رویټرز: د کتایب حزب الله قوماندان په بغداد کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی

رویټرز د دوو امنیتي سرچینو له قوله ویلي، چې د کتایب حزب الله وسله والې ډلې قوماندان د بغداد په ختیځ کې پر یوه موټر د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

رویټرز د دوو امنیتي سرچینو له قوله ویلي، چې د کتایب حزب الله وسله والې ډلې قوماندان د بغداد په ختیځ کې پر یوه موټر د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.
ويل کيږي، چې په دې بريد کې د عراق د کتایب حزب الله د وسله والې ډلې مشر چې په سوريه کې د بريدونو مسووليت پر غاړه لري او د هغه درې تنه ملګري هم وژل شوي دي.
د عراق امنیتي سرچینو له العربیه شبکې سره په خبرو کې د کتایب حزب الله د قوماندان وژل کېدل تایید کړل، چې په امریکايي اډو د بریدونو مسووله ډله ده.
دا برید د بغداد په ختیځ کې د مشتل په سیمه کې شوی دی.
تر اوسه څرګنده نه ده، چې دا برید د کوم هېواد له خوا شوی دی؛ خو له دې وړاندې امریکا په ایران پورې تړلو ملېشه ډلو پر قوماندانانو د امریکايي ځواکونو د حملو او وژلو لپاره د بې پیلوټه الوتکو حملې کړې دي.


د چهارشنبې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نېکولسن سره په لیدنه کې ویلي، چې دا ډله غواړي د دوحې په غونډه کې بامعنا ګډون غور وکړي.
امیرخان متقي زیاته کړه، چې د دوحې راتلونکې ناسته له نړۍ سره د افغانستان په اړیکو کې د مثبت پړاو پیلامه کېدلی شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد وايي؛ په دوحه کې د افغانستان په اړه د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو د استازو راتلونکې غونډه کې د اروپايي ټولنې نیمه پراختیايي مرستې او په افغانستان کې د مېشتو افغانانو لپاره د قونسلي خدمتونو وړاندې کول شامل دي.
نوموړي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې دغه ډله د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو پالیسي تعقیبوي.
د نوموړي د لیکنې له مخې؛ امیرخان موتقي هیله څرګنده کړې، چې په دوحه کې راتلونکې غونډه به د افغانستان او نړۍ ترمنځ د مثبت پړاو پیلامه وي.
دغه راز د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ هم اعلان کړی چې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د چهارشنبې په ورځ د طالبانو د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره کتلي دي.
طالبان وایي، توماس نیکولسن د دې ډلې د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره کتنه کې وویل، چې دې ناسته کې به نړۍ له افغانستان سره په پراختیایي او بشري برخو کې مرستې اعلان کړي.
طالبان د ښاغلی نیکولسن په حواله وایي: «اروپايي ټولنې ته د ځانګړي استازي په پرتله د افغانستان د څلوېښت میلیونه نفوسو امنیت، کاري فرصتونه او سوله ډېر ارزښت لري.»
د دوحې ناسته د ملګرو ملتو د سرمنشي د ځانګړي همغګر له ارزونې وروسته جوړېږي.
فریدون سینیرلي اوغلو په خپله ارزونه کې سپارښتنه کړې چې په افغانستان کې د ملي پخلاینې لپاره باید ګامونه واخیستل شي او د افغان سولې لپاره دې ځانګړی استازی وګومارل شي.
خو طالب چارواکي د دې استازي له ګومارل کېدو سره مخالفت ښيي.
د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د اروپايي ټولنې له استازي سره لیدنه کې هم یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د یوناما په شتون کې د سولې لپاره د ځانګړي استازي ګومارلو ته اړتیا نه ویني.
د نوموړي په خبره، په افغانستان کې جګړه، فساد، نشه يي توکي او زورواکي ختم شوي او خلک یې بیا تکرار نه غواړي.
خو پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي نن د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي همغږي کوونکي سره په لیدنه کې د نوموړي ارزونه د افغانستان په هکله واقعبینانه او عملي راپور وباله.

د ایران ولسمشر ابراهیم ريیسي په منځني ختیځ کې روان کړکېچ ته په اشارې سره وايي، چې په سیمه کې د امریکا د فوځي ځواکونو موجودیت د توجیه وړ نه دی.
ابراهیم رییسي نن د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۸مه) په تهران کې د بهرنیو هېوادونو د سفیرانو له یوې ډلې سره لیدلي او د سیمې پر وضعیت یې خبرې کړي دي.
نوموړي په دغه کتنه کې وویل: "موږ په دې باور یو چې په عراق، سوریه، افغانستان او سیمه کې د امریکا حضور په هیڅ صورت له امنیت سره مرسته نه کوي، بلکې امنیت ته ګواښ دی."
هغه امریکا او لویدیځو هېوادونو ته د فلسطین د راتلونکي په اړه د پرېکړو پر وړاندې خبرداری ورکړ او ټینګار یې وکړ چې دا مساله باید د فلسطینانو ته پریږدي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا مهال منځني ختیځ ته په سفر تللی او د یوه خپلواک فلسطین پر جوړېدو یې د سیمې له هېوادونو سره خبرې کړي دي.

پاکستان کې د سبا ورځې د ټاکنو خوندیتوب لپاره د پوځ، پولیسو او ملېشې په ګډون شپږ نیم لکه سرتېري ځای پر ځای شوي دي. تر دې ټاکنو یوه ورځ مخکې او نن په بلوچستان او کراچۍ کې په درېیو جلا پېښو کې ۲۵ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان دولتي راډیو وايي؛ د سبا ورځې ټاکنو لپاره پوره تیاری نیول شوی او د ۲۶ کروړه یا ۲۶۰ میلیونه رایې پاڼې د رایه اچونې مرکزونو ته استول شوې دي.
پاکستان د سبا ورځې د ټاکنو د ښه امنیت لپاره له پاکستان او ایران سره هم خپله پوله د ۲۸ ساعتونو لپاره تړلې ده.
تر ټاکنو یوه ورځ مخکې د بلوچستان په پښین کې د ازاد نوماند اسفندیار خان کاکړ پر مرکز برید وشو، چې پکې ۱۷ کسان ووژل او ۲۱ نور ټپیان شول.
په دغه صوبه کې د مولانا فضل الرحمان د ګوند د یوه نوماند غړي پر غونډه هم چاودنه شوې، چې تر لسو کسان پکې وژل شوي او ۹ ټپیان دي.
په دواړو پېښو کې نوماندانو ته زیان نه دی رسېدلی.
د پاکستان په وخت نن ماښام کراچۍ کې هم د چاودنې له امله یو کس وژل شوی او بل ژوبل شوی دی.
تر اوسه د دې بریدونو مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

د ایران د کورنیو چارو وزير وايي، له افغانستان سره پر پوله د دېوال جوړولو هيڅ پلان نه لري، خو د پولې تړلو موضوع ورته ډېره مهمه ده. وړاندې د همدې چارواکې له قوله نشر شوي وو، چې دوی غواړي له افغانستان او پاکستان سره په خپله ګډه پوله کې د دېوال جوړولو سره دا سرحد بند کړي.
د ایران د کورنيو چارو وزير احمد وحيدي نن د دې هېواد د کابينې په غونډه کې د ایران او افغانستان تر منځ پر پوله د ديوال جوړولو ته موضوع د غبرګون په ډول وويل، چې د دېوال جوړولو پلان نه لري خو پوله به بندوي.
ایراني رسنیو د وحيدي له قوله لیکلي: « پر پوله د دیوال جوړولو ته اړتیا نشته؛ خو د پولې بندول هغه څه دي چې موږ یې تعقیبوو.»
د ایران دغه چارواکي ټينګار کړی، چې لومړی به د پولې هغه برخې بندوي، چې ناسمې کارول کېږي.
احمدي زياته کړې، چې له پاکستان او افغانستان سره د پولې بندولو ته لوی پلان جوړ شوی دی.
خو مخکې دغه ایراني وزیر ویلي و، له افغانستان او پاکستان سره خپله ګډه پوله په دېوال جوړولو سره بندوي.
احمد وحیدي وايي، د پولې بندول به وخت ونیسي، خو اول به هغه ځایونه بند کړي چې بد کارول کېږي.
د هغه په خبره، د پولې بندولو لپاره یوازې دېوال نه جوړېږي، بلکې د لوی درستیز او وسلوالو ځواکونو په مدیریت به نورې چارې هم تر سره شي.

د پاکستان د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزی وایي، د دې صوبې د پشین او کلا سیف الله چاودنو کې هند لاس لري. دواړه چاودنې د ټاکنو پر مرکزونو شوې چې له امله یې تر ۲۴ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. د دې چاودنو له امله په بلوچستان کې درې ورځې ملي ماتم اعلان شوی دی.
یوه چاودنه د بلوچستان د پشین خانوزۍ کې د خپلواک نوماند اسفندیار خان کاکړ د ټاکنیز مرکز مخ ته وشوه چې پکې تر اوسه ۱۴ کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.
دویمه چاودنه هم د مولانا فضل رحمان د ډلې پر یوه انتخاباتي مرکز شوې چې تر لسو کسان پکې وژل شوي اوهمدومره ټپیان دي.
د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزی وایي، د پېښې ټپیان ځايي او د کوټې روغتونونو ته وړل شوي دي او وېره شته چې مرګ ژوبله کې توپیر را شي.
نوموړي تر دې پېښې وروسته خبري غونډې ته وویل: «هند بلوچستان د ترهګرۍ لپاره په نښه کړی دی، هند یو ترهګر هېواد دی، دا هغه خلک دي چې د مچ په ترهګریزه پېښه کې ښکېل و، خو زه ستاسو له لارې وایم چې موږ د خپلو شهیدانو غچ اخلو، د هند پلانونه شنډوو او د وروستي ترهګر تر وژلو جنګېږو او د دوی خلاف جګړه مو روانه ده.»
دا چاودنې په پاکستان کې له ټولټاکنو یوه ورځ مخکې دي، خو جان اڅکزی وایي، په هر صورت به سبا په دغه صوبه کې ټاکنې وشي.
تر اوسه د دې چاودنو مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی او نه هم هند د پاکستاني چارواکو څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی.
په بلوچستان کې پر بلوڅ بېلتونپالو سربېره پاکستاني طالبان او داعش هم فعال دی، خو تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
پاکستاني طالبانو هم تر دې مخکې ویلي و چې ټاکنیز کمپاین نه په نښه کوي.