• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان کې د ټاکنو د امنیت لپاره شپږ نیم لکه سرتېري ځای پر ځای شوي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۴۳ GMT+۰

پاکستان کې د سبا ورځې د ټاکنو خوندیتوب لپاره د پوځ، پولیسو او ملېشې په ګډون شپږ نیم لکه سرتېري ځای پر ځای شوي دي. تر دې ټاکنو یوه ورځ مخکې او نن په بلوچستان او کراچۍ کې په درېیو جلا پېښو کې ۲۵ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان دولتي راډیو وايي؛ د سبا ورځې ټاکنو لپاره پوره تیاری نیول شوی او د ۲۶ کروړه یا ۲۶۰ میلیونه رایې پاڼې د رایه اچونې مرکزونو ته استول شوې دي.

پاکستان د سبا ورځې د ټاکنو د ښه امنیت لپاره له پاکستان او ایران سره هم خپله پوله د ۲۸ ساعتونو لپاره تړلې ده.

تر ټاکنو یوه ورځ مخکې د بلوچستان په پښین کې د ازاد نوماند اسفندیار خان کاکړ پر مرکز برید وشو، چې پکې ۱۷ کسان ووژل او ۲۱ نور ټپیان شول.

په دغه صوبه کې د مولانا فضل الرحمان د ګوند د یوه نوماند غړي پر غونډه هم چاودنه شوې، چې تر لسو کسان پکې وژل شوي او ۹ ټپیان دي.

په دواړو پېښو کې نوماندانو ته زیان نه دی رسېدلی.

د پاکستان په وخت نن ماښام کراچۍ کې هم د چاودنې له امله یو کس وژل شوی او بل ژوبل شوی دی.

تر اوسه د دې بریدونو مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين له اټک زندانه خوشې شو

۱۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۳۶ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، چې هغه نن ماخوستن د اټک له زندانه له دوو مياشتو بند وروسته خوشې شو. د منظور پلويانو له زندانه د هغه د راخوشې کېدو پر مهال له نوموړي سره تصويرونه هم اخيستي او په ټولنیزو رسنیو کې یې خپاره کړي دي.

د چهار شنبې ماخوستن ناوخته د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او پلويانو له زندانه د هغه د خوشې کېدو خبر ورکړ.

منظور ته نږدې سرچينې وايي، چې د لاهور محکمې قاضي د نوموړي د دوسيې د ختمولو حکم وکړ او نن چهارشنبه ماخستن ناوخته له اټک زندانه ازاد شو.

د منظور پلويانو پر ټولنیزو رسنيو له زندانه د هغه د خوشې کېدو تصويرونه هم نشر کړي دي.

منظور پښتین د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر مياشتي په ۴مه نېټه په جنوبي پښتونخوا کې د پاکستاني پوځيانو له لوري لومړي پر موټر ډزې وشوې او وروسته يې هغه ونيوه.

څه باندي يوه مياشت مخکي د روان عيسوي کال په ۴مه نېټه د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد محکمې د منظور په څلورمه دوسيه کې ضمانت ومانه، چې د زندانه د خوشي کېدو پر مهال د پنجاب پوليسو هغه بيا ونیوه او زندان ته يې انتقال کړ.

پښيتن له څه باندي دوو مياشتو بند وروسته نن ازاد شو.

د منظور پښتین د خوشې کېدو لپاره د غورځنګ غړو او د هغه پلويانو په پاکستان کې دننه او بهر لاريونونه وکړل او د هغه د خوشې کېدو غوښتنه يې کوله.

پاکستان د ټاکنو د امنيت د تامين لپاره د افغانستان او ایران سره خپلې پولې بندوي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۰۱ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د ټاکنو د امنیت د تامین لپاره به له افغانستان او ایران سره پولې او د ډېورنډ کرښه وتړي. دغه وزارت پر خپله اېکس پانه ليکلي، چې دا پولې به د سلواغې په ۱۹ د هر ډول موټرو او د پیاده مسافرو د تګ راتګ پر مخ بندې شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې؛ له افغانستان او ايرن سره دغه پولې به د مرغومۍ په ۲۰ مه نېټه بيرته د تګ راتګ پر مخ خلاصې کړي.

تر دې مخکې د پاکستان د ګمرک چارواکو اعلان کړی و، چې له افغانستان سره د دغه هېواد د ډېورنډ کرښه به په پنجشبنه د شپې له نيمايي څخه د ۲۴ ساعتونو لپاره تړلې وي.

د پاکستان پارلماني ټاکنې به د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۹مه) ترسره شي او د نا امنیو احتمال یې یو له مهمو ننګونو بلل شوی دی.

د پاکستان د شمالي او لوېدیځو پولو د تړلو خبر په داسې حال کې ورکول کيږي، چې د چهارشنبې په ورځ د دغه هېواد په بلوچستان کې دوو خونړیو چاودنو لږ تر لږه ۲۲ کسان ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل.

څه موده وړاندې د بلوچستان ایالت د ټاکنو د امنیت د تامین په موخه بېړنی حالت اعلان کړ.

د پاکستان سياسي نظام پارلماني دی او د پارلمان اکثريت ګوند يا ايتلاف اجرایيوي واک هم په لاس کې اخلي؛ نو ځکه په دې هېواد کې پارلماني ټاکنې ډېرې مهمې دي.

د ایران کورنيو چارو وزير: له افغانستان سره پر سرحد د دېوال پلان نه لرو خو پوله بندوو

۱۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۵۸ GMT+۰

د ایران د کورنیو چارو وزير وايي، له افغانستان سره پر پوله د دېوال جوړولو هيڅ پلان نه لري، خو د پولې تړلو موضوع ورته ډېره مهمه ده. وړاندې د همدې چارواکې له قوله نشر شوي وو، چې دوی غواړي له افغانستان او پاکستان سره په خپله ګډه پوله کې د دېوال جوړولو سره دا سرحد بند کړي.

د ایران د کورنيو چارو وزير احمد وحيدي نن د دې هېواد د کابينې په غونډه کې د ایران او افغانستان تر منځ پر پوله د ديوال جوړولو ته موضوع د غبرګون په ډول وويل، چې د دېوال جوړولو پلان نه لري خو پوله به بندوي.

ایراني رسنیو د وحيدي له قوله لیکلي: « پر پوله د دیوال جوړولو ته اړتیا نشته؛ خو د پولې بندول هغه څه دي چې موږ یې تعقیبوو.»

د ایران دغه چارواکي ټينګار کړی، چې لومړی به د پولې هغه برخې بندوي، چې ناسمې کارول کېږي.

احمدي زياته کړې، چې له پاکستان او افغانستان سره د پولې بندولو ته لوی پلان جوړ شوی دی.

خو مخکې دغه ایراني وزیر ویلي و، له افغانستان او پاکستان سره خپله ګډه پوله په دېوال جوړولو سره بندوي.

احمد وحیدي وايي، د پولې بندول به وخت ونیسي، خو اول به هغه ځایونه بند کړي چې بد کارول کېږي.

د هغه په خبره، د پولې بندولو لپاره یوازې دېوال نه جوړېږي، بلکې د لوی درستیز او وسلوالو ځواکونو په مدیریت به نورې چارې هم تر سره شي.

جان اڅکزي د بلوچستان د چاودنو مسوولت پر هند واچاوه

۱۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۲:۱۸ GMT+۰

د پاکستان د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزی وایي، د دې صوبې د پشین او کلا سیف الله چاودنو کې هند لاس لري. دواړه چاودنې د ټاکنو پر مرکزونو شوې چې له امله یې تر ۲۴ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. د دې چاودنو له امله په بلوچستان کې درې ورځې ملي ماتم اعلان شوی دی.

یوه چاودنه د بلوچستان د پشین خانوزۍ کې د خپلواک نوماند اسفندیار خان کاکړ د ټاکنیز مرکز مخ ته وشوه چې پکې تر اوسه ۱۴ کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.

دویمه چاودنه هم د مولانا فضل رحمان د ډلې پر یوه انتخاباتي مرکز شوې چې تر لسو کسان پکې وژل شوي اوهمدومره ټپیان دي.

د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزی وایي، د پېښې ټپیان ځايي او د کوټې روغتونونو ته وړل شوي دي او وېره شته چې مرګ ژوبله کې توپیر را شي.

نوموړي تر دې پېښې وروسته خبري غونډې ته وویل: «هند بلوچستان د ترهګرۍ لپاره په نښه کړی دی، هند یو ترهګر هېواد دی، دا هغه خلک دي چې د مچ په ترهګریزه پېښه کې ښکېل و، خو زه ستاسو له لارې وایم چې موږ د خپلو شهیدانو غچ اخلو، د هند پلانونه شنډوو او د وروستي ترهګر تر وژلو جنګېږو او د دوی خلاف جګړه مو روانه ده.»

دا چاودنې په پاکستان کې له ټولټاکنو یوه ورځ مخکې دي، خو جان اڅکزی وایي، په هر صورت به سبا په دغه صوبه کې ټاکنې وشي.

تر اوسه د دې چاودنو مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی او نه هم هند د پاکستاني چارواکو څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی.

په بلوچستان کې پر بلوڅ بېلتونپالو سربېره پاکستاني طالبان او داعش هم فعال دی، خو تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

پاکستاني طالبانو هم تر دې مخکې ویلي و چې ټاکنیز کمپاین نه په نښه کوي.

سعودي له اسرايیل سره اړیکي پیلول تر خپلواک فلسطیني دولت جوړېدو پورې مشروط بولي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۱۰ GMT+۰

د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، ریاض به تر هغه له اسراییل سره ډيپلوماټیکي اړيکي پیل نه کړي، ترڅو د فلسطين خپلواک دولت جوړ نه شي، چې ختیځ بیت المقدس به يې پلازمېنه وي.

دغه وزارت همداراز پر غزې د اسراییل د «برید» بندول له تل ابیب سره د اړیکو د ټینګولو لپاره یو شرط بللی دی.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه هېواد په دې اړه خپل دریځ امریکا ته اعلان کړی دی.

د سعودي عربستان دا څرګندونې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د ویاند جان کربي د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې دي، چې ویلي یې وو د بایډن حکومت مثبت غبرګون ترلاسه کړی، چې د سعودي عربستان او اسراییل د اړیکو د عادي کولو لپاره خبرو ته دوام ورکړي.

په ورته مهال د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د فلسطین او د دغه هیواد د خلکو د مشروع حقوقو د ترلاسه کولو په هکله د دغه هیواد دریځ ثابت دی.

د سعودي عربستان او اسراییل ترمنځ د اړیکو د بیا پیلولو هڅې په ۲۰۲۰ کال کې پیل شوې.

سعودي عربستان د اسراییل د خپلواک دولت له جوړېدو راهیسې هېڅکله له دغه هېواد سره ډیپلوماټیکې اړیکي نه دي لرلي.

پر اسراییل د حماس له حملې لږ مخکې د سعودي عربستان چارواکو منلې وه، چې له تل ابیب سره د اړیکو د عادي کولو په اړه د دغه هېواد خبرې یوې هوکړې ته "نږدې" شوې دي.

خو د راپورونو له مخې دا خبرې وروسته له هغه ودرېدلې چې حماس پر اسرایل برید وکړ.