمد اڅکزي له پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې ويلي چې د تېرې شپې بريدونه پاکستاني ځواکونو پر وخت مهار کړي او د ده په خبره چې د سر او مال زیان یې نه دی اړولی.
هغه زیاته کړې چې پر مچ زندان له دریو لوریو بریدونه شوي او دوی یې پر وخت مخه نیولې، هغه وايي پاکستاني پوځ تر د دغو بریدونو وړاندې معلومات تر لاسه کړي و، نو ځکه یې زیان نه دی ور اړولی.
د بلوچستان بولان ولسوالۍ او مچ زندان د دغه ایالت مرکز کوئټې ښار سوېل ختیځ ته په ۶۴ کیلو مترۍ کې پرته سیمه ده چې له تېرو دوو لسیزو یې امنيتي حالت خراب دی، په ځايي ملیشو او حکومتي ودانیو ډیر کله بریدونه کیږي، دغه تاریخي زندان په ۱۹۲۸ میلادي کال کې د انګرېزانو له لوري جوړ شوی چې سلګونه بندیان په کې دا مهال ساتل کیږي.