• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د عمران خان ګوند: د رایې اچونې پر مهال د انټرنیټي خدمتونو ګډوډول 'خیانت' دی

۱۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۸ فبروری ۲۰۲۴، ۰۶:۴۴ GMT+۰تازه شوی: ۱۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۳۸ GMT+۰

د پاکستان تحریک انصاف، عمران خان ګوند ویلي دي چې د ټاکنو په ورځ د پاکستان د مخابراتو د چارواکو له لوري د انټرنیټي خدمتونو ګډوډول «ښکاره خیانت» دی. نن د (سلواغې ۱۹مه) د پاکستان پر وخت د سهار اته بجې د ټاکنو بهیر پیل شوی چې همهاله ورسره ټیلیفوني لیکې بندې او انټرنیټ ستونزې لري.

دغه ګوند په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د ټیلیفوني خدمتونو بندول هم د «د وګړو له حقونو سرغړونه او په لوی لاس فشار راوړل پر ډیموکراسۍ ملنډې وهل دي.»

دغه ګوند له خپلو پلویانو وغوښتل چې د خپلو شخصي اکاونټونو د وای فای پاسورډ لرې کړي او بیرته یې روښانه کړي چې هرڅوک «په دې مهمه ورځ انټرنیټ ته لاسرسی ومومي.»

يو شمېر نورو پاکستاني سياستوالو هم د پاکستان د ملي ټاکنو په ورځ د انټرنېټ او ټيلېفوني خدمتونو پر ګډوډولو نيوکه کړې ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان جمعیت علمای اسلام د یوه مشر حافظ حمدالله په موټر برید شوی

۱۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۸ فبروری ۲۰۲۴، ۰۵:۲۵ GMT+۰

سیمه ییزې سرچینې وايي، په پاکستان کې د ټاکنو د بهیر له پیل یو ساعت وروسته د بلوچستان چمن په میزايي اډه کې د جميعت علمای اسلام د یوه مشر حافظ حمدالله پر موټر ډزې شوې. ویل کیږي د هغه موتر د مرمۍ ضد دی او لا نه ده معلومه چې هغه له دغه بریده خوندي وتلی که نه.

سرچینې وايي، دغو مخامخ ډزو پنځه دقیقې دوام کړی.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې نن پنجشنبه تر دې پیښې یو ساعت وړاندې په اتو بجو (د سلواغې ۱۹مه) د ټاکنو بهیر پیل شو.

د بلوچستان په کچ سیمه کې هم د ټاکنو مرکزونو ته نږدې د چادونو راپورونه ورکړل شوي.

ويل کیږي په تربت او بولیډه سیمو کې د ټاکنو مرکزونو ته څېرمه چاودنې رامنځته شوې چې د مرګژوبلې په اړه یې لا کره شمېرې نه دي معلومې.

تر دې یو ساعت وړاندې د خیبرپښتونخوا په ټانګ سیمه کې پر پاکستاني پولیسو هم برید شوی چې دوو پولیسو ته یې مرګژوبله اړولې ده.

پاکستان کې د ملي او ایالتي اسمبلیو د ټاکنو لپاره د رایو کارونه نن سهار په اتو بجو پیل شوه

۱۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۸ فبروری ۲۰۲۴، ۰۴:۳۱ GMT+۰

نن سهار د پاکستان په ټولو صوبو کې د ملي او ایالتي اسمبلیو لپاره د ټاکنو بهیر داسې مهال پیل شوی، چې ګڼ خلک په وېره کې دي او په ټاکنو کې هغه شور او ځوږ نه لیدل کېږي لکه پخوا به چې په ټاکنو کې تر سترګو کېده؛ خو کېدای شي د ورځې په اوږدو کې د خلکو ګڼه ګوڼه څه نا څه زیاته شي.

د پاکستان په ټولو ښارونو کې ټرافیک نه شته او خال، خال کسان پر لارو سړکونو لیدل کېږي او ګڼې هټۍ او مارکیټونه هم تړل شوي دي.
د رای مرکزونو ته پرون ناوخته د رای ورکولو ټول توکي رسول شوي او نن پنځه بجې ټاکنې پای ته رسېږي.

د پاکستان د ټاکنو کمیسیون وايي، که د تاوتریخوالي پېښې د ټاکنو بهیر ټکنی کوي او یا د رایو په مرکزونو کې خلک د رای ورکولو لپاره په کتارونو کې په تمه پاتې کېږي کېدای شي دغه بهیر د څو نورو ساعتونو لپاره وغځوي.
د پاکستان د ټاکنو کمیسیون وايي، چې له پنځو بجو وروسته رای شمېرنه پیلیږي او ښايي د جمعې په ورځ د دغو ترسره شویو ټاکنو پایلې په ډاګه شي.
پاکستان کې ټاکنیز کمپاین تېره ورځ پای ته ورسېد او نن په دغو ټاکنو کې د پاکستان له ۲۴۱ مېلیون وګړو څخه ۱۲۸ مېلیونه کسان خپلې رایې کاروي.
د دغو ټاکنو د امنیت د ټینګښت لپاره لسګونه زره پولیس، پوځي سرتېري او ملیشه ځواکونه ګومارل شوي دي.
په پاکستان کې دغه ټاکنې داسې مهال ترسره کېږي، چې د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر عمران خان د فساد په تورونو په زندان کې دی.

هغه له زندانه خپلو پلویانو ته ویلي، چې په ټاکنو کې دې رغنده ونډه واخلي او د ټاکنو د پایلو تر اعلانولو دې د رای ورکولو په مرکزونو کې پاتې شي.

د پاکستان په لویو ښارونو کې د ټاکنو له پیل سره سم ټیلیفوني شبکې وتړل شوې

۱۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۸ فبروری ۲۰۲۴، ۰۳:۵۱ GMT+۰

د پاکستان د مخابراتو ادارې د تېرې ورځې له اعلان سره چې په دغه هیواد کې به ټیلیفوني شبکې په عادي ډول فعالیت کوي، نن سهار پنجشنه د (سلواغې ۱۹مه) اته بجې په لاهور، اسلام اباد، کراچۍ، ملتان، حیدراباد، کوئټه، پیښور او نورو لویو ښارونو کې د ګرځنده ټلیفونو شبکې بندې شوې دي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د ټاکنو له پیل سره سم په ټول پاکستان کې ټیلیفوني اړیکې پرې شوې دي او خلک نه شي کولی یو له بل سره اړیکې ټينګې کړي.
پاکستاني رسنیو په تېره د دغه هیواد د مخابراتو ادارې(پي ټي اې) له قوله ويلي چې د ټاکنو په ورځ به ټیلیفوني شبکې نه بندوي.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې له لارې ویلي چې ټیلیفوني شبکې یې د خلکو د خوندیتوب لپاره په موقت ډول تړلې دي.
وړمه ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ پر ټاکنیزو کمپاینونو بریدونو ته په اشارې سره په پاکستان کې د پارلماني ټاکنو په درشل کې د سیاسي ګوندونو پر وړاندې د تاوتریخوالي او فشار په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او په پاکستان کې یې د جمهوري بهیر د ساتلو لپاره د بنسټیزو ازادیو د ساتلو پر اړتیا ټینګار کړی.

د پاکستان د بشري حقونو ادارې هم د پاکستان حکومت په دغه کار غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې حکومت غواړي په دې کار سره د ټاکنو بهیر له خنډ سره مخ کړي.
روانه اوونۍ د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان محمد اڅکزي له پاکستاني رسنیو سره د خبرو پر مهال ويلي چې ټيلیفوني شبکې او انټرنیټ به د ټاکنو په ورځ ځکه بندوي چې د ده په خبره وسله والې ډلې د بریدونو پر مهال له خواله رسنیو ګټه اخلي.
د پاکستان له بېلابېلو ښارونو یو شمېر پاکستاني اوسیدونکي او افغان کډوال وايي چې تر اوسه پورې یوازې ټیليفوني اړیکې پرې شوې دي او د وای فای انټرنیټ سهولتونه لا په خپل ځای دي.
تر دې وړاندې هم په پاکستان کې د ټاکنو غوندې ورته ورځو پر مهال په ټول دغه هیواد کې ټیليفوني شبکې تړل شوې او ويل شوي چې دا کار د احتمالي پیښو د مخنیوي لپاره شوی.

رویټرز: د کتایب حزب الله قوماندان په بغداد کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی

۱۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۷ فبروری ۲۰۲۴، ۲۰:۱۸ GMT+۰

رویټرز د دوو امنیتي سرچینو له قوله ویلي، چې د کتایب حزب الله وسله والې ډلې قوماندان د بغداد په ختیځ کې پر یوه موټر د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

ويل کيږي، چې په دې بريد کې د عراق د کتایب حزب الله د وسله والې ډلې مشر چې په سوريه کې د بريدونو مسووليت پر غاړه لري او د هغه درې تنه ملګري هم وژل شوي دي.

د عراق امنیتي سرچینو له العربیه شبکې سره په خبرو کې د کتایب حزب الله د قوماندان وژل کېدل تایید کړل، چې په امریکايي اډو د بریدونو مسووله ډله ده.

دا برید د بغداد په ختیځ کې د مشتل په سیمه کې شوی دی.

تر اوسه څرګنده نه ده، چې دا برید د کوم هېواد له خوا شوی دی؛ خو له دې وړاندې امریکا په ایران پورې تړلو ملېشه ډلو پر قوماندانانو د امریکايي ځواکونو د حملو او وژلو لپاره د بې پیلوټه الوتکو حملې کړې دي.

امیرخان متقي: د دوحې په غونډه کې پر 'معنادار حضور' غور کوو

۱۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۹:۱۶ GMT+۰

د چهارشنبې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نېکولسن سره په لیدنه کې ویلي، چې دا ډله غواړي د دوحې په غونډه کې بامعنا ګډون غور وکړي.

امیرخان متقي زیاته کړه، چې د دوحې راتلونکې ناسته له نړۍ سره د افغانستان په اړیکو کې د مثبت پړاو پیلامه کېدلی شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد وايي؛ په دوحه کې د افغانستان په اړه د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو د استازو راتلونکې غونډه کې د اروپايي ټولنې نیمه پراختیايي مرستې او په افغانستان کې د مېشتو افغانانو لپاره د قونسلي خدمتونو وړاندې کول شامل دي.

نوموړي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې دغه ډله د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو پالیسي تعقیبوي.

د نوموړي د لیکنې له مخې؛ امیرخان موتقي هیله څرګنده کړې، چې په دوحه کې راتلونکې غونډه به د افغانستان او نړۍ ترمنځ د مثبت پړاو پیلامه وي.

دغه راز د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ هم اعلان کړی چې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د چهارشنبې په ورځ د طالبانو د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره کتلي دي.

طالبان وایي، توماس نیکولسن د دې ډلې د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره کتنه کې وویل، چې دې ناسته کې به نړۍ له افغانستان سره په پراختیایي او بشري برخو کې مرستې اعلان کړي.

طالبان د ښاغلی نیکولسن په حواله وایي: «اروپايي ټولنې ته د ځانګړي استازي په پرتله د افغانستان د څلوېښت میلیونه نفوسو امنیت، کاري فرصتونه او سوله ډېر ارزښت لري.»
د دوحې ناسته د ملګرو ملتو د سرمنشي د ځانګړي همغګر له ارزونې وروسته جوړېږي.

فریدون سینیرلي اوغلو په خپله ارزونه کې سپارښتنه کړې چې په افغانستان کې د ملي پخلاینې لپاره باید ګامونه واخیستل شي او د افغان سولې لپاره دې ځانګړی استازی وګومارل شي.

خو طالب چارواکي د دې استازي له ګومارل کېدو سره مخالفت ښيي.
د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د اروپايي ټولنې له استازي سره لیدنه کې هم یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د یوناما په شتون کې د سولې لپاره د ځانګړي استازي ګومارلو ته اړتیا نه ویني.
د نوموړي په خبره، په افغانستان کې جګړه، فساد، نشه يي توکي او زورواکي ختم شوي او خلک یې بیا تکرار نه غواړي.
خو پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي نن د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي همغږي کوونکي سره په لیدنه کې د نوموړي ارزونه د افغانستان په هکله واقعبینانه او عملي راپور وباله.