افغان توکمه یهودی څېړونکی: له شل زرو زیات افغان الاصله یهودیان اسراییل کې ژوند کوي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۴

په بیت المقدس کې افغان توکمه څیړونکی او لیکوال بنسوین یهشواراز وايي، د ده موندنې ښيي چې اسراییل کې له شل زرو زیات افغان الاصله یهودیان ژوند کوي.

۸۷ کلن یهشواراز د اسراییل تر حاکمیت لاندې په بیت المقدس پوهنتون کې استاد پاتې شوی دی او اوس په څیړنیزو مرکزونو کې تحقیق کې کوي.

بنسوین یهشواراز د افغانستان انټرنشنل پښتو له خبریال عبدالحق عمري سره مرکه کې ویلي، د افغانستان، بخارا او ایران په یهودیانو باندې د ۵ څیړنیرو کتابونو سره یې تر اوسه یې د رومان، شعر او تحقیق په برخه کې ۱۵ کتابونه لیکلي دي.

د دغه افغان توکمه یهیودي څیړنې ښيي چې په نهمه مخزېږد یا قبل المیلاد پېړۍ کې د بابلیانو پاچا بخت نصر د یهودانو لس قبیلې له خپل هېواد وکوچول او تر اوسني ایران ورسېدل، خو هلته یې هم ژوند تریخ و، ځکه افغانستان ته واوښتل.

د هغه په خبره، افغانستان ته د یهودانو لس ټبرونو اوښتو د پیسو لپاره عسکري کوله او پښتو یې هم زده کړه، خو د وخت په تېرېدو سره بېرته خپل هېواد ته وکوچیدل.

نوموړی وايي، څو سوه کاله پخوا په هرات کې یهودیانو ژوند کاوه چې د کورنیو تعداد یې له درې زرو څخه زیات وو او په هرات، کابل او مزار کې د افغان یهودیانو قبرونه او نور تاریخي ځایونو ترڅنګ یې کورونه اوس هم شته.

بنسوین یهشواراز وايي په افغانستان کې د جنګونو له امله دغه یهودیان یو څه مړه شول او یو څه هم مجبور شول چې ووځي.

د دغه څېړونکي مالومات یې ښيي چې تر شل زرو افغان توکمه یهودان اسراییل ته تللي چې تر ډېره بیت المقدس او تل ببیب کې استوګن دي، خو لا هم ځینې افغان دودونه پالي.

له افغانستان دوو کلونو کې اسراییل ته رسېدل

دا د بنسوین یهشواراز د افغان پلار رافیل او اسپانوي توکمه مور ویشورا راز انځور دی.

بنسوین یهشواراز وايي، پلار یې په یارلس کلنۍ کې بر ۱۸۹۸ کال له هرات څخه بیت المقدس ته په دوو کلونو کې رسېدلی او بیا یې له یوې اسپانوی سره واده کړی و.

د نوموړي د پلار پارسي زده ده او وايي، ده به ور سره په پارسي ژبه خبرې کولې.

دی وايي، پلاره یې رفایل له هغه وروسته له افغانستان څخه ووت چې د ده سوداګر نیکه ځایي اوسیدونکو وواژه.

دا افغان الاصله یهیودي ته په پارسي خبرې کول یو څه ستونزمن دي، خو پلار یې چې ورته کوم پارسي شعرونه ویلي وو اوس یې هم په یاد او څو یې راته زمرمه کړل.

له افغانستان سره مینه

بنسوین یهشواراز وايي، له افغانستان سره ډېره مینه لري او اوس هم د دوی په کورنیو کې افغاني دودونه ژوندي دي، خوراک او د ودونو راجونه یې افغاني دي.

ښاغلی یهشواراز وايي، له افغانستان سره دومره مینه لري چې یوځل یې د لیدلو لپاره ترکمنستان ته سفر وکړ او هلته له هرات سره په سرحدي پوله کې ودرید او د خپل پلار وطن یې چې له لرې هم ولید ډېر ورته خوشال و.

« ارمان مې دا دی چې افغانستان ته او بیا هرات ته لاړ شم او د خپلو نیکونو قبرونه وګورم.»

دی وايي د افغانستان له روانو حالتو خبر دی خو په دغه وضعیت یې زړه درد کوي او هيله لري چې افغانستان کې امن راشي او دوی د خپلو نیکونو او پلار وطن له نژدې وګوري.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ