طالبانو په کابل کې دوه کسان د نامشروع اړیکو په تور په دُرو وهلي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۲

د طالبانو سترې محکمې په کابل کې دوه کسان د نامشروع اړیکو په تور په محکمه کې په ۳۵ - ۳۵ دُرو وهلي او د شپږو میاشتو لپاره یې زنداني کړي دي.

د طالبانو سترې محکمې نن پنجشنبې (د سلواغې ۱۲مه) نېټه پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې پر دغو دوو کسانو د کابل ښار د طالبانو د ابتدایه محکمې له خوا له محکومېدو وروسته د دُرو حکم تطبیق شو.
سره له دې چې طالبان د دُرو حکم په عام محضر کې پر تورنو کسانو تطبیقوي؛ خو دا ځل د طالبانو سترې محکمې په خپله اعلامیه کې په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو د روادارۍ ادارې د یوه راپور په ترڅ کې ویلي وو، چې طالبانو د ۲۰۲۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د هېواد په اتو ولایتونو کې شاوخوا ۶۹ کسانو ته په عام محضر کې د دُرو حکم تطبیق کړی او پر دوو نورو کسانو د سنګسار حکم صادر شوی دی.
په یاد شمېر کسانو کې ۳۵ تنه یې نارینه او ۱۶ نورې یې ښځې دي.
ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړۍوالو ادارو په ځلونو له طالبانو په عام محضر کې د سزاو د تطبیق د مخنیوي غوښتنه کړې؛ خو طالب چارواکي وایي چې دوی په خلکو اسلامي قوانین تطبیقوي.
د یادولو ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د هېواد ټولو قاضیانو ته امر وکړ؛ څو «شرعي حدود او قصاص» په محاکمو کې عملي کړي.

نور خبرونه

رادیو