• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا برید کې د عراق د کتایب حزب الله ډلې یو قومندان ووژل شو

۱۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۰۳ GMT+۰

د امریکا پوځ وايي، پرون یې عراق کې هوايي برید سره د ایران ملاتړې کتایب حزب الله ډلې یو قومندان وواژه. واشنګټن د خپلو ځواکونو د وژلو په غبرګون کې په عراق کې د دې او نورو وسلوالو ډلو پرضد بریدونه پیل کړي دی.

که څه هم د امریکا پوځ په پروني برید کې د وژل شوي قومندان نوم نه دی یاد کړی، خو وايي، چې دغه کس په سیمه کې د امریکايي ځواکونو پرضد بریدونه پلانول او ګډون یې پکې کاوه.

خو دوو امنیتي سرچینو له نوم پرته رویټرز ته ویلي چې وژل شوی قومندان ابو باقر سعدي دی او پرون د بغداد ختیځ کې په ډرون برید سره په موټر کې ووژل شو.

یوه سرچینه وايي، چې دې پېښه کې درې کسان وژل شوي دي.

د تېرې جنورۍ میاشتې وروستیو کې اردون کې د دریو امریکايي ځواکونو د وژلو او لسګونو نورو د ټپي کېدو د پړې ګوته هم کتایب حزب الله ته نیول کېږي.

په غزه کې د اسراییل د جګړې پیلېدو سره پر عراق سربېره یمن کې هم ایران ملاتړي وسلوال د امریکا پر پوځیانو او ګټونو وخت ناوخت بریدونه کوي.

امریکا د اردون له برید وروسته د دې ډلو پرضد پر یمن سربېره په عراق او سوریه کې بریدونه پیل کړل.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د ټاکنو کمېسون وايي، د انتخاباتو لپاره ټاکلی وخت نه اوږدېږي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۰۶ GMT+۰

د پاکستان د ټاکنو کمېسون وايي، د ټاکنو لپاره له پنځو بجو وخت نه اوږدېږي او د ټولو رای مرکزونو دروازې په همدغه وخت بندېږي. دا کمېسون بیا هم اعلامیه کې زیاتوي، چې که څوک د رایې مرکز ته له پنځو بجو مخکې تتلي وي، بیا هم له ټاکلي وخت وروسته رایه ور کولی شي.

د ټاکنو کمېسون چارواکو له ځايي رسنیو سره خبرو کې دا هم ویلي چې ښايي د دې ټاکنو لومړنۍ پایلې د رایې ور کولو بهیر تر بشپړېدو یو ساعت وروسته اعلان شي.

د پاکستان ټولټاکنې په کلکو امنیتي تدابیرو کې تر سره کېږي او د امنیت لپاره یې تر شپږ نیم لکو سرتېري ځای پر ځای شوي دي.

خو له دې سره بیا هم په وزیرستان کې طالبانو د ښځو د ټاکنو یو مرکز نیولی دی.

په دېره اسماعیل خان کې د پولیسو پر موټر چاودنه کې اوه کسان ټپي شوي دي.

بلوچستان کې هم د رایې ور کولو مرکز سره نږدې چاودنه کې د یوه نوماند د ورور په ګډون درې کسان ژوبل شوي دي.

جان اڅکزی: د ټاکنو د ګډوډولو لپاره د ترهګرو هڅې شنډې شوې

۱۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۰:۳۶ GMT+۰

د پاکستان د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو وزیر وايي، پر بلوچ مېشتو سیمو له بریدونو وروسته ترهګرود ټاکنو د ګډوډولو لپاره د دې صوبې پښتي سیمې هم په نښه کړې، خو ناکام شول. جان اڅکزی وايي، په دغه صوبه کې ټاکې سهار ځايي وخت اته بجې پیل شوې او ښې روانې دي.

د نوموړي دا څرګندونې په داسې حال دي چې په دغه صوبه کې د ټاکنو په ورځ هم چاودنه کې درې کسان ټپیان شوي دي.

د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې پرون د دوو چادونو له امله تر ۲۴ کسان ووژل او تر دېرشو ټپیان شول.

د دې بریدونو مسوولیت داعش منلی دی، خو جان اڅکزي پرون وویل، چې دې بریدونو کې هند لاس لري.

نوموړی نن خپل اېکس کې زیاتوي، بلوڅ ازادي غوښتونکی پوځ، بلوڅ ازديپاله جبهه، د پاکستاني طالبانو ډله او داعش د بلوچستان استازي نه دي.

نوموړي دا ډلې د هند لاسپوڅې بللې او ویلي یې دي چې هند غواړي بلوچستان ناامن کړي.

د پاکستان په عمومي ټاکنو کې مخکښ څوک دی؟

۱۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۸ فبروری ۲۰۲۴، ۰۹:۱۶ GMT+۰

مسلم لیګ د زمري ټاکنیز نښان سره، د پیپلز ګوند چې مشري یې ۳۵ کلن بلاول بوټو زرداري کوي، غواړي د خپلې مور بېنظیر بوټو وروسته د پاکستان تر ټولو ځوان لومړی وزیر شي او د کرېکټ پخوانی ستوری عمران خان چې غواړي د زندان د تورو تنبو تر شا لومړی وزیر شي، له خلکو رایې غواړي.

د پاکستان په عمومي ټاکنو کې اصلي سیالي د یوه سېکولر ګوند او د کرېکټ د پخواني ستوري تر منځ ده، چې غواړي د دغه ۲۴۱ مېلیوني هېواد مشري په غاړه واخلي.
نواز شریف په دې لټه کې دی، چې د څلورم ځل لپاره د هېواد تر ټولو لوړ اجرایوي مقام ته ځان ورسوي.
بلاول بوټو زرداري چې کورنۍ یې دوه ځله د پاکستان لومړۍ وزیرۍ ته رسېدلې، لا هم غواړي چې نوی ریکارډ جوړ کړي او عمران خان چې د زندان د تورو تمبو تر شا دی د ځان پر وړاندې خنډ نه ګڼي.د پاکستان د نفوس دوه پر درېیمه برخه ځوانان دي، چې عمرونه یې له ۳۰ کلونو کم دي او د سېکولر ګوند ته د دوی رایې د حساب وړ دي.
بلاول بوټو له ۷۴ کلن نواز شریف څخه درې برابره کم عمر لري او له ۷۱ کلن عمران خان سره یې هم د عمر توپیر زیات دی، غواړي د خلکو لپاره د پاکستان نوی انځور وړاندې کړي.
په همدې حال کې یو بل لوبغاړی چې ښايي تر ټولو اغېزمن رول ولري د دغه اټومي هېواد پوځ دی.

د پاکستان په تاریخ کې اصلي ګټونکی تل هغه څوک و، چې له پوځ سره یې همغږي درلوده.

دا ځل داسې ښکاري، چې د پوځ لاس د پاکستان د تر ټولو تجربه کاره سیاستوال نواز شریف پر سر دی؛ خو له دغو درېیو څېرو څخه چې هر یو یې ټاکنې وګټي، باید له یو لړزېدلي اقتصاد او بې ساري انفلاسیون سره مخامخ شي.
د پاکستان ۳۵۰ ملیارده ډالره اقتصاد په وروستیو کلونو کې ډېر بدلون موندلی او د ځوانانو لپاره د کار فرصتونه خورا محدود شوي دي.

د عمران خان ګوند: د رایې اچونې پر مهال د انټرنیټي خدمتونو ګډوډول 'خیانت' دی

۱۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۸ فبروری ۲۰۲۴، ۰۶:۴۴ GMT+۰

د پاکستان تحریک انصاف، عمران خان ګوند ویلي دي چې د ټاکنو په ورځ د پاکستان د مخابراتو د چارواکو له لوري د انټرنیټي خدمتونو ګډوډول «ښکاره خیانت» دی. نن د (سلواغې ۱۹مه) د پاکستان پر وخت د سهار اته بجې د ټاکنو بهیر پیل شوی چې همهاله ورسره ټیلیفوني لیکې بندې او انټرنیټ ستونزې لري.

دغه ګوند په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د ټیلیفوني خدمتونو بندول هم د «د وګړو له حقونو سرغړونه او په لوی لاس فشار راوړل پر ډیموکراسۍ ملنډې وهل دي.»

دغه ګوند له خپلو پلویانو وغوښتل چې د خپلو شخصي اکاونټونو د وای فای پاسورډ لرې کړي او بیرته یې روښانه کړي چې هرڅوک «په دې مهمه ورځ انټرنیټ ته لاسرسی ومومي.»

يو شمېر نورو پاکستاني سياستوالو هم د پاکستان د ملي ټاکنو په ورځ د انټرنېټ او ټيلېفوني خدمتونو پر ګډوډولو نيوکه کړې ده.

د پاکستان جمعیت علمای اسلام د یوه مشر حافظ حمدالله په موټر برید شوی

۱۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۸ فبروری ۲۰۲۴، ۰۵:۲۵ GMT+۰

سیمه ییزې سرچینې وايي، په پاکستان کې د ټاکنو د بهیر له پیل یو ساعت وروسته د بلوچستان چمن په میزايي اډه کې د جميعت علمای اسلام د یوه مشر حافظ حمدالله پر موټر ډزې شوې. ویل کیږي د هغه موتر د مرمۍ ضد دی او لا نه ده معلومه چې هغه له دغه بریده خوندي وتلی که نه.

سرچینې وايي، دغو مخامخ ډزو پنځه دقیقې دوام کړی.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې نن پنجشنبه تر دې پیښې یو ساعت وړاندې په اتو بجو (د سلواغې ۱۹مه) د ټاکنو بهیر پیل شو.

د بلوچستان په کچ سیمه کې هم د ټاکنو مرکزونو ته نږدې د چادونو راپورونه ورکړل شوي.

ويل کیږي په تربت او بولیډه سیمو کې د ټاکنو مرکزونو ته څېرمه چاودنې رامنځته شوې چې د مرګژوبلې په اړه یې لا کره شمېرې نه دي معلومې.

تر دې یو ساعت وړاندې د خیبرپښتونخوا په ټانګ سیمه کې پر پاکستاني پولیسو هم برید شوی چې دوو پولیسو ته یې مرګژوبله اړولې ده.