• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په تهران کې د کرین د لوېدو له امله یو افغان کډوال خپل ژوند له لاسه ورکړی

۱۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۹:۰۸ GMT+۰

ایراني رسنیو د تهران په زعفرانیه سیمه کې د یو ۲۵ کلن افغان کډوال د مړینې خبر ورکړی دی. د تهران د اور وژنې ادارې د اعلامیې له مخې؛ دغه ځوان چې د کرین چلوونکی و، د چهارشنبې په ورځ د کرین د رالوېدو په پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د دغې ادارې ویاند سید جلال ملکي وايي، د پېښې ځای د شاوخوا ۳۰ مترو په ژوروالي کیندل شوی و،‌ چې دغه کرین رانسکور شو.

د اور وژنې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه ځوان د کرین د رانسکوریدو پر مهال، د کرین له کابینه باندې ګوزار شوی او پر ځمکه د لویدو وروسته یې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

په ایران کې ډیری افغان کډوال د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله د ټولنیزې بیمې له خدماتو بې برخې دي. دوی د ودانیزو کاروونو پر مهال کله سخت ژوبل شي او مجبور وي چې د درملنې لګښت خپله وکړي او یا هم خپل ژوند له لاسه ورکړي او کورنیو ته یې د بیمې د نشتوالي له امله کومه مرسته نه کیږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

ګوترش ته د ښځو د یوې ډلې لیک: افغان مېرمنې باید د دوحې په غونډه کې مانا داره ګډون ولري

۱۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۵۷ GMT+۰

د افغان مېرمنو یوې ډلې د پنجشنبې په ورځ په یو لیک کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوترش څخه غوښتنه کړې چې افغان میرمنې دې د دوحې په غونډه کې مانا داره ګډون ولري.

دوی وايي، چې د افغانستان راتلونکی باید د دغه هیواد د خپلو وګړو په لاس وټاکل شي او دا چې طالبان د دې هېواد قانوني استازي نه دي.

دغو مېرمنو د «یوځای، لا پیاوړې» تر سرلیک لاندې په خپله بیانیه کې ویلي: «تر هغه چې د خلکو په خوښه د واک د لیږد یوه پراخه او مانا داره پروسه پلي نشي، طالبان باید په نړۍواله کچه یا دننه په هیواد کې د افغانستان د قانوني استازو په توګه ونه پېژندل شي.»

دوی ټینګار کوي، چې په نړۍوالو ادارو او سیسټمونو کې د افغانستان هر ډول رسمي ادغام د افغان ښځو ګډون او رهبرۍ ته اړتیا لري.

ملګري ملتونه به د اپرېل په ۲۹ مه او ۳۰ مه د افغانستان لپاره د بیلابیلو هېوادونو له ځانګړيو استازو سره غونډه وکړي تر څو په دې اړه یوې هوکړې ته ورسیږي چې د واکمنې ډلې په توګه له طالبانو سره څنګه اړیکې ونیسي. د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي له طالبانو غوښتي چې له نړیوالې ټولنې سره د یو ځای کېدو لپاره د افغانستان نړیوال مسوولیتونه مراعات کړي.

دغو مېرمنو ویلي، چې طالبان د «حجاب» په پلمه ځوانې ښځې او نجونې ځوروي، شکنجه کوي او بند کې یې اچوي. د ښځو پر وړاندې د طالبانو دا کړنې باید د "جنسیتي توپیر" وبلل شي.

د بشري حقونو د څار او د بښنې نړۍوال سازمان په ګډون د لسو نړۍوالو سازمانونو یوې ډلې هم په یوه پرانیستي لیک کې غوښتنه کړې چې د دوحې په غونډه کې دې د ښځو د حقونو موضوع ته لومړیتوب ورکړل شي. دغو سازمانونو لیکلي، چې دې غونډې ته دې د افغان مېرمنو استازي وروبلل شي او په ټولو خبرو کې دې حضور ولري.

د «یوځای، لا پیاوړې» لیک استونکي وايي، چې په افغانستان کې دننه او بهر لسګونه غړي لري. دوی د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په خطاب کې وايي: «موږ د دې فرصت په لټه کې یو چې د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره خپل غږ پورته کړو او غواړو د هغه کسانو له ډلې اوسو چې د خبرو اترو میز ته کینو او د خپلو ګټو استازولي وکړو.»

دې ډلې په خپل ليک کې ليکلي، چې د ملګرو ملتونو د عمومي سرمشریزې په راتلونکې غونډه کې باید د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران، د افغانستان د بشري حقونو د ډلو له استازو، د مدني ټولنې له ښځینه مشرانو، ټولنیزو، سیاسي او قومي ډلو سره وګوري او طالبانو سره اړیکې باید تر ممکن حده محدودې شي.

عراق: د امریکا په مشرۍ ایتلاف په سیمه کې د بې ثباتۍ لامل ګرځېدلی دی

۱۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۴۹ GMT+۰

د عراق د لومړي وزیر پوځي ویاند وايي، د امریکا په مشرۍ ایتلاف "سیمه کې د بې ثباتۍ لامل ګرځېدلی او دا ګواښ شته چې د دوی کړنې د عراق د ناامن کیدو سبب شي." د یحیا رسول دا خبرې په پلازمېنه بغداد کې د امریکا په برید کې د ایران ملاتړو وسلوالو د یوه قومندان تر وژل کېدو وروسته دي.

د امریکا پوځ ویلي، پرون یې پلازمېنه بغداد کې په یو برید کې د ایران له ملاتړه د برخمنې ډلې، کتایب حزب الله، هغه قومندان وژلی، چې د امریکايي سرتیرو پرضد یې بریدونه پلانول.

خو د دغو وسله والو ډلو پر ضد د امریکا پرله‌پسې بریدونو د بغداد حکومت باندې ولسي فشار زیات کړی او دې ته یې اړ کړی چې په دغه هېواد کې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف ماموریت پای ته ورسوي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د ايتلاف د راتلونکي په اړه خبرې تېره جنورۍ مياشت کې پيل شوې، خو د خبرو له پیل څه کم ٢٤ ساعته وروسته په اردن کې د دریو امريکايي سرتیرو تر ووژل کېدو وروسته دا خبرې وځنډېدې.

امريکا وویل، چې دغه برید په سوريه او عراق کې د ايران له ملاتړه برخمنو وسله والو کړی دی.

امریکا تېره اونۍ په سوریه او عراق کې د دې ډلو پرضد بریدونه پیل کړل، چې ور سره د بغداد او واشنګټن اړیکي لا ترینګلي شول.

د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین د سه شنبې په ورځ د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سره په تلیفوني خبرو کې د ایتلاف د راتلونکي په اړه د خبرو اترو د بیا پیلیدو غوښتنه کړې ده.

په عراق کې د امریکا په مشرۍ نړیوال پوځي ایتلاف د داعش پر ضد د مبارزې لپاره جوړ شوی.

د دې ایتلاف په چوکاټ کې متحده ایالات په عراق کې ۲۵۰۰ سرتیري لري چې سیمه یزو ځواکونو ته د داعش د بیا راپورته کیدو د مخنوی لپاره مشورې او مرسته برابروی.

د امریکا برید کې د عراق د کتایب حزب الله ډلې یو قومندان ووژل شو

۱۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۰۳ GMT+۰

د امریکا پوځ وايي، پرون یې عراق کې هوايي برید سره د ایران ملاتړې کتایب حزب الله ډلې یو قومندان وواژه. واشنګټن د خپلو ځواکونو د وژلو په غبرګون کې په عراق کې د دې او نورو وسلوالو ډلو پرضد بریدونه پیل کړي دی.

که څه هم د امریکا پوځ په پروني برید کې د وژل شوي قومندان نوم نه دی یاد کړی، خو وايي، چې دغه کس په سیمه کې د امریکايي ځواکونو پرضد بریدونه پلانول او ګډون یې پکې کاوه.

خو دوو امنیتي سرچینو له نوم پرته رویټرز ته ویلي چې وژل شوی قومندان ابو باقر سعدي دی او پرون د بغداد ختیځ کې په ډرون برید سره په موټر کې ووژل شو.

یوه سرچینه وايي، چې دې پېښه کې درې کسان وژل شوي دي.

د تېرې جنورۍ میاشتې وروستیو کې اردون کې د دریو امریکايي ځواکونو د وژلو او لسګونو نورو د ټپي کېدو د پړې ګوته هم کتایب حزب الله ته نیول کېږي.

په غزه کې د اسراییل د جګړې پیلېدو سره پر عراق سربېره یمن کې هم ایران ملاتړي وسلوال د امریکا پر پوځیانو او ګټونو وخت ناوخت بریدونه کوي.

امریکا د اردون له برید وروسته د دې ډلو پرضد پر یمن سربېره په عراق او سوریه کې بریدونه پیل کړل.

متقي: نه تر اوسه ترهګري چا تعریف کړه او نه هم بشري حقونه

۱۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۵۶ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وايي، شل کاله پر افغانستان د ترهګرۍ په نوم بمبار وشو، خو تر ننه پورې بیا هم «ترهګري چا تعریف نه کړه.» امیر خان متقي زیاتوي، «د بشري حقونو تعریف هم لا نشته، اما په نوم یې پر ځینې ملتونو او حکومتونو بندیزونه لګېږي، خو اسراییل ته څه نه ویل کېږي.»

ښاغلي متقي نن د بهرنیو چارو وزارت اړوند د ډيپلوماسي انستیتیوت له دويمې درې میاشتنۍ تخصصي دورې د ١٢٨ کسانو فراغت غونډه کې دا خبرې وکړې.

هغه د غونډې ګډونوال وهڅول چې زدکړې وکړي او په مختلفو برخو کې وړتیاوو سره د افغانستان د مظلوم او ځګړه ځپلي ملت ښه استازي وکړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې نړۍ فرېبکاره او خلکو ته د ذهني تشویش په اچولو تورنه کړه او زیاته یې کړه: «وروڼو د دنیا په ټولو اصولو، تاکتیکونو او ان چل او فرېب به ځان خبروې چې څوک دې تېر نه باسي. تاسو وینئ چې څومره لوبې کېږي او څومره انسانان یې په همدې لوبو کې را ګیر کړي دي او حتا چا ته یې ذهني تشویش اچولی دی.«

نوموړي دې خبرو پسې پر افغانستان د امریکا یرغل ته په اشاره وویل: شل کاله پر افغانستان د ترهګرۍ په نوم بمبار وشو، په لکونو خلک شهیدان شول، په لکونو خلک زندانیان او شکنجه شول، بېرته را خلاص شول. ګونتنامو ته انتقال شول، لوی ناورین تېر شو، خو تر ننه چا تعریف ونه کړ چې تروریزم څه دی او چا ته ویل کېږي.

هغه په خپلو خبرو کې بشري حقونو ته په اشاره وویل، چې د دې حقونو تعریف هم نشته او په پلمه یې هېوادونه او ملتونو بندیزونه لګېږي.

نوموړي د اسراییل له خوا فلسطین کې روانه جګړه یاده کړه او ویې ویل، چې د زرګونو فلسطینیانو په وژلو سره بیا هم پر تلابیب نه بندیز لګېږي او نه رسمیت ترې اخیستل کېږي.

د هغه په خبره، په افغانستان کې تر پنځو هغه کسان چې له غرب سره تماس کې دي او د هغو لپاره کار کوي او بندیان شول، دا د بشر حقونو خلاف ورزي ده:«په څلوېښت میلیوني هېواد کې چې څلور کسان بندیان شي د بشر حقونو خلاف ورزي ده، خو که د نړۍ بندیخانې له مظلومانو ډکې دي، دا د بشر حقونو خلاف نه دي، خو که څوک له زورور سره په تماس کې و او چا کاږه ور وکتل بیا دا د بشر حقونو خلاف ورزي ده.»

طالبان له نږدې دوه نیمو کلونو واکمن دي، خو بیا یې هم حکومت په رسمیت نه پېژندل کېږي او لامل یې هم د ښځو او نجونو پر زدکړو او کار بندیز او په خپل حکومت کې نورو خلکو ته ونډه نه ور کول بلل کېږي.

خو طالبان وايي، د ښځو او نجونو کار تر دویم امر ځنډېدلی او حکومت یې هم ټولګډونه دی.

د امیرخان متقي تازه څرګندونې په داسې مهال دي چې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په هکله دوحه کې د ملګرو ملتونو په نوښت غونډه جوړېږي.

دې غونډې ته طالبان هم بلل شوي او هم به د افغان مېرمنو د حقونو ملاتړي او د مدني ټولنو استازي ګډون وکړي.

د پاکستان د ټاکنو کمېسون وايي، د انتخاباتو لپاره ټاکلی وخت نه اوږدېږي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۰۶ GMT+۰

د پاکستان د ټاکنو کمېسون وايي، د ټاکنو لپاره له پنځو بجو وخت نه اوږدېږي او د ټولو رای مرکزونو دروازې په همدغه وخت بندېږي. دا کمېسون بیا هم اعلامیه کې زیاتوي، چې که څوک د رایې مرکز ته له پنځو بجو مخکې تتلي وي، بیا هم له ټاکلي وخت وروسته رایه ور کولی شي.

د ټاکنو کمېسون چارواکو له ځايي رسنیو سره خبرو کې دا هم ویلي چې ښايي د دې ټاکنو لومړنۍ پایلې د رایې ور کولو بهیر تر بشپړېدو یو ساعت وروسته اعلان شي.

د پاکستان ټولټاکنې په کلکو امنیتي تدابیرو کې تر سره کېږي او د امنیت لپاره یې تر شپږ نیم لکو سرتېري ځای پر ځای شوي دي.

خو له دې سره بیا هم په وزیرستان کې طالبانو د ښځو د ټاکنو یو مرکز نیولی دی.

په دېره اسماعیل خان کې د پولیسو پر موټر چاودنه کې اوه کسان ټپي شوي دي.

بلوچستان کې هم د رایې ور کولو مرکز سره نږدې چاودنه کې د یوه نوماند د ورور په ګډون درې کسان ژوبل شوي دي.