په ایران کې یو بل افغان وګړی اعدام شو

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د ایران اسلامي جمهوریت په بندر عباس زندان کې یو ځوان افغان د نشه یي توکو د قاچاق په تور اعدام شوی دی.

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د ایران اسلامي جمهوریت په بندر عباس زندان کې یو ځوان افغان د نشه یي توکو د قاچاق په تور اعدام شوی دی.
د راپورونو له مخې؛ ګلاب شاه نورزی د سې شنبې په سهار د هغه د کورنۍ له خبرولو پرته په پټه اعدام شوی دی.
۴۳ کلن ګلاب شاه د فراه ولایت اوسېدونکی و.
نوموړی له نیول کېدو او په بندر عباس کې د ایران د اسلامي انقلابي محکمې له خوا د اعدام د حکم له صادرېدو وروسته پنځه کاله په بند کې تېر کړي و.
یوازې څلور ورځې وړاندې د یکشنبې په ورځ د حلبوش د بشري حقونو سازمان د کرج په قزل حصار زندان کې د نشه يي توکو د جرمونو په تور د یو افغان د اعدام خبر ورکړ.
د افغانانو د محاکمې او زندان د وضعیت په اړه څه نه دي ویل شوي. دا څرګنده نه ده چې ایا دوی عادلانه محاکمې او مدافع وکیل ته لاسرسی درلود که نه.
د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې؛ په ۲۰۲۳ کال کې په ایران کې د اعدامونو مجموعي شمېر ۸۵۳ ته رسېږي، چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې تر ټولو لوړه شمیره ښيي. ویل کیږي چې دا شمېره د "ښځې، ژوند، ازادۍ" له مظاهرو وروسته د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۴۸ سلنه زیاته شوې ده.

ترکي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د افغانستان په شمال کې د طالبانو ضد پوځي قوماندان او د پارلمان پخوانی غړی ګل محمد پهلوان له ترکیې څخه ایستل شوی دی. د سرچینو په وینا؛ په ترکیه کې د ښاغلي پهلوان د اوسېدو اسناد لغوه شوي او هغه ایران ته تللی دی.
د سرچینو په خبره؛ دغه ازبک قوماندان چې کلونه یې د طالبانو پر ضد جګړه کړې، له ترکیې څخه تر شړلو وروسته اوس په ایران کې دی.
د سرچینو په وینا؛ قوماندان ګل محمد پهلوان د ترکیې تابعیت تر لاسه کولو لپاره په انقره او استانبول کې ملکیتونه اخیستي وو.
خو د ترکيې حکومت په دغه هېواد کې د جايداد له اخيستلو سره - سره د هغه د اوسېدو اجازه لغوه کړې ده.
ګل محمد پهلوان چې د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې پوځي قوماندان و، د ولسي جرګې د ۱۶ دورې په ټاکنو کې د مارشال دوستم په ملاتړ له بلخ ولایت څخه ولسي جرګې ته بریالی شوی و.
سرچينه وايي، ګل محمد پهلوان په تېر حکومت کې د سيمه ييز قوماندان په توګه کلونه - کلونه د طالبانو پر ضد جګړه کړې وه.
تر دې مخکې د سپټمبر په ۲۲مه د جنبش ګوند ځینو سرچینو تایید کړې وه، چې د ترکیې حکومت د عبدالرشید دوستم اړوند پنځه پوځي قوماندانان نیولي او په استانبول کې یې د کډوالو د ساتنې یوه مرکز ته سپارلي دي.
سرچینې افغانستان انټرنشنل ته دا هم ویلي، چې ترکي پولیسو د افغانستان د جنبش ملي ګوند څلور پوځي قوماندانان اړ کړي، چې له ترکیې څخه د اخراج لیکونه لاسلیک کړي.
د دغه ګوند ویاند احسان نیرو د یکشنبې په ورځ تایید کړه، چې د دې ګوند یو قوماندان عزت الله چې په زیل قوماندان مشهور و، د سرپل په ولایت کې د ناپېژانده وسله والو له خوا له ایرانه تر شړلو وروسته وژل شوی دی.

د روزګان ولایت د خاص روزګان ځايي سرچينو افغانستان انټرنشنل ته تاييد کړه، چې طالبانو د يوه هزاره ديني عالم د وژلو په تور شاوخوا ٤٣ تنه هزاره ګان د شش پر له سيمې نيولي دي.
ځايي خلک وايي، ملا د روزګان په خاص روزګان کې د "ځنځیري قتلونو" په لړ کې وژل شوی دی.
د چنګاښ په ۳۰مه، سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ناپېژاندو وسله والو د خاص روزګان ولسوالۍ د یوه جومات ملا امام رستم رحیمي په چړو وواژه او په جومات کې دننه ووژل شو.
اوس سرچينې وايي، چې په دې وروستيو ورځو کې طالبانو د شش پر سيمې اوسېدونکي رابللي او يو شمېر يې د پوښتنو ګروېږنو لپاره وړي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ يو شمېر بنديان تر پوښتنو ګروېږنو وروسته خوشې شوي، خو د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو نيول شوي.
شاوخوا ٤٣ کسان دا مهال په توقيف کې دي.
د سرچینې په وینا؛ طالبانو د پنجشنبې په ورځ هم د سیمې یو شمېر اوسېدونکي د پوښتنو ګروېږنو لپاره نیولي دي.
څو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې د ښاغلي رحیمي مېرمن له بریده وروسته د لومړي ځل لپاره جومات ته تللې وه.
د سرچينې په وينا؛ د ښاغلي رحيمي مېرمن وايي، بريدګر "پښتانه" وو، خو طالبان د هغې شهادت نه مني او وايي، له دې امله چې ښځه ده، د هغې د شهادت د تاييد لپاره بايد بله ښځه ګواهي ورکړي.
سرچينې زياته کړې، چې طالب چارواکي هڅه کوي چې د شيعه عالم د وژنې پړه پر هزاره ګانو واچوي.
تېر کال یوناما تایید کړه، چې د روزګان په خاص روزګان ولسوالۍ کې د هزاره ګانو پر وړاندې تاوتریخوالی او وژنې روانې دي.
تر دې مخکې د شش پر سيمې اوسېدونکو ويلي وو، چې د رستم رحيمي وژنه په تېرو درېيو کلونو کې د سيمې د اوسېدونکو ٢١مه وژنه ده.
د سیمې اوسېدونکي طالبان د هزاره ګانو په وژنه کې په لاس لرلو تورنوي.
تېر کال په روزګان ولایت کې سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې په تېرو دوو کلونو کې د روزګان خاص ولسوالۍ ۱۴ اوسېدونکي په "منظم او هدفي" ډول وژل شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، د القاعده غړی امین الحق په تېر مارچ کې له افغانستانه پاکستان ته د اوښتو پر مهال ونیول شو. خو تر دې مخکې د پاکستان د پنجاب صوبې پولیسو ویلي و، د دغه هېواد د ترهګرۍ ضد ادارې امین الحق د دې صوبې د جیلم سیمې په سرای عالمګیر کې نیولی دی.
پاکستاني چارواکو د جولای پر ۱۹ یا شپږ ورځې مخکې د نوموړي د نیول کېدو خبر رسنیز کړ.
هغه مهال د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې وویل، چې د استخباراتي ځواکونو په همکارۍ یې امین الحق ونیو.
هغه مهال پاکستاني چارواکو د نوموړي د نیول کېدو کره نېټه ونه ښوده، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې نن په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل: «د القاعده غړی امین الحق په سږني مارچ کې زموږ قانون پلي کوونکو ادارو هغه وخت ونیو چې له افغانستانه بې قانونه پاکستان ته اوښت.»
هغې زیاته کړه، چې د نوموړي اړوند مالومات یې له ملګرو ملتونو سره هم شریک کړي دي.
تر دې مخکې پاکستاني چارواکو دا هم ویل، چې امین الحق پاکستانی شناختي کارډ سره پاکستان کې وخت تېراوه.
د افغانستان د ننګرهار اوسېدونکی امین الحق د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن نږدې ملګری پاتې شوی.
اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال د مۍ په دویمه کې د پلازمېنې اسلام اباد په څو پنځوس کیلومترۍ کې د پاکستان د یوې پوځې اډې ته څېرمه د امریکا د ځانګړو ځواکونو برید کې ووژل شو.
د پاکستان د ترهګرۍ ضد اداره وايي، چې امین الحق د ۲۰۰۱ کال د نومبر پر ۱۵ په وروستي ځل له اسامه سره لیدلی دي.
امین الحق د اسامه تر مرګ مخکې او ۲۰۰۷ کال کې په پاکستان کې ونیول شو، چې امریکايي چارواکو هم ترې پلټنې وکړې.
امنن الحق پر ۲۰۱۱ کال د پاکستان له بند خوشی شو.
نوموړی د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې شامل دی
امین الحق د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵ د طالبانو واکمنېدو سره افغانستان ته لاړ او هلته یې طالب وسلوالو تود هرکلی وکړ.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مرستیال وایي، د درملو اړوند فابریکې د پرانیسو مراسمو کې وویل، چې په افغانستان کې د درملو ۷۷ فابریکې فعالې دي. له دې سره عبدالباري عمر زیاته کړې، چې افغانستان باید د درملو له وارداتو خلاص شي.
نوموړی د درملو برخه کې لسګونو فابریکو د فعالیت خبره په داسې حال کوي چې افغانستان ته تر ډېره له پاکستان، هند، ایران، بنګلدېش، ترکیې او نورو هېوادونو اړتیا وړ درمل وارېدیږي.
خو د درملو پر کاروباریانو نیوکه دا وي چې بې کیفیته دوا واردوي.
ښاغلي عمر د درملو له واردوونکو وغوښتل، چې د بې کیفیته درملو له قاچاق او واردولو لاس واخلي.
دغه طالب چارواکی دا هم وايي، چې په افغانستان کې باید د درملو تولیداتو کچه زیاته شي ترڅو د نړۍ هر درمل په افغانستان کې تولید شي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مرستیال زیاتوي، چې په افغانستان کې هر کال د یو میلیارد ډالرو په اندازه دوا مصرفیږي او که افغانستان خپله تولیدات ولري دا اندازه پیسې به په هېواد کې دوران شي.
ښاغلي عمر د ډبلیو اېچ او راپور ته په اشارې سره وویل، چې په افغانستان کې د عامو خلکو اویا سلنه پانګه د ناروغانو په تشخیص او درملنه مصرفیږي.
د نوموړي په وینا، د یادې سلنې د ټیټولو په موخه اړتیا ده چې په افغانستان کې کارونه او تولیدات معیاري شي.

د بشري حقونو د مدافعانو ټولنه چې په افغانستان کې دننه او بهر د بشري حقونو د فعالانو د همغږۍ شبکه ده، پر نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غږ کړی چې ایران کې دې ژر تر ژره د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو سره د تاوتریخوالي او "ناانساني چلند" د کمولو او حل لپاره مداخله وکړي.
دغه بنسټ چې مرکز یې په جنیوا کې دی، په یوه بیان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې له مشر فیلیپو ګراندي څخه غوښتي چې ژر تر ژره دې د افغان کډوالو وضعیت له نږدې وڅېړي او د دې هېواد له چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته ولاړ شي.
په وروستیو ورځو کې د تهران په ګډون د ایران په بېلابېلو ښارونو کې پر افغان کډوالو د ډله ییزو بریدونو راپورونه خپاره شوي دي.
ځینې راپورونه ښيي، چې افغان کډوال وهل شوي او کورونه یې سوځول شوي دي.
همدا راز، د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې د ایران له حکومته غوښتي چې له افغان کډوالو سره دې د نړۍوالو منل شویو معیارونو پر بنسټ چلند وکړي او د افغان کډوالو پر وړاندې دې د کرکې د ترویج څخه ډډه وکړي.
په دې اعلامیه کې د کډوالو په اړه د ۱۹۵۱ کال د کنوانسیون له غړو هېوادونو غوښتل شوي، چې په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت د ښه کولو لپاره "په نړۍواله او سیمه ییزه کچه رغنده ډېپلوماسي وکاروي".
دې اعلامیې د ایران پر خلکو غږ کړی، چې د افغان کډوالو په وړاندې چې په اوسني وضعیت کې د بشري مرستو مستحق دي، زغم ولري.
د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې خبرداری ورکړی، چې په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوام د دواړو هېوادونو کلتوري او ټولنیزو اړیکو ته چې ژورې تاریخي او کلتوري ریښې لري، ناوړه پایلې لرلی شي.
له درېیو افغان کډوالو سره په شخړه کې د یوه ایراني د وژل کېدو له خبر وروسته د پلازمینې په ختیځ کې یو شمېرافغان کډوال وایي؛ د ځایي خلکو له پراخ ناوړه چلند سره مخ شوي دي.
تېره اونۍ راپور ورکړل شوی و، چې یو ایرانی له درېیو افغان کډوالو سره په جګړه کې ووژل شو.
له دې پېښې وروسته د تهران له ختیځ څخه څو تنو افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل ته لیکلي، چې په دې وروستیو ورځو کې ځايي خلکو د دې سیمې په پارکونو، کوڅو او د میټرو په تمځایونو کې پر افغان کډوالو بریدونه کوي.
همدا راز، افغانستان انټرنشنل داسې ویډیوګانې ترلاسه کړې، چې د تهران په ختیځ ۱۵مه سیمه کې خایي خلک څو کسان رانیولي او وهي یې، د ویډیو لیږونکي وایي چې دا افغان کډوال دي، چې د ځایي خلکو له خوا وهل کیږي.
