هندي چارواکي: په یوې کارخونه کې د چاودنې له امله ۹۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۷

هندي چارواکي وایي؛ د هند په مادیا پردېش ایالت کې د اور لوبو د وسایلو په یوه کارخونه کې د یوې زورورې چاودنې له امله ۱۱ کسان مړه شوي او ۸۰ نور ټپيان شوي دي.

د هند پولیسو ویلي؛ په دې کارخونه کې اورلګېدنه تر اوسه کنټرول شوې نه ده او ژغورونکې ډلې د اور د کابو کولو په هڅه کې دي.
د پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي راجشواري ماهوبیا وویل؛ دغه پیښه چې د سې شنبه په ورځ (د سلواغې ۱۷مه) شوې، له سیمې څخه د ټپيانو د لېږدولو لپاره له پوځي چورلکو کار اخېستل شوی دی.
له دې سره؛ یوه بل هندي چارواکي کایلاش چاند پارته ویلي، چې په دې فابریکه کې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ کسانو کار کاوه؛ خو دا نه ده څرګنده چې د چاودنې پر مهال د وسایلو په فابریکه کې څومره کسان و.
هغه زياته کړه، چې د چاودنې له امله د دغې فابريکې شاوخوا لس ودانۍ هم زيانمنې شوې دي.
د مادیا پردېش اعلا وزیر موهان یډاو وویل: «د پېښې راپورونه ډیر له غمیزې ډک دي او په نږدې لویو روغتونونو کې د سوځیدو په واحدونو کې ډاکټران د اړینو تیاریو لپاره بلل شوي دي.»
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د دغې پېښې له قربانیانو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره ویلي، چې د وژل شویو کسانو کورنیو ته به ۲۴۰۰ امریکايي ډالره او د ټپیانو کورنیو ته ۶۰۰ ډالره ورکړي.
پولیسو ویلي دي، چې په وژل شویو کې هغه کسان هم شامل دي چې د چاودنې په ځای کې يي د اور نه د تیښتې هڅه کوله.
دا په داسې حال کې ده، چې په هند کې د اور لوبو په فابریکو کې چاودنې هر وخت پیښیږي.
په ۲۰۱۹ کال کې په پنجاب ایالت کې د اور لوبو په یوې کارخونه کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۸ کسان ووژل شول او په همدې کال په اوتارپرادېش ایالت کې بیا د ورته پيښې له امله ۱۰ کسان ووژل شول.
هندي چارواکو ویلي، چې د ګڼو چاودنو لامل په دغو فابریکو کې د محافظتي وسایلو نشتوالی دی او ډېری کارخونې له اجازې پرته فعالیت کوي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ