• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

انوارالحق کاکړ: افغانان نه، بلکې په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي وسله‌وال زموږ لپاره ګواښ دي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۹ فبروری ۲۰۲۴، ۰۴:۲۸ GMT+۰

د پاکستان لنډمهاله لومړي وزیر د طلوع‌نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، اوس هغه وخت رارسېدلی چې افغانستان خپل واک په خپل لاس کې لري. هغه وایي، د افغانستان اوسني حکومت امنیت راوستی او د افغانستان دننه تر بل هر وخته امنیت ډېر ښه شوی.

هغه وایي، افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي وروڼه دي، چې ګډ کلتور لري او که د دوی ترمنځ ترینګلتیا هم رامنځته کېږي؛ نو د خبرو له لارې هوارېدلای شي.

ښاغلی کاکړ وایي، د افغانستان او پاکستان اړیکې دومره پیاوړې دي چې په یوې یا دوو پېښو شاته نه شي ستنېدای.
هغه د کډوالو د اېستلو په اړه وایي:« زموږ دې پرېکړې ته افغانستان په سمه نه کتل؛ خو یو وخت به افغانان په دې وپوهېږي، چې دغه پالیسي هم د پاکستان او هم د افغانانو په ګټه وه. دلته په بېلابېلو پلمو او له هرې پېښې وروسته افغانان رټل کېده او په جرمونو تورنېدل؛ نو زموږ دغه پالیسي وه، چې دوی خپل هېواد ته ستانه شي او په قانوني اسنادو بېرته راشي.»
هغه زیاته کړې، ټول هېوادونه غواړي چې په افغانستان کې امنیت راشي او د طالبانو د رسمیت پېژندنه به په ګډه د نورو هېوادونو سره کېږي.
ښاغلی کاکړ وایي، پاکستان ته د افغانانو له‌خوا ګواښ نه شته؛ بلکې په افغانستان کې دننه د ټي‌ټي‌پي غړي اوسېږي له افغانستانه د ګواښ هدف همدغه د ټي‌ټي‌پي غړي دي.

د هغه په وینا، د ټي‌ټي‌پي ځینې غړي په افغانستان کې اوسېږي او له دې امله یې پاکستان ته امنیتي ستونزې پېښې کړې دي.
هغه د پاکستان له‌خوا د افغانستان په هوا کې د بې پیلوټه الوتکو د الوتنو خبره رد کړې ده.

هغه په دې مرکه کې د ډیورنډ فرضي کرښه یوه نړۍواله پوله یاده کړې او ویلي یې دي، چې د نړۍ شاوخوا ۲۰۶ هېوادونه دغه کرښه یوه نړۍواله پوله ګڼي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون له ټاکنیزو حوزو وغوښتل، چې ژر تر ژره دې د ټاکنو پایلې اعلان کړي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۹ فبروری ۲۰۲۴، ۰۳:۵۱ GMT+۰

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د ټاکنیزو حوزو له کمېشنرانو او کارکوونکو وغوښتل، چې تر راتلونکي نیم ساعته دې د کارول شویو رایو لومړنۍ پایلې اعلان کړي. دغه کمېسیون دا رنګه ګواښ وکړ، که د دوی سپارښتنه له پامه غورځول کېږي؛ نو د ټاکنیزو کمېشنرانو او کارکوونکو دندې به وځنډول شي.

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون ویلي، چې تر دې مهاله یې د لس زرو ټاکنیزو حوزو څخه د رایو پایلې تر لاسه کړې دي.
دا رنګه په ټاکنو کې مخکښو سیاسي ګوندونو او خپلواکو نوماندانو هم ویلي، چې د ټاکنو د لومړنیو پایلو په ځنډ اعلانولو کې د درغلیو شکونه زیاتېدای شي.

تر دې وړاندې هم په ټاکنو کې د لاس وهنو او درغلیو په وړاندې یو لړ شکونه په ډاګه شوي دي.
د ټاکنو کمېسیون ویلي، چې تر دې مهاله یې د درغلیو په اړه ۷۷ شکایتونه تر لاسه کړي او په ارزولو او سپینولو یې کار روان دی.

پاکستانۍ رسنۍ اکسپرېس تربیون لیکلي، چې د پاکستان پیپلز ګوند، د جماعت اسلامي او د تحریک انصاف ګوندونو د ټاکنو له کمېسیونه غوښتي چې په ټاکنو کې د شویو درغلیو په اړه د رسېدلو شکایتونو ارزونه دې ژر تر ژره وشي.

سپینې ماڼۍ د طالبانو تر کنټرول لاندې 'د افغانستان د ژور اقتصادي سقوط' خبرداری ورکړی

۱۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۸ فبروری ۲۰۲۴، ۲۰:۴۷ GMT+۰

سپینې مانۍ، کانګرس ته په یوه پیغام کې په افغانستان کې پراخ بشري ناورین ته په اشارې سره د دغه هېواد د ژور اقتصادي سقوط د احتمال په اړه خبرداری ورکړی. په دغه پیغام کې راغلي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې بشري ناورین د امریکا ملي امنیت ته جدي ګواښ دی.

بایډن د سه‌شنبې په ورځ د امریکا کانګرس ته په خپل پیغام کې ویلي، چې د افغانستان په اړه د بیړني وضعیت فرمان به وروسته د فبروري له ۱۱مې نېټې وغځوي.

بایډن په خپل پیغام کې لیکلي:«په افغانستان کې ستر بشري ناورین، لکه د خوراکي توکو خوندیتوب، اوبو، روغتیا او سرپناه ته د خلکو اړتیا د دې هېواد اقتصادي سقوط ورځ تر بلې اسانه کوي.

بایډن زیاته کړې، چې دا حالت«د متحده ایالاتو ملي امنیت او بهرني سیاست ته یو فوق العاده او نامعموله ګواښ دی.»

وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغانستان واک بیاځلي تر لاسه کړ، د ۹ میلیاردو ډالرو څخه ډېر د افغانستان شتمني په اروپايي او امریکايي بانکونو کې کنګل شوې، چې له دې شمېر څخه۷میلیارده ډالر یې په امریکايي بانکونو کې ساتل کېږي.

د امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۲۲میلادي کال د نوامبر په ۲۱مه نېټه د دغې شتمنۍ د ساتنې لپاره په سویس کې یو صندوق جوړ کړ او د افغانستان د بهرنیو اسعارو درې نیم میلیارده ډالره یې دغه صندوق ته انتقال کړل.

د دې صندوق د جوړېدو موخه په افغانستان کې د پراخ اقتصادي بحران په وړاندې د مالي او پولي ثبات ټینګښت بلل شوې دی.

د سپینې ماڼۍ په بیانیه کې راغلي چې د امریکا په مالي ادارو کې د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زیرمو ساتل د افغانستان د خلکو د هوساینې او ملي اضطراري حالت لپاره خورا مهم دي.

د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته د بشري مرستو په برخه کې امریکا له افغانستان سره له نورو هیوادونو ډیرې بشري مرستې کوي. د امریکا حکومت ویلي، چې په دې دوو کلونو کې یې له افغانستان سره څه باندې دوه میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

طالبانو په غور ولایت کې د سربو کان د استخراج تړون له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک کړ

۱۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۸ فبروری ۲۰۲۴، ۲۰:۳۶ GMT+۰

د طالبانو د کانونو وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ د سربو او جستو کان د درېیم بند د استخراج لپاره یې له یوه خصوصي شرکت سره تړون لاسلیک کړ.

دغه وزارت وايي؛ په دې پروژه کې به ۲۴۷ میلیونه ډالره پانګونه وشي.

د دغې پروژې مساحت ۱۰۵ کیلومتره مربع دی او د استخراج مسوولیت یې د کاظمي خپلواک شرکت پر غاړه دی.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور وايي، چې په دې پروژه کې به لس میلیونه امریکايي ډالر د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې ولګول شي.

دهرات ولايت زلزله ځپلو ته ٦٩ کورونه ورکړل شوي دي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۹:۰۹ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر اژانس،د هرات ولايت د زنده جان ولسوالۍ د سربلند او نايب رفيع کليو کې زلزله ځپلو ته د ٦٩ کورونو د ورکولو خبر ورکړی دی. په هرات کې د طالبانو داطلاعاتو او فرهنګ رييس ویلي، چې دغه کورونه د قمر خيريه بنسټ له خوا جوړ شوي دي.

د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس او د زلزله ځپلو د کميسيون وياند احمدالله متقي ویلي، چې د دغو کورونو پر جوړولو ٤٨ میليونو افغانۍ لګښت راغلی دی.

تر دې مخې هم د سلواغې په ۱۶مه نېټه د زنده جان ولسوالۍ په ۱۳ کلیو کې زلزله ځپلو ته د ۳۷۸ کورونو د ورکړې خبر ورکړل شوی و.

د باختر اژانس د خبر له مخې، په راتلونکو لسو ورځو کې به زلزله ځپلو ته ۱۵۷ نور کورونه هم وویشل شي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په هرات ولایت کې د اکتوبر میاشتې په پر له پسې زلزلو کې تر ۱۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي او ۱۱زره نور ټپیان شوي وو.

همداراز، په دغو زلزلو کې څه باندې ۸ زره کورونه په بشپړه توګه او ١٧ زره کورونه په قسمي توګه ویجاړ شوي وو.

په هرات ولایت کې له زلزله ځپلو سره د مرستې کمیسیون طالب چارواکي وايي، چې شاوخوا څلور زره کورونه د جوړیدو په حال کې دي چې ۸۵ سلنه کار یې تکمیل شوی دی.

په تهران کې د کرین د لوېدو له امله یو افغان کډوال خپل ژوند له لاسه ورکړی

۱۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۹:۰۸ GMT+۰

ایراني رسنیو د تهران په زعفرانیه سیمه کې د یو ۲۵ کلن افغان کډوال د مړینې خبر ورکړی دی. د تهران د اور وژنې ادارې د اعلامیې له مخې؛ دغه ځوان چې د کرین چلوونکی و، د چهارشنبې په ورځ د کرین د رالوېدو په پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د دغې ادارې ویاند سید جلال ملکي وايي، د پېښې ځای د شاوخوا ۳۰ مترو په ژوروالي کیندل شوی و،‌ چې دغه کرین رانسکور شو.

د اور وژنې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه ځوان د کرین د رانسکوریدو پر مهال، د کرین له کابینه باندې ګوزار شوی او پر ځمکه د لویدو وروسته یې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

په ایران کې ډیری افغان کډوال د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله د ټولنیزې بیمې له خدماتو بې برخې دي. دوی د ودانیزو کاروونو پر مهال کله سخت ژوبل شي او مجبور وي چې د درملنې لګښت خپله وکړي او یا هم خپل ژوند له لاسه ورکړي او کورنیو ته یې د بیمې د نشتوالي له امله کومه مرسته نه کیږي.