‏د سالنګ لویه لار د ټرافیکو پرمخ بېرته خلاصه شوه

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۲

د طالبانو د ټولګټو وزارت تېر ماښام په اېکس پاڼه خبر ورکړی و، چې د سالنګونو لویه لار د درنې واورې او سختو توپانونو له امله چې د لید کچه یې محدوده کړې د مالي او ځاني تلفاتو د مخنیوي لپاره د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د طالبانو د سالنګونو د حفظ او مراقبت رییس هم د دغې خبرې پخلی کړی و او ویلي یې و، چې تر بلې خبرتیا دغه لویه لار د ټرافیکو پر مخ تړل شوې او له خلکو یې غوښتي و، چې پر دغې لار تګ راتګ ونه کړي.

خو دغه لار نن سهار ۶ بجې د سالنوګونو د حفظ او مراقبت ریاست له‌خوا بېرته خلاصه شوه.

تر دې وړاندې د طالبانو د ټولګټو وزارت خبر ورکړی و، چې د بغلان ولایت د خوست ولسوالۍ عمومي سړک، د غور ولایت د بکک بند کوتل سړک، د بدخشان راغستان، یاوان، یفتل او کوهستان ولسوالیو لارې هم د درنې واورې د ورېدو له امله د بندې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو