مولوي عبدالکبیر: پر طالب چارواکو بندیزونه ناعادلانه دي او له نړۍ سره یې د تعامل مخه نیولې

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۹

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وایي، د نړیوالو لخوا په طالب چارواکو بندیزونه ناعادلانه دي له نړۍ سره د دوی د تعامل، مذاکراتو او سیاسي تفاهم مخه نیولې ده.

مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اوتنبايوا سره په کتنه کې زیاته کړه، چې د طالبانو اداره ټولې نړۍ ته ډاډ ورکوي چې له افغانستان څخه به هیچا ته ستونزه جوړه نشي.
نوموړي همداراز په دغه کتنه کې د پاکستان ناامنیو ته په اشارې سره وویل، چې له افغانستانه هېڅ یوه ګاونډي ته امنیتي ستونزې نشته او ټي ټي پي هم د پاکستان کورنۍ ستونزه ده او په افغانستان پورې اړه نه لري.
ښاغلی عبدالکبیر پر طالبانو د بندیزونو خبره په داسې حال کې کوي چې ډیری طالب چارواکي د سیمې هیوادونو ته ازادانه تګ و راتګ کوي.
اوسمهال د لوړپوړو طالب چارواکو په ځانګړي توګه ددغه ډلې د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني په ګډون ډیر شمیر طالبان د نړیوالو په تور نوملړ کې دي او پر ډیرو نورو بیا بندیزونه هم شته.
طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې یو ځل بیا پر افغانستان له واکمنۍ وروسته په ځلونو ټینګار کړی، چې اوسمهال په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت ترڅنګ د نشه یي توکو د تولید او قاچاق، د اداري فساد او جرمونو پروړاندې جدي مبارزه شوې ده او دا بهیر همداراز دوام لري.
اخوا د سیمې هیوادونه بیا د طالبانو دغه ادعاوې ناسمې بولي او وایي چې په افغانستان کې بیلابیلو ترهګرو ډلو ځای نیولی دی او دغو هیوادونو ته د اندیښنې وړ دي.
له دې سره، دا هیوادونه بیا وایي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د نشه یي توکو د قاچاق او تولید کچه هم زیاته شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې روزا اوتنبايوا بیا له مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي، چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د بنسټیزو پروژو عملي کولو ته لېواله ده او اړتیا ده چې افغانانو ته بنسټیز پرمختیایي او پراختیایي کارونه ترسره شي.
د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وویل، سره له دې چې په نړۍ کې کړکېچونه او مهم موضوعات ډېر دي، خو بیا هم افغانستان د نړۍ له ياده نه دی وتلی او غواړي په بیلابیلو برخو کې ورسره مرستې وکړي

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ