د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د ټاکنیزو حوزو د پایلو د روښانه کولو بهیر پیل کړ

د پاکستان د پرونیو ټاکنو د لومړنیو پایلو څخه جوته شوې، چې د نواز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ ګوند په دغو ټاکنو کې د پنجاب په صوبه کې تر ټولو زیاتې رایې اخیستې دي. په پارلمان کې د پنجاب د ۴۱ څوکیو له پاره تر دې مهاله مسلم لیګ ګوند ۲۴ څوکۍ ګټلې دي.