کابل مېشتي: په کابل ښار کې د اوبو میټرونو د لګولو چارې پېل شوې

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۷

په کابل کې د بد اقتصادي وضعیت سره، سره کابلیان وايي، طالبانو خلک اړ کړي چې په کورونو کې د اوبو میټرونه ولګوي.
افغانستان انټرنشنل ته د کابل د یوشمېر اوسېدونکو له‌خوا په رسېدلیو راپورونو کې ویل شوي، چې د میټرونو د لګولو چاره د کابل په بېلابېلو سیمو کې پیل شوې.

کابل ښاریان د خپل بد اقتصادي وضعیت سره د اوبو د بېل پر اضافه کېدو اندېښمن دي.

د کابل یو اوسېدونکی محمد الیاس وایي، چې دغه نن یې په څه کم ۳۰۰۰ افغانۍ د اوبو میټر پېرلی او په لګولو به یې لا نورې پیسې هم ورکوي.

هغه وایي:« د طالبانو له‌خوا ټولو ته خبر ورکړل شوی، چې میټرونه واخلي. ماهم نن یو میټر په څه کم ۳۰۰۰ افغانۍ پېرلی او په لګولو یې هم پر ما څه کم ۵۰۰۰ افغانۍ لګښت راځي، چې دا په اوس وخت کې ډېرې پیسې دي.»

بل پلو بېګم چې په کابل کې د خلکو په کورونو کې د پاکۍ او صفایۍ کار کوي وایي، چې برېښنا بېل د ورکړې وسه یې نه لرله اوس به د اوبو بېل څنګه پرې کوي؟

هغه وایي:« په پردۍ مزدورۍ کې دومره ګټه نه شته، چې زه دغه ټول لګښتونه پوره کړم. اوس لا د اوبو بېل یو اضافي لګښت دی، چې پر ما به راځي.»
ګڼ کابل ښاریان وايي، طالبانو په دې وروستیو کې د بېلابېلو مالیو په لګولو او له خلکو څخه د پېسو په اخیستلو پیل کړی او په دې توګه هڅه کوي، چې د خپلې ډلې د غړو او خپلو ځواکونو لګښتونه پوره کړي.

یو شمېر کابل ښاریانو افغانستان انټرنشنل ته دا هم ویلي، چې طالبانو د میټرونو د یوې کمپنۍ سره تړون لاسلیک کړی چې پر خلکو میټرونه وپلوري او په ګټه کې یې دوی هم شریک دي.

نور خبرونه

رادیو