د خوړو نړیوال پروګرام: تېر کال افغانستان کې له ۶ میلیونو زیاتو خلکو ته نغدې پیسې ورکړل شوې

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۴

د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی، چې په ۲۰۲۳ کال کې یې په افغانستان کې له شپږ میلیونو زیاتو خلکو ته نغدې پیسې ورکړي دي.

د ملګرو ملتونو اړوند دغه سازمان نن وویل، دغه پیسې د نړیوالو سازمانونو په ملاتړ وېشل شوې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام په اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي: یونیسف، بریتانیا، المان، ناروې او د متحده ایالاتو پراختیايي پروګرام په ۲۰۲۳ کال کې د دې ادارې ملاتړي بنسټونه او هیوادونه دي.

دغه دفتر تېره اوونۍ ویلي وو، چې په افغانستان کې لس میلیونه کسان له خوراکي مرستو بې برخې شوي دي.

په راپور کې رغلي، چې دا لوی نفوس مجبور دی څو د خپلو ماشومانو ته د خوړو ورکولو او ګرم ساتلو ترمنځ یو انتخاب وکړي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ