توماس نیکولسن: افغانستان ته مې د سفر موخه د دوحې پر غونډه تمرکز و

د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال، افغانستان ته د خپل څلور ورځني سفر د پای ته رسیدو خبر ورکړ. نوموړي نن په خپلو خبرو کې همداراز وویل، چې افغانستان ته یې د سفر موخه د دوحې پر غونډه تمرکز و چې لس ورځې وروسته جوړېږي.