د ملګرو ملتونو کارپوهانو له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره دې د ښځو خپلسره نیول پای ته ورسوي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۳

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د ژورې خواشینۍ په څرګندولو سره له طالبانو غوښتي چې د حجاب په پلمه د ښځو خپلسره نیول دې ژر تر ژره پای ته ورسوي.

د دغه سازمان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکو په یوه ګډه اعلامیه کې دغه غوښتنه کړې ده.

په دغه اعلامیه کې راغلي، چې طالبانو د جدي میاشتې له پیل راهیسې په دې پلمه چې د ځینو ښځو د جامو اغوستلو طریقه د دوی له لارښوونو سره په ټکر کې ده، د ښځو د نیولو او زنداني کولو لړې پیل کړې ده.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکې ریچارډ بینیټ په ګډون د ملګرو ملتونو دغو چارواکو ویلي،‌ چې طالبانو لومړی د کابل په لوېدیځ کې د هزاره ګانو په سیمه کې د ښځو نیول او بندي کول پیل او بیا یې په چټکۍ سره دا عملیات د کابل تاجک مېشتو تر سیمو ته هم وغځول.

په اعلامیه کې راغلي، چې طالبانو د بامیان، بغلان، بلخ او کندز په ګډون په نورو ولایتونو کې د ښځو نیولو ته دوام ورکړی.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د اعلامیې له مخې، طالب جنګیالیو د پیر او پلور مرکزونو، ښوونځیو، سړکونو او کوڅو په ګډون په عامه ځایونو کې ښځې نیولي دي.

اعلامیې زیاته کړې، چې طالب جنګیالیو په زور نیول شوې ښځې د پولیسو په موټرونو کې اچولې او پر هغوی یې د «بد حجاب» او «رنګه او تیزو جامو» د اغوستلو تور لګولی، هغه څه چې د دې ډلې د لارښوونو خلاف کار دی.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورورکونکو په خپله اعلامیه کې لیکلي: «موږ پر طالبانو غږ کوو چې د ښځو او نجونو د جامو اغوستلو پر بنسټ د هغوی د ازادۍ د محدودولو ټولې چارې پای ته ورسوي او په سمدستي توګه ټولې هغه ښځې او نجونې خوشې کړي چې په بند کې دي.»

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو له چارواکو غوښتي چې د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د مخنیوي او د نړيوالو کنوانسیون په ګډون د بشري حقونو په اړه د افغانستان نړیوال مکلفیتونه مراعات او له تبعیض پرته د بشري حقونو د خوندیتوب او د قانون د حاکمیت د تطبیق لپاره کار وکړي.

د ۱۴۰۱ کال د جوزا په میاشت کې طالبانو امر کړی و چې ښځې دې "مناسب حجاب" او چادري واغوندي. "چادري" چې ښځې له سر څخه تر پښو پورې پوښي، او د ښځو نارینه خپلوان مجبور شوي چې دا حجاب پردوی واغوندي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په وینا، ښځو ته د هغوی د جامو د نوعیت له امله سزا ورکول او نارینه ته د هغوی د جامو اغوستلو د طریقې د څارنې مسوولیت وسپارل د ښځو له حقونو څخه سرغړونه ده. هغوی دغه چاره د ښځو پر وړاندې جنسیتي تبعیض بللی چې د هغوی ټولنیز حیثیت ته زیان رسوي.

د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري په میاشت کې طالبانو د واک تر لاسه کولو وروسته د پرله پسې فرمانونه په صادرولو سره له ښځو یې وغوښتل چې د دې ډلې د مشرانو له نظره جامې واغوندي او د کورنیو له نارینه وو څخه یې وغوښتل چې د خپلو کورنیو د ښځو د جامو د اغوستلو د څرنګوالي د تعینولو مسوولیت په غاړه واخلي.

د طالبانو مشرانو ویلي دي چې دوی د "شریعت" پر بنسټ د ښځو د جامو پر ډولونو محدودیتونه لګولي دي. دا ډله د اسلامي شریعت څخه ځانګړی برداشت لري او په خورا سختۍ سره یې پلي کوي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ