• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اوکراین په خرسون کې د روسیې د توغندیو په برید کې څلور تنه وژل شوي دي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۵۸ GMT+۰

د اوکراین سیمه ییز چارواکي وايي؛ د دوشنبې په ورځ د اوکراین په سویل په خرسون ښار کې د روسیې د توپونو په ډزو کې څلور تنه وژل شوي او لږ تر لږه یو تن ټپي شوی دی.

خرسون او شاوخوا سیمې یې د روسیې د پرلپسې بریدونو لاندې راغلي، چې د ورځې په اوږدو کې د بې شمېره بریدونو خبرتیاوې په سیمه کې خپرې شوې دي. روسي ځواکونه د نیپرو سیند په ختیځه څنډه کې د اشغال شویو سیمو څخه خرسون په نښه کوي.

د سیمې څخه خپرې شوې ویډیوګانې ښيي، چې په برید کې یو موټر په بشپړ ډول سوځیدلی او دوه کسان پکې وژل شوي دي.

په برید کې یوه ۶۶ کلنه مېرمن هم وژل شوې او یو سړي د ژورو ټپونو له امله روغتون کې څاه ورکړې ده.

پر اوکراین د روسیې له برید نږدې دوه کاله کیږي او اوس روسیه د دغه د هېواد په ختیځ او سویل کې پراخې سیمې په خپل واک کې لري؛ خو د جنګ لومړۍ کرښه له ډېر وخت راهیسې په خپل ځای ده او دواړو هېوادونو کوم خاص پرمختګ نه دی کړی.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

له وفادار جنګیالي تر سرغړوونکي قوماندان؛ د طالبانو مشر د جمعه فاتح د ځپلو امر کړی

۵

د غزني له درو، شپونکی ماشوم د کوپنهاګن د زړه ډاکټر شو

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د کرنې وزارت معین له ترکیې غوښتي چې کروندګرو سره مرستې وکړي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۲۸ GMT+۰
د طالبانو د کرنې وزارت معین له ترکیې غوښتي چې کروندګرو سره مرستې وکړي
100%

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت معین مولوی صدراعظم عثماني د اسلامي همکاریو سازمان کې د ترکیې د بشري مرستو د څانګې له مشر خلیل ابراهیم څخه غوښتي چې د افغانستان کروندګر او مالداران سره مرستې وکړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د عثماني له قوله ویلي، چې د افغانستان ګروندګر لا زیاتو مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري او د دې لپاره چې پر پښو ودریږي لاسنیوی یې وشي.

عثماني ادعا کړې، چې د طالبانو له خوا د نشه یي توکو کرل بند شوي او دا چې خلکو د حلالو محصولاتو کرلو ته مخه کړې ده.

هغه زیاته کړې:“نو اړتیا ده چې دې د دې هېواد له بزګرو سره مرستې وشي چې له بېوزلۍ او ستونزو خلاص شي."

خلیل ابراهیم له افغان بزګرو او مالدارانو سره د بشري مرستو د دوام او زیاتوالي خبر ورکړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر منځني ختیځ ته د خپل سفر په لړ کې ریاض ته ورسېد

۱۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۲۴ GMT+۰
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر منځني ختیځ ته د خپل سفر په لړ کې ریاض ته ورسېد
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سعودي عربستان له چارواکو سره د خبرو لپاره ریاض ته رسېدلی دی. د سعودي عربستان او اسراییل ترمنځ د اړیکو عادي کول او له جګړې وروسته د غزې د ادارې په اړه بحث د دغه سفر له مهمو موضوعات دي.

تمه کېږي، چې بلېنکن به د مصر، قطر او اسراییل څخه هم لیدنه وکړي.

په دې سفر کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د ماموریت یوه برخه له حماس سره د قطري او مصري منځګړو ترمنځ د خبرو ګړندۍ کول دي، چې د حماس د یرغمل شویو برخلیک په اړه یوې هوکړې ته ورسیږي.

ټاکل شوې، چې بلېنکن به په ریاض کې د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان او د بهرنیو چارو له وزیر شهزاده فیصل بن فرحان ال سعود سره وګوري.

منځني ختيځ ته د ښاغلي بلېنکن سفر په داسې حال کې کېږي، چې د پخوانيو امریکايي ډېپلوماټانو په وینا منځنی ختیځ په تېرو څو لسیزو کې په خورا خطرناک حالت کې دی.

په عراق او سوریه کې د امریکا پر پوځي اډو د ایراني ملاتړو ډلو له بریدونو او همدارنګه په یمن کې د حوثيانو له خوا په سور سمندرګي کې پر سوداګریزو کښتیو د بریدونو په دوام د غزې جګړې لمن پراخه کړې.

حماس: په غزه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۲۷ زرو څخه واوښت

۱۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۲۳ GMT+۰
حماس: په غزه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۲۷ زرو څخه واوښت
100%

د حماس د روغتیا وزارت اعلان وکړ، چې په غزې تړانګه کې د روانې جګړې له پیل راهیسې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۲۷زره او ۴۷۸ تنو ته رسېدلی دی.

د حماس د روغتیا وزارت نن دوشنبه (د فېبروري ۵مه) زیاته کړې، چې په غزه کې د نښتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۶۶۸۳۵ کسان ټپیان شوي دي.

د غزې روغتیايي چارواکو د تېرې شنبې په ورځ ویلي، چې د اسراییل په هوايي بریدونو کې په رفح او دیر البلاح ښارونو کې ۱۸ فلسطینیان وژل شوي دي.

رفح ښار له مصر سره د غزې په سویلي پوله کې پروت دی او د حماس ډلې پر وړاندې د اسراییل د دفاعي ځواکونو له نژدې څلور میاشتنۍ جګړې وروسته د غزې د ۲،۳ میلیونه وګړو نیمایي برخه د نښتو له ویرې دغه ښار ته راغلي دي.

د اکتوبر په اوومه د حماس له خوا پر اسراییل تر خونکړي برید وروسته اسراییل پر غزې هوايي بریدونه او ځمکني عملیات پیل کړل.

د دغو عملیاتو له امله په سیمه کې پراخې جګړې پیل شوي دي. د امریکا متحده ایالاتو د جمعې په ورځ په عراق او سوریه کې د ایران پلوه ملېشو له خوا د امریکايي ځواکونو پر اډه د شوي برید، غچ اخیستل وو.

په سوریه کې د امریکا پر پوځي اډې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې شپږ کرد جنګیالي وژل شوي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۲۰ GMT+۰
په سوریه کې د امریکا پر پوځي اډې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې شپږ کرد جنګیالي وژل شوي
100%

په سوریه کې کردي ځواکونو چې د امریکا له خوا یې ملاتړ کیږي ویلي، چې د دوی شپږ جنګیالي د ایران له ملاتړه برخمنې وسله والې ډلې د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې وژل شوي دي.

د کردانو په مشرۍ د سوریې ډېموکراټیکو ځواکونو ویاند فرهاد شامي پر اکس خواله رسنۍ خپور کړي پیغام کې ویلی، چې بې پیلوټه الوتکې په العمر سیمه کې د امریکايي ځواکونو په اډه کې د کردي ځواکونو د کمانډو اکاډمۍ باندې برید کړی، چې په پایله کې یې شپږ کومانډويي‌ جنګیالیو خپل ژوند له لاسه ورکړي.

واشنګټن د دې میاشتې په پیل کې په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د بې پیلوټه الوتکې د برید پړه پر دغه ډله ور اچوي چې درې امریکایي سرتېري پکې وژل شوي وو.

امریکا په تېرو ورځو کې په عراق او سوریه کې د ایران پلوه ډلو پر وړاندې لسګونه هوايي بریدونه وکړل، چې شاوخوا ۴۰ کسان، چې ډېری یې جنګیالي دي ووژل شول.

بي بي سي خپل یو مامور د یهودانو پر ضد په فیسبوک کې پر کړي پوسټ له دندې لرې کړ

۱۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۴۱ GMT+۰
بي بي سي خپل یو مامور د یهودانو پر ضد په فیسبوک کې پر کړي پوسټ له دندې لرې کړ
100%

د برېتانیې نشراتي ارګان (بي بي سي) اعلان کړی، چې په فیسبوک کې یې د یهود ضد پوسټونو د شریکولو له امله یو لوړ پوړی کارمند له دندې ګوښه کړی دی.

ډان کویوا پر فیسبوک د یهودانو او اسراییل په اړه منځپانګه شریکه کړې وه، چې له امله یې د بي بي سي ادارې نوموړی له دندې ګوښه کړ.

نوموړی د بي بي سي۳ د همغږۍ مسوول و.

ویل کیږي، چې نوموړی له کلونو را په دې خوا د یهودانو پر ضد تبلیغات کول او په سیمه کې یې د ستونزو عاملین ګڼل.