• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

متقي: نه تر اوسه ترهګري چا تعریف کړه او نه هم بشري حقونه

۱۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۵۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۱۱ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وايي، شل کاله پر افغانستان د ترهګرۍ په نوم بمبار وشو، خو تر ننه پورې بیا هم «ترهګري چا تعریف نه کړه.» امیر خان متقي زیاتوي، «د بشري حقونو تعریف هم لا نشته، اما په نوم یې پر ځینې ملتونو او حکومتونو بندیزونه لګېږي، خو اسراییل ته څه نه ویل کېږي.»

ښاغلي متقي نن د بهرنیو چارو وزارت اړوند د ډيپلوماسي انستیتیوت له دويمې درې میاشتنۍ تخصصي دورې د ١٢٨ کسانو فراغت غونډه کې دا خبرې وکړې.

هغه د غونډې ګډونوال وهڅول چې زدکړې وکړي او په مختلفو برخو کې وړتیاوو سره د افغانستان د مظلوم او ځګړه ځپلي ملت ښه استازي وکړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې نړۍ فرېبکاره او خلکو ته د ذهني تشویش په اچولو تورنه کړه او زیاته یې کړه: «وروڼو د دنیا په ټولو اصولو، تاکتیکونو او ان چل او فرېب به ځان خبروې چې څوک دې تېر نه باسي. تاسو وینئ چې څومره لوبې کېږي او څومره انسانان یې په همدې لوبو کې را ګیر کړي دي او حتا چا ته یې ذهني تشویش اچولی دی.«

نوموړي دې خبرو پسې پر افغانستان د امریکا یرغل ته په اشاره وویل: شل کاله پر افغانستان د ترهګرۍ په نوم بمبار وشو، په لکونو خلک شهیدان شول، په لکونو خلک زندانیان او شکنجه شول، بېرته را خلاص شول. ګونتنامو ته انتقال شول، لوی ناورین تېر شو، خو تر ننه چا تعریف ونه کړ چې تروریزم څه دی او چا ته ویل کېږي.

هغه په خپلو خبرو کې بشري حقونو ته په اشاره وویل، چې د دې حقونو تعریف هم نشته او په پلمه یې هېوادونه او ملتونو بندیزونه لګېږي.

نوموړي د اسراییل له خوا فلسطین کې روانه جګړه یاده کړه او ویې ویل، چې د زرګونو فلسطینیانو په وژلو سره بیا هم پر تلابیب نه بندیز لګېږي او نه رسمیت ترې اخیستل کېږي.

د هغه په خبره، په افغانستان کې تر پنځو هغه کسان چې له غرب سره تماس کې دي او د هغو لپاره کار کوي او بندیان شول، دا د بشر حقونو خلاف ورزي ده:«په څلوېښت میلیوني هېواد کې چې څلور کسان بندیان شي د بشر حقونو خلاف ورزي ده، خو که د نړۍ بندیخانې له مظلومانو ډکې دي، دا د بشر حقونو خلاف نه دي، خو که څوک له زورور سره په تماس کې و او چا کاږه ور وکتل بیا دا د بشر حقونو خلاف ورزي ده.»

طالبان له نږدې دوه نیمو کلونو واکمن دي، خو بیا یې هم حکومت په رسمیت نه پېژندل کېږي او لامل یې هم د ښځو او نجونو پر زدکړو او کار بندیز او په خپل حکومت کې نورو خلکو ته ونډه نه ور کول بلل کېږي.

خو طالبان وايي، د ښځو او نجونو کار تر دویم امر ځنډېدلی او حکومت یې هم ټولګډونه دی.

د امیرخان متقي تازه څرګندونې په داسې مهال دي چې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په هکله دوحه کې د ملګرو ملتونو په نوښت غونډه جوړېږي.

دې غونډې ته طالبان هم بلل شوي او هم به د افغان مېرمنو د حقونو ملاتړي او د مدني ټولنو استازي ګډون وکړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

اوچا: د هرات زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره لاهم ۱۲۴.۵ مېلیون ډالرو ته اړتیا ده

۱۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۸ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۲۶ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د همغږۍ ادارې (اوچا) په اېکس پاڼه لیکلي، چې په هرات کې د ۶.۳ درجې د درېیو پرله پسې زلزلو څلور میاشتې تېرېږي؛ خو لاهم د بشري مرستو رسوونکي او شریکان یې اغېزمنو ته د اړتیا وړ مرستو رسولو په حال کې دي.

اوچا لیکلي، چې د دوی د کورونو، کلیو او د ژوند تېرولو سیسټم د بیا رغولو لپاره اوس هم ۱۲۴.۵ مېلیونه امریکایي ډالرو ته اړتیا ده.
اوچا د یوه تصویر په خپرولو سره خبر ورکړی، چې په ۱۷۳ مېلیون ډالرو کې اوس‌مهال دوی ۴۸.۴ مېلیونه ډالر په لاس کې لري او ۱۲۴.۵ مېلیونو نورو ډالرو ته اړمن دي.
د دغو مالوماتو له مخې، دغه اداره ۲.۲مېلیون ډالرو ته د زده کړې، ۷۳.۳ مېلیونه د سرپناه ، ۳۹.۶ مېلیونه د خوړو د خوندیتوب، ۱۲.۷مېلیونه د روغتیا ، ۱.۸ مېلیونه د تغذیې ، ۱۸.۱ مېلیون د خوندیتوب، ۲۴.۹ مېلیونه د پاکۍ او حفظ الصحې او ۰.۵ مېلیونه د عامه خدمتونو په برخه کې اړتیا لري.

سره له دې چې د هرات له زلزلې څلور میاشتې تېرېږي؛ خو لا هم نه طالبان او نه هم نړۍواله ټولنه په دې توانېدلې، چې د دغه ولایت زلزله ځپلو ته هغه شان خدمتونه ورسوي هغسې چې یې تمه کېده، لا هم د هرات زلزله ځپلي د ژمي په سړه هوا کې بې کوره او بې اوره ژوند تېروي.

د هرات د زنده‌جان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې لا یې هم چرګۍ سړې او د سترخوانونه یې تش او سپېره دي.

امیرخان متقي: د دوحې په غونډه کې پر 'معنادار حضور' غور کوو

۱۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۹:۱۶ GMT+۰

د چهارشنبې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نېکولسن سره په لیدنه کې ویلي، چې دا ډله غواړي د دوحې په غونډه کې بامعنا ګډون غور وکړي.

امیرخان متقي زیاته کړه، چې د دوحې راتلونکې ناسته له نړۍ سره د افغانستان په اړیکو کې د مثبت پړاو پیلامه کېدلی شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد وايي؛ په دوحه کې د افغانستان په اړه د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو د استازو راتلونکې غونډه کې د اروپايي ټولنې نیمه پراختیايي مرستې او په افغانستان کې د مېشتو افغانانو لپاره د قونسلي خدمتونو وړاندې کول شامل دي.

نوموړي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې دغه ډله د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو پالیسي تعقیبوي.

د نوموړي د لیکنې له مخې؛ امیرخان موتقي هیله څرګنده کړې، چې په دوحه کې راتلونکې غونډه به د افغانستان او نړۍ ترمنځ د مثبت پړاو پیلامه وي.

دغه راز د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ هم اعلان کړی چې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د چهارشنبې په ورځ د طالبانو د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره کتلي دي.

طالبان وایي، توماس نیکولسن د دې ډلې د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره کتنه کې وویل، چې دې ناسته کې به نړۍ له افغانستان سره په پراختیایي او بشري برخو کې مرستې اعلان کړي.

طالبان د ښاغلی نیکولسن په حواله وایي: «اروپايي ټولنې ته د ځانګړي استازي په پرتله د افغانستان د څلوېښت میلیونه نفوسو امنیت، کاري فرصتونه او سوله ډېر ارزښت لري.»
د دوحې ناسته د ملګرو ملتو د سرمنشي د ځانګړي همغګر له ارزونې وروسته جوړېږي.

فریدون سینیرلي اوغلو په خپله ارزونه کې سپارښتنه کړې چې په افغانستان کې د ملي پخلاینې لپاره باید ګامونه واخیستل شي او د افغان سولې لپاره دې ځانګړی استازی وګومارل شي.

خو طالب چارواکي د دې استازي له ګومارل کېدو سره مخالفت ښيي.
د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د اروپايي ټولنې له استازي سره لیدنه کې هم یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د یوناما په شتون کې د سولې لپاره د ځانګړي استازي ګومارلو ته اړتیا نه ویني.
د نوموړي په خبره، په افغانستان کې جګړه، فساد، نشه يي توکي او زورواکي ختم شوي او خلک یې بیا تکرار نه غواړي.
خو پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي نن د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي همغږي کوونکي سره په لیدنه کې د نوموړي ارزونه د افغانستان په هکله واقعبینانه او عملي راپور وباله.

پاکستان د ټاکنو د امنيت د تامين لپاره د افغانستان او ایران سره خپلې پولې بندوي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۰۱ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د ټاکنو د امنیت د تامین لپاره به له افغانستان او ایران سره پولې او د ډېورنډ کرښه وتړي. دغه وزارت پر خپله اېکس پانه ليکلي، چې دا پولې به د سلواغې په ۱۹ د هر ډول موټرو او د پیاده مسافرو د تګ راتګ پر مخ بندې شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې؛ له افغانستان او ايرن سره دغه پولې به د مرغومۍ په ۲۰ مه نېټه بيرته د تګ راتګ پر مخ خلاصې کړي.

تر دې مخکې د پاکستان د ګمرک چارواکو اعلان کړی و، چې له افغانستان سره د دغه هېواد د ډېورنډ کرښه به په پنجشبنه د شپې له نيمايي څخه د ۲۴ ساعتونو لپاره تړلې وي.

د پاکستان پارلماني ټاکنې به د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۹مه) ترسره شي او د نا امنیو احتمال یې یو له مهمو ننګونو بلل شوی دی.

د پاکستان د شمالي او لوېدیځو پولو د تړلو خبر په داسې حال کې ورکول کيږي، چې د چهارشنبې په ورځ د دغه هېواد په بلوچستان کې دوو خونړیو چاودنو لږ تر لږه ۲۲ کسان ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل.

څه موده وړاندې د بلوچستان ایالت د ټاکنو د امنیت د تامین په موخه بېړنی حالت اعلان کړ.

د پاکستان سياسي نظام پارلماني دی او د پارلمان اکثريت ګوند يا ايتلاف اجرایيوي واک هم په لاس کې اخلي؛ نو ځکه په دې هېواد کې پارلماني ټاکنې ډېرې مهمې دي.

نېکولسن: د دوحې ناسته کې به له افغانستان سره د پراختیایي او بشري مرستو اعلان وشي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۱۹ GMT+۰

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی د دوحې ناسته د افغانستان او نړۍ د اړیکو لپاره مهمه بولي. طالبان وایي، توماس نیکولسن د دې ډلې د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره کتنه کې وویل، چې دې ناسته کې به نړۍ له افغانستان سره په پراختیایي او بشري برخو کې مرستې اعلان کړي.

طالبان د ښاغلی نیکولسن په حواله وایي: «اروپايي ټولنې ته د ځانګړي استازي په پرتله د افغانستان د څلوېښت میلیونه نفوسو امنیت، کاري فرصتونه او سوله ډېر ارزښت لري.»
د دوحې ناسته د ملګرو ملتو د سرمنشي د ځانګړي همغګر له ارزونې وروسته جوړېږي.

فریدون سینیرلي اوغلو په خپله ارزونه کې سپارښتنه کړې چې په افغانستان کې د ملي پخلاینې لپاره باید ګامونه واخیستل شي او د افغان سولې لپاره دې ځانګړی استازی وګومارل شي.

خو طالب چارواکي د دې استازي له ګومارل کېدو سره مخالفت ښيي.
د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د اروپايي ټولنې له استازي سره لیدنه کې هم یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د یوناما په شتون کې د سولې لپاره د ځانګړي استازي ګومارلو ته اړتیا نه ویني.
د نوموړي په خبره، په افغانستان کې جګړه، فساد، نشه يي توکي او زورواکي ختم شوي او خلک یې بیا تکرار نه غواړي.
خو پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي نن د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي همغګر سره په لیدنه کې د نوموړي ارزونه د افغانستان په هکله واقعبینانه او عملي راپور وباله.

ښاغلي کرزي د دوحې ناسته مهمه وبلله او هیله یې څرګنده کړه، چې په دغه ناسته کې به د افغانستان د روښانه راتلونکي په لور مثبت ګام واخیستل شي.
د دوحې ناسته به ۱۱ ورځې وروسته د فبرورۍ پر ۱۸ او ۱۹ جوړه شي چې پکې د افغانستان پر ګاونډیانو او نورو هېوادونو سربېره د طالبانو استازي هم ګډون کوي.

په دې ناسته کې د افغان ښځو او مدني ټولنو استازي هم ګډون کوي.

د ایران کورنيو چارو وزير: له افغانستان سره پر سرحد د دېوال پلان نه لرو خو پوله بندوو

۱۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۵۸ GMT+۰

د ایران د کورنیو چارو وزير وايي، له افغانستان سره پر پوله د دېوال جوړولو هيڅ پلان نه لري، خو د پولې تړلو موضوع ورته ډېره مهمه ده. وړاندې د همدې چارواکې له قوله نشر شوي وو، چې دوی غواړي له افغانستان او پاکستان سره په خپله ګډه پوله کې د دېوال جوړولو سره دا سرحد بند کړي.

د ایران د کورنيو چارو وزير احمد وحيدي نن د دې هېواد د کابينې په غونډه کې د ایران او افغانستان تر منځ پر پوله د ديوال جوړولو ته موضوع د غبرګون په ډول وويل، چې د دېوال جوړولو پلان نه لري خو پوله به بندوي.

ایراني رسنیو د وحيدي له قوله لیکلي: « پر پوله د دیوال جوړولو ته اړتیا نشته؛ خو د پولې بندول هغه څه دي چې موږ یې تعقیبوو.»

د ایران دغه چارواکي ټينګار کړی، چې لومړی به د پولې هغه برخې بندوي، چې ناسمې کارول کېږي.

احمدي زياته کړې، چې له پاکستان او افغانستان سره د پولې بندولو ته لوی پلان جوړ شوی دی.

خو مخکې دغه ایراني وزیر ویلي و، له افغانستان او پاکستان سره خپله ګډه پوله په دېوال جوړولو سره بندوي.

احمد وحیدي وايي، د پولې بندول به وخت ونیسي، خو اول به هغه ځایونه بند کړي چې بد کارول کېږي.

د هغه په خبره، د پولې بندولو لپاره یوازې دېوال نه جوړېږي، بلکې د لوی درستیز او وسلوالو ځواکونو په مدیریت به نورې چارې هم تر سره شي.