• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

دوحه کې د امریکا سفارت په کابل کې د کونسلګرۍ پرانیستلو خبر رد کړ

۱۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۵۴ GMT+۰تازه شوی: ۱۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳ فبروری ۲۰۲۴، ۰۴:۱۲ GMT+۰

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا متحده ایالتونو سفارت دا خبرونه رد کړل، چې واشنګټن په کابل کې خپله کونسلګري پرانیستل ارزوي. د دې سفارت یوه ویاند نن له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، په افغانستان کې د کونسلي خدمتونو په هکله د بهرنیو چارو وزارت دریځ لا بدل شوی نه دی.

نوموړی زیاتوي چې کابل ته د ډيپلوماټانو د ستنېدلو کوم لنډمهالی پلان نشته.

د امریکايي ډيپلوماټانو دا غبرګون له هغه وروسته دی چې امریکا غږ تازه په یوه راپور کې ویلي، واشنګټڼ په ډېر «احتیاط» او پرته له دې چې طالبان په رسمیت وپېژني، په افغانستان کې د خپلې قونسلګرۍ د پرانیستلو ارزونه کوي.

د دې راپور له مخې، دغه موضوع د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ستراتیژیک سند کې یاده شوې ده.

په ورته مهال د افغانستان د بیارغونې په هکله د امریکا څارونکې اداره یا سیګار وایي، امریکا له افغانستانه د خپلو وګړو او پخوانیو افغان همکارانو د اېستلو لپاره په کابل کې کونسلي خدمتونه پیلول غواړي.

د سیګار د راپور له مخې، د کونسلي خدمتونو د پرانیستلو تایید د افغانستان په هکله د امریکا نوې تګلاره کې شوی دی.

د امریکا نوې تګلاره چې د تېر کال اکتوبر کې تایید شوه، په څلورو حوزو کې د پلې کېدا وړ ده، چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه، اقتصادي مرستې، سیمه‌ییز مشارکت او امریکايي وګړو ته د قونسلي خدمتونو تر څنګ امریکا ته د افغان کډوالو په چارو کې مرسته شامله ده.

پر کابل د طالبانو واکمنېدو سره د امریکا په ګډون د مختلفو غربي هېوادونو سفارتونه هم وتړل شول او ځینې د قطر له پلازمېنې دوحې فعالیت کوي.

د امریکا افغان سفارت هم دوحه کې دی او د کونسلي خدمتونو په هکله یې دا خبرونه په داسې مهال دي چې لا هم د دوی ډېر افغان همکاران په افغانستان کې پاتې دي.

د امریکا حکومت له فشار سره مخ دی چې ولې تر نږدې دوه نیمو کلونو پورې هم بریالی نه شو چې خپل پخواني همکاران ولېږدوي.

دا فشارونه په داسې مهال ډېرېږي چې امریکا ته تلونکي ځینې افغانان له ویزو سره پاکستان کې ونیول او زندان ته واچول شول.

تازه سي ان ان راپور ورکړی چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو نږدې ۸۰ زره پخواني محلي کارکوونکي چې د متحده ایالاتو د ځانګړي کډوالۍ ویزې وړ دي په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د تخلیې په تمه دي.

دغې شبکې ویلي، چې په دې وروستیو کې د امریکایانو لسګونه زره پخواني همکاران د دوی د غوښتنلیک پروسه پیل کړې ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

سراج الدین حقاني: الله دې اصلاح راولي، کنه دا خانه دې پر نېک صالح سړي را ډکه کړي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲ فبروری ۲۰۲۴، ۱۲:۵۰ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په خوست کې یوې غونډې ته وینا کې بیا د دې ډلې له غړو وغوښتل چې له خلکو سره سم چلن وکړي. وزیر سراج الدین حقاني د خپل ځان په مخاطبولو سره هیله وکړه که له خلکو سره ناوړه چلن کوي «خدای دې اصلاح پکې را ولي کنه دا خانه دې په بل نېک صالح سړي راډکه کړي.»

سراج الدین حقاني نن ه خوست کې د نورالقران مدرسې د فراغت غونډه کې وویل، چې طالبان دې د واکمنانو په ځای ځانونه خدمتکاران کړي: «زه خپلو واکمنانو وروڼو ته وایم چې په ځان کې دې د خادمانو صفت جوړ کړی، تواضع دې په ځان کې پیدا کړي.

پر ولس سربېره ځینې عادي طالبان هم د خپلې ډلې پر ځینې مشرانو او چارواکو نیوکې کوي چې دوی ته وخت نه ور کوي او هم یې د خپلو کورنیوغړي په لوړو څوکیو ګومارلي دي.

حقاني خپلو خبرو کې دې موضوتع ته له اشارې پرته وویل: زه دا خپله واکمني په دې خوارو افغانانو په داسې طرز او متکبرانه طریقه او بې پروايي له ملت سره برخورد کوم چې د ملت زړه را نه ازار کېږي او ما ته بد دوعا کوي، خدای تعالی دې په ما کې اصلاح راولي، که د اصلاح نه وي ، خدای دې دا خانه په بل نیک صالح سړي راډکه کړي.

سرج الدین حقاني تر دې مخکې هم بیا بیا ورته نیوکې او د خپلې ډلې د سمون غوښتنه کړې ده.

د ښاغلي حقاني اوسنۍ خبرې په داسې حال دي، چې په وروستیو کې د پخواني حکومت د نظامیانو د وژل کېدو او د ښځو پر وړاندې د محدیدتونو او زندانونو کې د دوی د اچولو بحثونه بیا تاوده شوي دي.

که څه هم طالبانو په لومړیو کې ټولبښنه اعلان کړه، خوافغانان د پخوانیو نظامیانو نیول، شکنجه کول او د وژلو شاهدان دي.

په وروستیو ورځو کې د طالبانو امربالمعرف وزارت محتسبینو په کابل او ولایتونو کې ښځې د بې حجابۍ په پلمه نیولې او زنداني کړې دي، چې د طالبانو دا کړنې په کور او بهر کې اد افغانانو له غبرګونونو سره مخ دي.

سراج الدین حقاني هم د دې ډلې له امر بالمعروف او نهې له منکر وزارت غوښتي و چې له خلکو سره خپل چلن ته کتنه وکړي.

د بریتانیا پولیسو یو افغان پر یوه مور او د هغې پر دوو لوڼو د برید مسوول وباله

۱۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲ فبروری ۲۰۲۴، ۱۲:۰۷ GMT+۰

د بریتانیا د لندن پولیسو د عبدالشکور ایزدي په نوم د یوه افغان د انځوونو خپرولو سره نوموړی پر یوه ښځه او د هغې پر دوو لوڼو د کیمیايي برید مسوول وباله. ګارډین ورځپاڼې ته چارواکو ویلي چې دا افغان پر ۲۰۱۶ کال بې اسنادو بریتانیا ته تللی دی.

د لندن پولیسو د دې کس انځورونه هم خپاره کړي چې د مخ ښۍ خوا یې ټپي ښکاري. پولیسو دا تورن «خطرناک» بللی او ویلي یې دي: «که مو ولید ور نږدې نه شئ.»

د راپورنو له مخې، دغه کس تېر چارشنبه پر ۳۱ کلنه ښځه او د هغې پر درې او اته کلنو لوڼو برید وکړ.

دې برید کې هغه څلور کسان او پنځه پولیس هم کیمیايي موادو سره ټپي شوي چې دا مېرمن او نجونې یې ترې خلاصولې.

عبدالشکور ایزدي تښتېدلی او د تېښتې پر مهال له یوه موټر سره هم لګېدلی دی.

۳۵ کلن عبدالشکور ایزدي
100%
۳۵ کلن عبدالشکور ایزدي

پولیس وايي، دا ښځه او بریدګر ښايي سره بلد و او دوی په دې برخه کې پلټنې کوي.

بي بي سي وايي، ۳۵ کلن ایزدی پر ۲۰۱۸ کال د جنسي جرم له امله محکوم شوی و.

ویل کېږي د نوموړي د کډوالۍ غوښتنه دوه ځلې ونه منل شوه، خو په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کې یې چې وویل، عیسوی شوی دی، نو کډوالي یې ومنل شوه.

سرچینې: طالبانو په کابل کې د انور الحق احدي کور قبضه کړی دی

۱۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲ فبروری ۲۰۲۴، ۱۰:۴۱ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، پرون سهار طالب ځواکونو د کابل په دارلامان کې د مالیې پخواني وزیر او اوس په سویس کې د افغانستان د امانتي صندوق د څارونکي غړي انور الحق احدي پر شخصي کور ولکه وکړه. د سرچینو په حواله، په دغه کور کې د انور الحق احدي نژدې خپلوان اوسېدل.

سرچینو نن فغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې تېره ورځ د طالبانو بېلابیلو امنیتي ارګانونو کسانو لومړی د احدي په کور کې له اوسیدونکو وغوښتل چې له دې کور ووځي. دوی دې اوسدونکو ته دا هم ویلي، چې له خپلو جامو پرته هیڅ شی له کوره اېستلی نه شي.

دا سرچینې وايي، د ښاغلي احدي له کوره د دې خلکو تر وتلو وروسته طالبان ور ننوتل او کور یې قبضه کړ.

انور الحق احدي ته نژدې سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل چې دا کور دولتي نه دی بلکې د نوموړي شخصي دی او قباله یې هم د ښاغلي احدي په خپل نوم ده.

دغه سرچینې زیاتوي چې د انور الحق احدي کور د نیولو پرېکړه د طالبانو لوړ رتبه چارواکو په امر شوې ده.

انور الحق احدي د افغانستان په پخواني حکومت کې د مالیې، سوداګرۍ او زراعت وزیر پاتې شوی دی او اوس په سويس کې د افغانستان د امانتي صندوق څارونکی غړی دی.

افغانستان انټرنشنل - پښتو هڅه وکړه چې د دې راپور په اړه د انور الحق احدي نظر واخلي، خو ښاغلي احدي زمونږ پوښتونو ته د تایید او یا هم رد ځواب را نه کړ.

که څه هم واک ته د طالبانو له بیا رسېدو دوه نیم کاله اوړي، خو اوس د انور الحق احدي د کور قبضه کولو ځینې پوښتنې پیدا کړې دي.

اصلي پوښتنه دا ده، چې په سویس کې د افغانستان د کنګل شویو پیسو د خوندي تابه صندوق له څارونکي غړي انور الحق احدي سره د طالبانو کوم تازه جنجال پیدا شوی او که کومه بله مسله ده.

په دارالامان کې د انور الحق احدي کور د پخواني ولسمشر اشرف غني او د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار کورونو ته څېرمه دی.

د اشرف غني ورور حشمت غني تېر کال څو ځلې په وډيوي پيغامونو کې په ډاکه کړې وه، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الحق حقاني تره ابراهیم حقاني په کابل د اشرف غني کور او په لوګر کې یې باغ قبضه کړی دی.

تر اوسه نه ده څرګنده چې طالبانو د پخواني ولسمشر اشرف غني کور د نوموړي ورور ته سپارلی او کنه.

طالبانو بیا واکمنېدو سره د پخواني حکومت د ځینې وزیرانو او والیانو کورونه ولکه کړي دي او زیاتره پکې طالب مشران اوسیږي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کابل ښاروالۍ وایي، د کابل په زړه کې د ځمکې لاندې مارکېټ جوړوي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲ فبروری ۲۰۲۴، ۰۵:۱۴ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کابل ښاروالۍ وايي، چې د دغه ښار په لومړۍ ناحیه کې د پل خشتۍ په سیمه کې د ځمکې لاندې د مارکېټ جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې دي.

دغې ښاروالۍ د سلواغې ۱۲مه په اېکس پاڼه لیکلي، چې دمګړۍ په دغې سیمه کې د ځمکې د کېندلو چارې پیل شوې او په پام کې ده چې دغلته یو ستر سوداګریز مارکېټ جوړ شي.

دا رنګه په دغه خپاره شوي پیغام کې زیاته شوې، چې په دغې سیمه کې تر دې وړاندې د خلکو تګ راتګ او ګڼه ګوڼه زیاته وه او د دغې ګڼې ګوڼې د مخنیوي له پاره یې دغه چاره پیل کړې ده.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د کابل ښاروالۍ ویلي، دغه مارکېټ په عصري او معیاري بڼه جوړېږي چې له ټولو لومړنیو اسانتیاوو به برخمن وي؛ خو دا چې په دغه مارکېټ به څومره لګښت راځي په دې اړه یې معلومات نه دي خپاره کړي او نه یې د دغه مارکېټ د نقشې او نورو اړوندو انجنیري مسایلو په اړه توضیحات ورکړي.
دغه مارکېټ چې د سپاهي ګمنام له سیمې د پل خشتۍ تر جوماته اوږدوالی لري، د کابل د سوداګریزو مارکیټونو په شاوخوا کې جوړېږي چې په دغه سیمه کې له پخوا راهیسې سوداګریزې چارې ترسره کېدې.

دا رنګه دغه نوی جوړېدونکي مارکېټ ته څېرمه د شهزاده سرای هم شته، چې د افغانستان د اسعارو د راکړې ورکړې تر ټولو ستر مرکز یادېږي.
کابل ښاریان وايي، که چېرته دغه مارکېټ په معیارونو برابر جوړ شي؛ نو ورسره به تر ډېره د خلکو ستونزې هوارې او په دغه سیمه کې به د ګڼې ګوڼې مخه ونیوله شي.

د طالبانو د کانونو وزارت: د بدخشان د سرو زرو د کان تړون له یوه کورني شرکت سره لاس‌لیک شو

۱۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲ فبروری ۲۰۲۴، ۰۴:۲۰ GMT+۰

د طالبانو د کانونو وزارت وايي، د بدخشان د ارغستان د سرو زرو کان یې له داوطلبۍ وروسته د باختر فولاد شرکت ته سپارلی. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه تړون له هغې پروسې وروسته نوموړي شرکت ته ورکړل شو، چې د داوطلبۍ لپاره یې څلورو شرکتونو خپل غوښتنلیکونه دغه وزارت ته سپارلي وو.

په خبرپاڼه کې دا رنګه راغلي، چې د دغه کان د پروسس او چاڼولو ټولې چارې به دننه په افغانستان کې ترسره کېږي او د کان کېندنې او استخراج ټول لګښت به د ګټونکي شرکت پر غاړه وي.
له هغه مهاله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي؛ نو د خپلو لګښتونو د پوره کولو له پاره یې د افغانستان طبیعي زېرمو ته زیاته پاملرنه کړې او په خلاص مټ دغه کانونه استخراجېږي او دغه ګران بیه توکي نورو هېوادونو ته استول کېږي.
ګڼ کتونکي وايي، چې دغه کانونه د افغانستان ملي پانګه ده او په کار نه دي چې د لنډ مهاله ګټې له پاره دې په نامسلکي او غیر معیاري توګه دغه کانونه راوسپړل شي.

د دوی په باور تر هغې چې طالبانو کورنی مشروعیت نه وي تر لاسه کړی، دا حق نه لري چې د افغانستان ملي پانګې په نورو بازارونو کې لیلام ته وړاندې کړي.

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني هم ویلي، چې د طالبانو له‌خوا د کانونو قراردادونه په پټه ورکول کېږي او نړۍوال مشروعیت نه لري.