سپینې مانۍ، کانګرس ته په یوه پیغام کې په افغانستان کې پراخ بشري ناورین ته په اشارې سره د دغه هېواد د ژور اقتصادي سقوط د احتمال په اړه خبرداری ورکړی.
په دغه پیغام کې راغلي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې بشري ناورین د امریکا ملي امنیت ته جدي ګواښ دی.
بایډن د سهشنبې په ورځ د امریکا کانګرس ته په خپل پیغام کې ویلي، چې د افغانستان په اړه د بیړني وضعیت فرمان به وروسته د فبروري له ۱۱مې نېټې وغځوي.
بایډن په خپل پیغام کې لیکلي:«په افغانستان کې ستر بشري ناورین، لکه د خوراکي توکو خوندیتوب، اوبو، روغتیا او سرپناه ته د خلکو اړتیا د دې هېواد اقتصادي سقوط ورځ تر بلې اسانه کوي.
بایډن زیاته کړې، چې دا حالت«د متحده ایالاتو ملي امنیت او بهرني سیاست ته یو فوق العاده او نامعموله ګواښ دی.»
وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغانستان واک بیاځلي تر لاسه کړ، د ۹ میلیاردو ډالرو څخه ډېر د افغانستان شتمني په اروپايي او امریکايي بانکونو کې کنګل شوې، چې له دې شمېر څخه۷میلیارده ډالر یې په امریکايي بانکونو کې ساتل کېږي.
د امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۲۲میلادي کال د نوامبر په ۲۱مه نېټه د دغې شتمنۍ د ساتنې لپاره په سویس کې یو صندوق جوړ کړ او د افغانستان د بهرنیو اسعارو درې نیم میلیارده ډالره یې دغه صندوق ته انتقال کړل.
د دې صندوق د جوړېدو موخه په افغانستان کې د پراخ اقتصادي بحران په وړاندې د مالي او پولي ثبات ټینګښت بلل شوې دی.
د سپینې ماڼۍ په بیانیه کې راغلي چې د امریکا په مالي ادارو کې د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زیرمو ساتل د افغانستان د خلکو د هوساینې او ملي اضطراري حالت لپاره خورا مهم دي.
د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته د بشري مرستو په برخه کې امریکا له افغانستان سره له نورو هیوادونو ډیرې بشري مرستې کوي. د امریکا حکومت ویلي، چې په دې دوو کلونو کې یې له افغانستان سره څه باندې دوه میلیارده ډالره مرسته کړې ده.