جرمني له پاکستان سره ۴۵ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۸

جرمني له پاکستان سره د اقلیمي بدلون، پاکې انرژۍ، پایښتي اقتصادي پرمختګ روغتیا او ټولنیز خوندیتوب په برخه کې د ۴۵ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه.

د پاکستان د اقتصادي چارو وزارت مستیال کاظم نیاز او جرمن سفیر په دې هکله نن په اسلام اباد کې یو تړون هم لاسلیک کړ.

د جرمني دا مرسته به تر ډېره د اقلیمي بدلون په برخه کې کارول کېږي، چې پاکستان یې هم تر ډېره اغېزمن هېواد دی.

پاکستاني رسنیو دا نه دي ویلي، چې دا مرسته به په څومره وخت کې مصرف شي.

نور خبرونه

رادیو