• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بلوچستان بولان ولسوالۍ په کاچي سیمه کې د تېرې شپې د بریدونو په اړه ضد او نقیض راپورنه

۱۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۴، ۰۷:۵۵ GMT+۰

په کوئټه کې د خبریالانو د معلوماتو له مخې چې تېره شپه بریدګرو له څو لوریو پر مچ زندان او بېلابېلو سیمو توغندي ویشتلي چې په پایله کې یې ځینې کورونه او ودانۍ زیانمنې شوې، د بریدګرو او پاکستاني امنیتي ځواکونو ترمنځ سختې نښتې شوې او د ښار له ټولو برخو پولیس دغې سیمې ته غوښتل شوي دي.

په خواله رسنیو کې نن سې شنبه د (سلواغې ۱۰مه) ځینې داسې ويډيوګانې خپرې شوې چې ادعا کیږي د دغه برید اړوند دي او په پوځي چاوڼیو د سپکو او درنو وسلو بریدونه په کې له ورایه ښکاري، د دې تر څنګ د نیول شويو ملیشه عسکرو ويډیوګانې هم په ایکس خواله رسنۍ کې ښکته پورته کیږي، چې ګواکې په دغه جګړه کې یرغمل نیول شوي دي.

د بلوچستان په مرکز کوئټه کې خبریالان وايي چې له تېرې شپې راهیسې په دغه ښار کې بیړنی حالت رامنځته شوی، د دوی په خبره چې حکومت د شپې په ټولو ځايي روغتونونو کې د بیړني حالت اعلان کړی او دوی یې چمتو کړي دي.

ځايي سرچینې وايي، د تېرې شپې له بریدونو را وروسته په سیمه کې د بریښنا او انټرنیټ لیکې پرې شوې دي او له کوره په وتو او تګ راتګ بندیز لګېدلی دی.

د تیرې شپې له بریدونو وروسته بلوڅ بیلتون پالو ته په منسوب غږیزو پیغامونو کې د سیمې خلکو ته ويل شوي چې له کورونو و نه وځي او د کوئټې لوري ته له تګ راتګ ډډه وکړي.

لا هم د دغو بریدونو د سر او مال د زیانونو په اړه خپلواکو سرچینو څه نه دي ويلي، یوازې بلوڅ بیلتون پاله ډله او د پاکستان حکومت یو او بل ته د زیانونو د ور اوښتو ادعاوې کوي.

تر اوسه پورې دا نه ده معلومه چې جګړه درېدلې که لا هم روانه ده خو د بلوچستان چارواکو ویلي چې د جګړې په سیمه کې په وسله والو پسې د پلټنې عملیات روان دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې؛ تېره شپه ناوخته وسله والو د بلوچستان په کاچي سیمه کې د مچ پر زندان او ور څېرمه حکومتي ودانیو د درنو او سپکو وسلو ډله ییز بریدونه کړي دي.

ويل کیږي په دغه جګړه کې توغندي هم کارول شوي او جګړه تر سهاره پورې غځېدلې ده چې د سر او مال زیانونه په کې اوښتي دي.

د دغو بریدونه پړه د بلوڅ بیلتون پالې وسله والې ډلې منلې، او دعوه یې کړې چې نږدې پنځوس پاکستاني پوځيان، پولیس او د ملیشې عسکر یې وژلي، او ځينې هغه یې له ځان سره ژوندي بیولي دي.

د پاکستان بلوچستان ایالت لپاره د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان محمد اڅکزي له پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې ويلي چې د تېرې شپې بريدونه پاکستاني ځواکونو پر وخت مهار کړي او د ده په خبره چې د سر او مال زیان یې نه دی اړولی.

هغه زیاته کړې چې پر مچ زندان له دریو لوریو بریدونه شوي او دوی یې پر وخت مخه نیولې، هغه وايي پاکستاني پوځ تر د دغو بریدونو وړاندې معلومات تر لاسه کړي و، نو ځکه یې زیان نه دی ور اړولی.

د بلوچستان بولان ولسوالۍ او مچ زندان د دغه ایالت مرکز کوئټې ښار سوېل ختیځ ته په ۶۴ کیلو مترۍ کې پرته سیمه ده چې له تېرو دوو لسیزو یې امنيتي حالت خراب دی، په ځايي ملیشو او حکومتي ودانیو ډیر کله بریدونه کیږي، دغه تاریخي زندان په ۱۹۲۸ میلادي کال کې د انګرېزانو له لوري جوړ شوی چې سلګونه بندیان په کې دا مهال ساتل کیږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پر یو زندان او دولتي ودانیو بریدونه شوي

۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۴، ۲۰:۴۰ GMT+۰

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې؛ وسله والو د بلوچستان په کاچي سیمه کې د مچ پر زندان او حکومتي ودانیو بریدونه کړی.

په دغو رپوټونو کې راغلي چې بریدګرو څو راکټونه پر بیلابیلو موخو ویشتلي او په رامنځ ته شوو چاودونو کې ځینې کورونه او ودانۍ زیانمنې شوي دي. د بریدګر او پاکستاني امنیتي ځواکونو ترمنځ سختې نښتې شوي او د ښار له ټولو برخو پولیس دغې سیمې ته وربلل شوي دي.

په همدې حال کې د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اچکزی ویلي‌، چې امنیتي ځواکونو په مچ سیمه کې د اسلم اچو ډلې سره د تړلو جنګیالیو لخوا ترسره شوي درې همغږي بریدونه په شا تمبولي دي. د نوموړي په وینا په دې بریدونو کې د پاکستان امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی او نه هم تاسیسات زیانمن شوي دي.

ښاغلي اچکزي ټینګار کړی چې اوس بریدګر له سیمې په شا شوي او امنیتي ځواکونه د هغوی په تعقیب کې دي. هغه ویلي:"موږ هیله مند یو چې ټول ګواښونه به له سهار مخکې له منځه یوړل شي.”

پاکستاني رسنیو ویلي چې دغه برید د بلوچ د خپلواکۍ غوځنګ له خوا ترسره شوی دی. د برید د مرګژوبلې په اړه لا معلومات ندی ترلاسه شوی.

د سوریې په ختیځ کې د امریکا پر پوځي اډه یو بل راکټي برید شوی

۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۳۲ GMT+۰

سیمه ییزو سرچینو د دوشنبې په ورځ د ترکیې انادولو خبري اژانس ته ویلي، چې د سوریې په ختیځ کې د امریکا پر یوې اډې توغندی لګېدلی؛ خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

دغې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي، چې د سوریې حساکه ولایت کې د امریکا شدادي پوځي اډې ته نږدې یو راکټ لګېدلی دی.

سرچینې په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي. امریکا هم تر اوسه په سوریه او عراق کې پر خپلو اډو د وروستیو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې د یکشنبې په ورځ د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي وو، چې د اردن او سوریې پولې ته څېرمه د التنف په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډې په برید کې درې پوځیان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شوي دي.

په عراق کې د اسلامي مقاومت نومې ډلې د برید مسوولیت منلی و.

التنف د سوریې په خاوره کې د رژیم له کنټرول څخه بهر موقعیت لري؛ چیرې چې د سوریې، عراق او اردن سرحدونه سره یوځای کیږي، دغلته په یوه پوځي اډه کې یو شمېر امریکایي سرتېري مېشت دي.

درې جنګ ځپلي اوکرایني زمريان فرانسې ته ورسېدل

۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۲۷ GMT+۰

په اوکراین کې د روانې جګړې او توغندیزو بریدونو له امله ځپل شوي یوه ډله زمریان،‌ له ۸۸ ساعته سفر وروسته په فرانسه کې یو ژوبڼ ته ورسېدل چې وروسته له دې به د دوی دایمي کور وي.

د نیوزویک مجلې د راپور له مخې؛ د حیواناتو د هوساینې نړۍوال وجهي صندوق"IFAW" ویلي، چې درې زمریان په ختیځې اروپا کې پروت اوکراین څخه د پولڼډ او اوکراین د پولې له لارې د فرانسې بورګنډي سیمې کې د پارک دې لوکس په نوم یو ژوبڼ ته رسېدلي دي.

دغه زمریان چې اطلس، لولادجا او قوین نومیږي، فرانسې ته تر انتقال وړاندې، له ژوبڼ څخه کییف ته نږدې د وحشي حیواناتو د ژغورنې یو مرکز ته انتقال شوي وو.

د حیواناتو د هوساینې د نړۍوال وجهي صندوق ویاند انلین کلوز ویلي: "حیوانات هم لکه د انسانانو په څېر، د راکټونو او توغندیو د لګېدو له خطر سره مخامخ دي. د جګړو پر مهال چاودنې او ډزې پر حیواناتو جدي اغیز لرلی شي."

په ځانګړې توګه اطلس د ژغورلو پر مهال په ډېر ناوړه وضعیت کې و، د هغه د اوسېدو ځای ته نږدې د شویو بمباریو د غږونو له امله دغه نر زمری چې په یوه وړه کانکړيټي خونه کې د شخصي مالک له خوا ساتل کېده، سخت په قهر شوی و. دغه زمری په داسې حال کې موندل شوی و، چې په دغه کانکريټي خونه کې کلک تړلی و او په بدن یې بېلابېل ټپونه وو. د هغه وزن هم خورا ډېر و.

دا شونې نه ده، چې دغه زمریان دې بېرته ځنګل کې خوشې شي،‌ ځکه چې دوی رواني صدمې ليدلې دي او خورا ډېر وخت یې بند کې تېر کړی.

ژغورونکي په دې باور دي، چې د دوی نوی کور به دوی ته هغه پاملرنه وکړي چې دوی ورته اړتیا لري.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند: امریکا له ایران سره د جګړې په لټه کې نه ده

۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۱۴ GMT+۰

د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاند د ایران په ملاتړ ملېشې د امریکايي ځواکونو پر ضد د برید مسوولې بللې او ویلي یې دي، چې د جوبایډن اداره به په ډېر مناسب ډول ځواب ورکړي. جان کربي زیاته کړه؛ موږ له ایران سره د پراخې جګړې او په سیمه کې د جګړې د پراخېدو په لټه کې نه یو.

تر دې وړاندې یوه امریکايي چارواکي پولیټیکو مجلې ته ویلي وو، چې امریکا په اردن کې پر خپلو پوځیانو د برید په اړه د "د ځواب ورکولو پر لارو چارو" غور کوي.

په همدې حال کې یو شمېر امریکايي سیاستوالو د دغه هېواد له ولسمشر جوبایډن څخه غوښتي چې د ایران پر ضد اقدام وکړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د یکشنبې په ورځ وویل، چې د سلواغې په اوومه د اردن په شمال ختیځ کې پر امریکايي ځواکونو د ایراني ملاتړو ډلو د بې پېلوټه الوتکو په بریدونو کې درې امریکايي پوځیان وژل شوي او تر ۲۵ زیات ټپیان شوي دي.

د امریکا د ولسي جرګې غړی جیک لاترنر پر امریکایي پوځیانو د ایران په ملاتړ د نیابتي ډلو د حملې په غبرګون کې وویل له هغو ترهګرو چې د ایران له ملاتړه برخمن دی او هغه کسان چې په امریکایي پوځیانو د دغه حملې عامل دی باید ورسره حساب وشي.

د اردن او سوریې په سرحدي سیمه کې د درېیو امریکايي پوځیانو له وژل کېدو وروسته رسنیو د دمشق په جنوب کې د «سیده زینب» په سیمه کې د انقلابي ګارډ پر مرکز د برید خبر ورکړ.

د سوریې دولتي رسنیو اعلان کړی، چې په دغه برید کې یو شمېر "ایراني سلاکاران" وژل شوي دي؛ خو په سوریه کې د ایران سفیر دغه خبر رد کړی دی.

د سوریې رسمي خبري اژانس د دوشنبې په ورځ د بهمن د پوځي سرچینو له قوله راپور ورکړ چې «اسراییل د دمشق په جنوب کې یو شمېر سیمې په ۱۳:۰۰ بجو په نښه کړې.

دغه خبري اژانس زیاته کړه؛ په دمشق کې د هوایي حملې په نتیجه کې یو زیات شمېر ملکیان مړه او ژوبل شول او مالي تاوانونه هم اړولي دي.

په ورته وخت کې د سپاه پاسداران اړوند تسنیم خبري اژانس لیکلي، چې د ایران یو مشورتي مرکز په نښه شوی دی.

دغه خبري اژانس د برید پړه پر اسراییل واچوله.

په دمشق کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر حسین اکبري په اېکس ټولنیزه شبکه کې د برید پړه پر اسراییل واچوله؛ خو ادعا یې وکړه چې د ایران کوم مشورتي مرکز په نښه شوی نه دی.

هغه زیاته کړه، چې هېڅ یو ایراني تبعه یا سلاکار نه دی وژل شوی.

شننه؛ د نوې لویې لوبې قرباني ولسونه

۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۴۳ GMT+۰
•
عبدالغفور لېوال

شیخ ادریس ملا، چې بېرته ستون شو، نو په شکرونو یې وویل: «الحمدلله! افغانستان نه ده، بس یوه لویه مدرسه ده! ما چارواکو ته وویل، چې مدرسې ډېرې کړئ، ډېرکم عصري تعلیم ته هم اجازه ورکړئ»

انګریز د امیرعبدالرحمن خان پرمهال، چې ډيورند تړون یې پرې ورتاپه، ډېر ټينګار په قبایلي سیمو په تېره بیا وزیرستان باندې کاوه، دا سیمه یې په کار وه. هغه مهال څوک پرې پوهېدلای نه شو، چې ولې او څه ته یې په کار ده؟

قبایلو نه غوښتل له پلرنۍ خاورې(افغانستان) څخه بېل شي، بغاوت یې پیل کړ، خو له بده مرغه د انګریزي ځپونکیو ګوزارونو ترڅنګ د مستبد امیر ګواښ ډېر ناهیلي کړل، چې ورته ویل یې: هرچا چې د ډیورند کرښې په وړاندې بغاوت وکړ، زه به یې وځپم. قبایل د ډار خلک نه وو، خو ناهیلي بده بلا ده.

سل و دېرش کاله د FCR تر ظالمانه او د منځنیو پېړیو قانون لاندې دغه سیمه په ریښتیا «ياغیستان» شوه. انګریزانو په دې سیمه د (یاغیستان، No Go Area ، علاقه غیر) او نور نومونه کېښول، له ښوونځي و پوهنځي یې لرې وساتل، محروم، وږي او له دونیا بېخبره. وروسته یې استخباراتي مدرسې په کې جوړې کړې او د سړې جګړې په کلونو کې یې له باروتو، وسلو او وحشت څخه مالامال کړه.پوره یوسلو څو کاله روسته خلک پوه شول، چې دا سیمه ولې داسې ساتل شوې وه؟

د سړې جګړې (اټومي فضلات) باید دلته ځای پرځای شوي وای. ټول پنجابیان، عرب، تاجیک، چیچینیان،تورکتوکمي (دمنځنۍاسیا یاغیان)، چینايي ایغور او پاکیستاني افراطي انسانوژونکي یې همدلته راټول کړل، چې خپل سیمه‌ییز سیالان پرې وداړي یا لږ ترلږه پرې ویې ویروئ.

پاکیستاني پوځ په تېرو شلو کلونو کې پاکیستاني ولس ته د ډېرو اقتصادي- حیثیتي زیانونو په اړولو له دغه پلان څخه ستراتيژيکه ګټه پورته کړه. دوی نه یوازې ټوله قبایلي سیمه لاندې کړه، بلکې افغانستان یې هم راوپرځاوه او بیا یې دغه ډلې په کې ځای پرځای کړې، چې اوس سیمه او نړۍ ترې اندېښمنه ده.

په تېرو شلو کلونو کې قبایلي سیمې او بلوچستان تر داسې تاریخي تاوتریخوالي لاندې راغلل، چې تاریخ یې ساری لیدلی نه دی. په زرګونو پښتانه و بلوڅان ووژل شول. په لسګونو زره ورک و بېځایه کړای شول. کلي و بازارونه یې ویجاړ شول او درې نسله یې له عصري پوهنو لرې، متشدد او وسله پر غاړه رالوی شول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د ۲۰۲۱ کال د پېښور غونډې انځور
100%
د پښتون ژغورنې غورځنګ د ۲۰۲۱ کال د پېښور غونډې انځور

په قبایلي سیمو کې د پښتونژغورنې غورځنګ وځپل شو، مشران یې جیلونو ته وغورځېدل او د بلوڅ مېرمنو پرلت یې همدا نن په وچ زور پای ته ورساوه.

ماه‌رنګ بلوڅ د بلوڅ مېرمنو یو لوی لښکر راخوځولوی و، چې د خپلو ورکو وروڼو، بچیانو، خاوندانو او عزیزانو پوښتنه وکړي.پوځیانو دغه ښځینه مدني لښکر بد بد وځاپه. ډېرې بلوڅې مېرمنې ووهل شوې، ماه‌رنګ ونیول شوه او تر ډېر ربړ و ځور روسته یې بېرته تش لاس بلوچستان ته رخصت کړې. بېرته په بلوچستان کې د ماه‌رنګ بلوچ عظیم او بې‌ساري هرکلي وښوده، چې بلوڅ ولس درېدلی دی او ښايي نور یې هېڅ ځواک پرځای کېناستلو ته اړ نه کړای شي.

د ماه رنګ بلوڅ په مشرۍ په اسلام اباد کې د بلوڅو مېرمنو د پرلت انځور
100%
د ماه رنګ بلوڅ په مشرۍ په اسلام اباد کې د بلوڅو مېرمنو د پرلت انځور

ان که د سیمې دوه هېوادونه یې د ترهګرو د ځپلو په نامه د ښځو او ماشومانو د وژلو او بمبارولو زرګري ډرامه هم جوړه کړي.

د بلوڅ ولس یوه برتري دا ده، چې د استخبارتي مدرسو زهر یې بدن ته نه دي ورننوتلي. هغوی د شیخ ادریس شاګردان نه لري. هغه شیخ ادریس، چې په پاکیستان کې ټاکنې فرض عین ګڼي، رایه اچول عبادت شماري او هغوی چې فضل‌رحمان ملا ته رایه ورکوي، د ده په ژبه په حوض کوثر کې به له پیغمبرانو سره یوځای ناست وي.

خو همدا شیخ ادریس خوشاله دی، چې افغانستان په یوه لویه مدرسه بدل شوی، په افغانستان کې رایه ورکول کفر او انتخابات شرک دي.

د نوې لویې لوبې درې‌واړه څپې مخامخ پر افغانستان، قبایلي پښتنو او بلوڅانو راڅرخي:

۱- د یوکراین د جګړې په درشل کې افغانستان سقوط کړای شو.

۲- له چین سره په سیالۍ کې د سي‌پيک پرلار پراته پښتانه او بلوڅان پر سره اور کېنول شوي، هره ورځ بمونه دي او وژنې. له ګوادر رانیولې تر واخان پورې د بلوڅ او پښتانه خاوره په دوزخ اوښتې، په پنجاب و سند کې کراره کراري ده او ښځې یې په جوماتونو کې بربنډې ناڅي. خو پښتون څڼور په پښتون خاصه‌دار وژني او بېرته بیا پښتون څڼور ته بمونه ورتړي، چې پښتنو پولیسو کولمې باد کړي.

پاکیستاني پوځ‌مشر په ښکاره نارې وهي، چې تر یوه اصیل پاکیستاني (پنجابي) څخه به ټول افغانان و بلوڅان ځار کړي.

۳- د منځني ختیځ او حماس د جګړېتاو هم د دواړو هېوادونو په یوه پټه لوبه کې د بلوڅو له وژلو وخوت.

د ۲۰۰۱ – ۲۰۲۱ کلونو وزیرستان اوس ډېر پراخ شوی دی، ټول افغانستان، ټوله پښتونخوا او ټول بلوچستان په یاغیستان بدل کړای شوي دي. هیڅوک نه پوهیږي، چې څوک د چا لپاره جنګیږي؟ یا جنګول کیږي؟ هيڅوک نه پوهیږي، چې څوک ولې وژل کیږي؟هیڅوک خبر نه دي، چې کومې پوځي ترهګرې ډلې د چا په حکم چا ته بمونه ږدي او هیڅوک نه پوهیږي، چې په دې لویه جغرافیه کې دومره پرېمانه وسلې، مهمات، د جګړې لګښتونه، بمونه و موټر بمونه له کومه راځي؟ څوک یې ورکوي؟ او ولې یې ورکوي؟

په دې جغرافیه کې خلک ډوډۍ نه لري، د ولږې و وزګارۍ چیغې اسمان ته پورته دي، نه ښوونځي شته، نه فابریکه و کرنه، خو وسلې پرېمانه دي، ګولۍ شته او د بمونو او باروتو کمی نه‌شته. امریکايي، روسي او چینايي وسلې دي، چې خلاصېدن نه لري.

پښتانه و بلوڅ یې مخامخ دوښمنان اعلان کړي، نورو قومونو ته یې ترهګرې ډلې له باروتو ور ډکې کړې دي. د شیعه و سني جګړه توده ده. هزاره افغانان په داعش وژني او بیا یې له نورو افغان قومونو سره دوښمنۍ ته هڅوي. تاجیک افراطیون یې د کرمان تر چاودنو ورسول، کیسه همداسې روانه ده.

که افغانان یو د بل په ایمان تللو او تکفیر بوخت نه وای او له بلوڅانو سره یې ستراتيژیک تړون و ملاتړ کړی وای، بلوڅو په خپل سرمچار پاڅون دا ټوله سیمه د انګریزي سرطان له دغې دانې څخه پاکولای شوه.

هی ارمان، چې داسې به ونه شي.

ځکه موږ ته پرېکړې او فتواوې له شیخ ادریس څخه راځي او شیخ ادریس د دین چاړه په لاس کې نیولې، ځان ته مڼې پرې سپینوي او موږ ته یې په خېټه رامنډي.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریات په پوره امانتدارۍ خپروي؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.