• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نېکولسن: د دوحې ناسته کې به له افغانستان سره د پراختیایي او بشري مرستو اعلان وشي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۱۹ GMT+۰تازه شوی: ۲۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۱۴ GMT+۰

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی د دوحې ناسته د افغانستان او نړۍ د اړیکو لپاره مهمه بولي. طالبان وایي، توماس نیکولسن د دې ډلې د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره کتنه کې وویل، چې دې ناسته کې به نړۍ له افغانستان سره په پراختیایي او بشري برخو کې مرستې اعلان کړي.

طالبان د ښاغلی نیکولسن په حواله وایي: «اروپايي ټولنې ته د ځانګړي استازي په پرتله د افغانستان د څلوېښت میلیونه نفوسو امنیت، کاري فرصتونه او سوله ډېر ارزښت لري.»
د دوحې ناسته د ملګرو ملتو د سرمنشي د ځانګړي همغګر له ارزونې وروسته جوړېږي.

فریدون سینیرلي اوغلو په خپله ارزونه کې سپارښتنه کړې چې په افغانستان کې د ملي پخلاینې لپاره باید ګامونه واخیستل شي او د افغان سولې لپاره دې ځانګړی استازی وګومارل شي.

خو طالب چارواکي د دې استازي له ګومارل کېدو سره مخالفت ښيي.
د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د اروپايي ټولنې له استازي سره لیدنه کې هم یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د یوناما په شتون کې د سولې لپاره د ځانګړي استازي ګومارلو ته اړتیا نه ویني.
د نوموړي په خبره، په افغانستان کې جګړه، فساد، نشه يي توکي او زورواکي ختم شوي او خلک یې بیا تکرار نه غواړي.
خو پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي نن د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي همغګر سره په لیدنه کې د نوموړي ارزونه د افغانستان په هکله واقعبینانه او عملي راپور وباله.

ښاغلي کرزي د دوحې ناسته مهمه وبلله او هیله یې څرګنده کړه، چې په دغه ناسته کې به د افغانستان د روښانه راتلونکي په لور مثبت ګام واخیستل شي.
د دوحې ناسته به ۱۱ ورځې وروسته د فبرورۍ پر ۱۸ او ۱۹ جوړه شي چې پکې د افغانستان پر ګاونډیانو او نورو هېوادونو سربېره د طالبانو استازي هم ګډون کوي.

په دې ناسته کې د افغان ښځو او مدني ټولنو استازي هم ګډون کوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د ایران کورنيو چارو وزير: له افغانستان سره پر سرحد د دېوال پلان نه لرو خو پوله بندوو

۱۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۵۸ GMT+۰

د ایران د کورنیو چارو وزير وايي، له افغانستان سره پر پوله د دېوال جوړولو هيڅ پلان نه لري، خو د پولې تړلو موضوع ورته ډېره مهمه ده. وړاندې د همدې چارواکې له قوله نشر شوي وو، چې دوی غواړي له افغانستان او پاکستان سره په خپله ګډه پوله کې د دېوال جوړولو سره دا سرحد بند کړي.

د ایران د کورنيو چارو وزير احمد وحيدي نن د دې هېواد د کابينې په غونډه کې د ایران او افغانستان تر منځ پر پوله د ديوال جوړولو ته موضوع د غبرګون په ډول وويل، چې د دېوال جوړولو پلان نه لري خو پوله به بندوي.

ایراني رسنیو د وحيدي له قوله لیکلي: « پر پوله د دیوال جوړولو ته اړتیا نشته؛ خو د پولې بندول هغه څه دي چې موږ یې تعقیبوو.»

د ایران دغه چارواکي ټينګار کړی، چې لومړی به د پولې هغه برخې بندوي، چې ناسمې کارول کېږي.

احمدي زياته کړې، چې له پاکستان او افغانستان سره د پولې بندولو ته لوی پلان جوړ شوی دی.

خو مخکې دغه ایراني وزیر ویلي و، له افغانستان او پاکستان سره خپله ګډه پوله په دېوال جوړولو سره بندوي.

احمد وحیدي وايي، د پولې بندول به وخت ونیسي، خو اول به هغه ځایونه بند کړي چې بد کارول کېږي.

د هغه په خبره، د پولې بندولو لپاره یوازې دېوال نه جوړېږي، بلکې د لوی درستیز او وسلوالو ځواکونو په مدیریت به نورې چارې هم تر سره شي.

د طالبانو سیاسي مرستیال: هغه کسان بې غیرته دي چې د امریکا او ناټو شل کلن حضور اشغال نه ګڼي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۲:۱۶ GMT+۰

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال هغه کسان «بې غیرته او بې ناموسه» بولي، چې افغانستان کې د امریکا او ناټو شل کلن حضور ته د اشغال په سترګه نه ګوري. مولوي عبدالکبير زیاتوي، دغه کسان یا له هېواده بهر د بهرنیانو په غېږ کې ژوند کوي او يا یې د طالبانو پر ضد وسله پورته کړې ده.

دغه طالب چارواکي نن د قومونو او قبايلو وزارت غونډه کې پر ځینو پخوانیو مجاهدینو هم سختې نیوکې کړې او هغوی یې د کابل د ورانۍ او په دغه ښار کې د ۶۰ زرو کسانو د وژل کېدو اصلي عاملان ګڼلي دي.

په ۱۳۷۱ کال کې د مجاهدینو له لوري د ډاکټر نجیب الله د حکومت له نسکوریدو وروسته د واک د ترلاسه کولو لپاره کابل د مجاهدینو د ډلو تر منځ د خونړیو جګړو شاهد و.

په دغو جګړو کې د کابل ښار ډېرې برخې ویجاړې شوې او زرګونه کسان مړه او ژوبل شول.

مولوي عبدالکبیر همدارنګه زیاته کړه، چې د طالبانو په شل کلن «جهاد» کې د افغانستان ټولو قومونو ونډه درلوده.

د هغه په ​​وينا که چا ځانمرګی بريد کاوه، بل چا ورته خوراک او سرپناه ورکړې او يا يې دعا ورته کړې ده.

د طالبانو د قومونو او قبايلو وزارت نن د «اسلامي نظام د پیاوړتیا او ملي یووالي» په نم یوه لویه غونډه جوړ کړه، چې په کې د دغې ډلې یو شمېر مشرانو ویناوې وکړې.

د طالبانو د قومونو او قبايلو چارو وزارت وايي، په دې غونډه کې د افغانستان له اوو مرکزي ولايتونو څخه خلکو ګډون کړى و.

حامد کرزی د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره د دوحې ناسته مهمه بولي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۰:۴۶ GMT+۰

پخوانی افغان ولسمشر د ملګرو ملتونو په نوښت د دوحې ناسته مهمه بولي او هیله من دی چې پکې د افغانستان د روښانه راتلونکي په لور مثبت ګام واخیستل شي. د دوحې ناسته د ملګرو ملتو د سرمنشي له ځانګړي همغګر له ارزونې وروسته جوړېږي.

نوموړي په خپله ارزونه کې سپارښتنه کړې چې په افغانستان کې د ملي پخلاینې لپاره باید ګامونه واخیستل شي.

حامد کرزي د ملګرو ملتو د سرمنشي له ځانګړي همغګر سره په لیدنه کې د افغانستان په هکله د نوموړي ارزونه واقعبینانه او عملي راپور وباله.

د ښاغلي کرزي پر اېکس لیکل شوي چې له ښاغلي سنیرلي اوغلو سره په لیدنه کې د دې ناستې په هکله مقلصلې خبرې وشوې: «دا غونډه د افغانستان لپاره مهمه وبلل شوه او هیله څرگنده شوه چې هم افغانان او هم د سیمې او نړۍ گډونکوونکي هیوادونه وتوانیږي چې په پوره اتفاق د افغانستان روښانه راتلونکې لپاره مثبت گام واخلي.

حامد کرزي پرون د پوهنتونونو او لوړو زدکړو له استادانو سره لیدنه کې هیله کړې وه چې د افغانستان په هکله د دوحې ناسته کې کورني او نړیوال ګډونوال د زدکړو د ښه والي او ستونزو لرې کولو ته پام وکړي.»

نوموړي د افغانستان د پرمختګ لپاره د نجونو زذکړې مهمې بللې وې.

د ملګرو ملتونو په نوښت د دوحې ناسته ۱۱ ورځې وروسته د فبرورۍ پر ۱۸ او ۱۹ جوړېږي چې پکې د افغانستان پر ګاونډیانو او نورو هېوادونو سربېره د طالبانو استازي هم ګډون کوي.

په دې ناسته کې د افغان ښځو او مدني ټولنو استازي هم ګډون کوي.

ځایي سرچینې: طالبانو د څمکنیو ولسوالۍ اړوند سیمه کې د پخواني حکومت یو سرتېری وژلی

۱۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۷ فبروری ۲۰۲۴، ۰۰:۳۰ GMT+۰

ځایي سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو څانګې ته وویل، چې طالبانو د تېر حکومت د پکتیا د دویم سرحدي کنډک د دویم ټولي سرتېری وژلی دی.


دغه سرتېری شفیق د لعل جان زوی د پکتیا د پټان ولسوالۍ د څپرې کلي اوسیدونکی و. د شفیق جسد د سې شنبې په ورځ د څمکنيو ولسوالۍ اړوند د سلطانګۍ راغه کلي کې موندل شوی دی.

100%


د شفیق له جسد څخه څرګندیږي چې لومړۍ شکنجه شوی او بیا وژل شوی دی. سرچینه وایي نوموړي له چاسره شخصي دښمني نه لرله.
د سرچینې له قوله، طالبانو څو میاشتې مخکې د شفیق په ورور چې د تېر حکومت سرتېری و هم حمله کړې وه. د شفیق پلار هم د تېر حکومت نظامي و، چې په تېر نظام کې شهید شو.
یوناما په کراتو ویلي، طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې د تېر حکومت مامورین او سرتېري نیولي، شکنجه کړي او وژلي دي.

د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ د حسیني مزاري د وینا له امله د هغه د نیولو امر کړی

۱۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۳۶ GMT+۰

په کابل کې د طالبانو پولیسو د تبیان کلتوري مرکز د مشر او ایران ته نږدې شخص سید عیسی حسیني مزاري د نیولو امر وکړ. دغه امر د خلکو له هغه شکایتونو وروسته وشو، چې حسيني د کابل په لوېديځ کې د سلګونو «فاحشه خانو» او «کليساګانو» د شتون په اړه ويلي وو.

په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو څانګې له عیسی حسیني مزاري څخه غوښتي، چې د سې شنبې په ورځ (۱۷سلواغې ۱۴۰۲) د سهار تر ۹ بجو دې د دغې ډلې شپږمې امنیتي حوزې ته حاضر شي، که نه نو «د شکایت حق نه لري.»

د هغه پر وړاندې د کابل د لوېديځ د خلکو په شکايت کې راغلي دي: « سید عيسی حسيني مزاري "سیدنقیب الله" د رضوي (مشهد) ښار څخه په بې عزتۍ او بې شرمۍ سره د کابل د لویدیځې سیمو اوسېدونکو ته د کفر او فحشا کلیمې کار کړی دي.»

په شکایت کوونکو کې د علماو شورا، د سېمي د وکيلانو شورا، د کابل د لویدیځ د ځوانانو ټولنه او د دې ښار ملا امامان شامل دي.

دوی عیسی حسیني مزاري «زناکار» او «بهتان یوونکی» بللی او د طالبانو له قضايي ارګانونو یې غوښتي، چې پر ده شرعي حدود وضع کړي او هم دې د تبیان، اوا، افغان غږ او په هغه پور اړوند ټولنیز او فرهنګي بنسټونو ور بند کړی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د جنایي چارو ادارې د دغه شکایت د تر لاسه کولو او تایید وروسته د کابل د شپږمې حوزې پولیسو ته د دغه شکایت د څېړلو امر کړی دی.

عیسی حسیني مزاري ایران ته له نږدې کسانو څخه دی، شاوخوا دوه میاشتې وړاندې یې د ایران په مشهد ښار کې په یوه وینا کې وویل، چې د طالبانو نظام له جمهوري نظام څخه زر ځله غوره دی.

هغه ادعا کړې وه، چې د جمهوريت پر مهال په کابل کې د غربیانو له خوا تنظیم شوي ۹۶۰ فاحشه خانې او ۵۰۰ کلیساګانې فعالې وې.

اوا خبري اژانس، چې د هغه تر مدیریت لاندې د تبیان کلتوري مرکز اړوند دی خبر ورکړی، چې سید عیسی حسیني مزاري دغه څرګندونې د لړم د میاشتې په ۲۹ نېټه د ایران په مشهد ښار کې د سوداګرو، بازار موندونکو او مخورو مهاجرینو په یوه غونډه کې وکړې.

خو د کابل د لوېديځ د خلکو په شکايت کې ويل شوي، چې حسينې مزاري دا تورونه په داسې حال کې لګولي، چې «د کابل په لوېديځ کې ډېرې مدرسې، د قرانکريم ټولګي، د قران عظيم الشان مرکزونه او شاوخوا شپږ سوه جوماتونه شتون لري.»

تر دې وړاندي د شیعه ګانو یوه مشهور عالم ایت الله واعظزاده بهسودي د ایران له قضایه قوې او طالبانو غوښتي وو، چې حسینې مزاري د کابل په خلکو د هغه د «ناحق توهین» له امله دې پر نوموړي«شرعي حد» وضع کړي.

ایت الله بهسودي په کابل کې د طالبانو د یو شمېر چارواکو په یوه کنفرانس کې په خپله وینا کې وویل: «په داسې حال کې چې د کابل په لویدیځ کې دیني مدرسې، د قران کریم درسونه او شاوخوا ۶۰۰ جوماتونه د جمعې او د لمانځه لپاره ځایونه شته، حسیني مزاري (کفر، زنا او فحشا) د دې سیمې خلکو ته منسوب کړې.»

واعظزاده بهسودي د ایران له قضایه قوې څخه هم وغوښتل ترڅو چې حسيني مزاري په دغه هېواد کې وي پر هغه دي «شرعي حدود» نافد کړی.

نوموړي له طالبانو هم وغوښتل، چې د تبیان د کلتوري مرکز مشر ته دې افغانستان ته د راتلو په صورت کې «سزا» ورکړي.