د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې په ۳۰ ولایتونو کې د درنې واورې او بارانونو ورېدو اټکل کړی

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۳

د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې ویلي، چې د جمعې او شنبې په ورځو د (سلواغې په ۱۳مې او ۱۴مې) د درنې واورې او شړکنده بارانونو اټکل کېږي چې ورسره د سېلابونو د راوتلو وېره هم شته.

د دغې ادارې په خبر پاڼه کې راغلي، چې د باران کچه به له ۱۰ ملي مترو څخه تر ۳۵ ملي مترو وي او د واورې په اړه هم ویل شوي چې له ۱۵ څخه تر ۴۵ سانتي پورې به وورېږي.

دغې ادارې ویلي، د دغې واورې او باران له امله د سېلابونو راوتلو اټکل هم کېږي چې تر ډېره به په بدخشان، تخار، کندز، بلخ، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، کابل او پروان ولایتونو کې راووځي.

لوگر، پکتیا، نورستان، لغمان، ننگرهار، خوست، پکتیکا، زابل، کندهار، هلمند، ارزګان، دایکندی، غور، هرات، فراه، بادغیس، سرپل، بامیان، میدان وردک، غزني او سمنګان هغه ولایتونه یاد شوي چې د هوا ورته اټکل په کې شوی دی.
سږنی ژمی په افغانستان کې واورې بارانونه کم ورېدلي، چې له امله یې ګڼ خلک له دې امله د راتلونکي کال وچکالۍ ته په اندېښنه کې دي.
د ملګرو ملتونو او د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې د ارزونو له مخې، دغه هېواد د اقلیمي بدلون له امله د نړۍ په کچه تر ټولو اغېزمنونکی هېواد دی.

نور خبرونه

رادیو