طالب چارواکي: د هرات زلزله ځپلو ته د کورونو د جوړولو چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۶

د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ زلزله ځپلو ته د ۳۸۷ کورونو چارې بشپړې او زیانمنو کسانو ته وسپارل شوې.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس او د هرات زلزله ځپلو ته د رسیدګۍ کمېسیون ویاند احمدالله تقي وایي؛ یاد شمېر کورونه د زنده جان ولسوالۍ په ۱۳ کلیو کې زیانمنو کسانو ته وسپارل شول او ۱۵۷ نور کورونه به هم تر راتلونکو لسو ورځو پر اړمنو کسانو ووېشل شي.
نوموړي د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۶مه) نېټه یوې غونډې ته د وینا پرمهال زیاته کړه، چې یاد شمېر کورونه د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د دغې ډلې له خوا جوړ شوي دي.
ښاغلی تقي همدا راز زیاتوي، دمګړۍ ۴۰۰۰ کورونه د جوړیدو په حال کې دي، چې ۸۵ سلنه کارونه یې بشپړ شوي دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس او د هرات زلزله ځپلو ته د رسیدګۍ کمېسیون ویاند وایي، د هرات له خونړۍ زلزلې وروسته دغې ډلې مرکز ته د ټپيانو او ناروغانو په لېږدولو، د ګرځنده کلینیکونو د جوړولو د خوړو او خیمو د وېشلو په برخو کې مرستې کړي دي.
د دغو کورونو د جوړېدو چارې چې د روان کال د تلې په میاشت کې پیل شوې وې، د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ویلي وو، چې دغه کورونه په معیاري او د ښارګوټي په ډول د زلزله ځپلو لپاره جوړېږي او د ژمي له را رسېدو مخکې به بشپړ او پر زیانمنو کورنیو وویشل شي؛ خو اوس سره له دې چې ژمی نیمایي ته هم رسېدلی د دغو کورونو د جوړیدو ټولې چارې بشپړې شوې نه دي.
د یادونې وړ ده، چې د هرات د زنده جان او غوریان ولسوالیو زلزله د رېښتر په کچه ۶،۳ درجې وه، چې د ښار شمال لوېدیځ په ۳۰ کیلومتري واټن کې ېې د نایب رفیع، سياه اب، وردکانو، کرنيل، سربلند، چاهک او سنجاب په ګډون ۱۲ کلي سخت وځپل.
دغې زلزلې د پراخو مالي زیانونه ترڅنګ د سلګونو کسانو ژوند هم واخیست.

نور خبرونه

رادیو