وډانټ پټېل: موږ افغانستان ته نه ستنېږو، له طالبانو سره زموږ د تعامل اصلي ټکی بشري حقونه دي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۷

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند وډانټ پټېل د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې امریکا نه غواړي ډېر ژر په افغانستان کې خپله ډیپلوماټیکه استازولي پرانیزي.

هغه وویل:« د بشري حقونو مراعتول او ښونځیو ته د نجونو ستنېدل له طالبانو سره زموږ د تعامل اصلي ټکي دي.»
نوموړي د افغانستان انټرنشنل خبریالې مرضیه حسیني سره په خبرو کې وویل، له طالبانو سره د اړیکو عادي کول د ټولو افغانانو حقونو ته د درناوي سره تړلې خبره ده.

د چین د ولسمشر له‌خوا د طالبانو سفیر د باور لیک له منلو سره هم مهاله، د امریکا غږ انګلیسي برخې د یوه رسمي سند له مخې لیکلي و چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د قونسلي څانګې په پرانیستلو غور کوي.

پټېل وویل، چې امریکا د طالبانو سره د تعامل په برخه کې «له بهر مېشتو افغانانو» سره خبرې کوي او هم مهاله «د طالبانو په تبعیضي سیاستونو کې د بدلون راوستو په چاره کې پر هغوی خپلو فشارونو ته دوام ورکوو. »

د امریکا حکومت په تېرو دوو کالو کې د مقاومت د جبهې او د افغانستان د ملي مقاومت د شورا په نامه د طالبانو د مخالفې ټلوالې سره له تعامل او رسمي خبرو ډډه کړې.

په همدې حال کې دغه ډلې د طالبانو پر ضد د خپلو سیاسي هڅو لپاره د امریکا او نورو هېوادونو د ملاتړ غوښتونکې دي.

نور خبرونه

رادیو