طالبان: د افغانستان او ترکمنستان استازو د سوداګریزو اسانتیاوو په اړه هوکړه وکړه

د افغانستان او ترکمنستان د مالیاتي چارو مسوولانو د دواړو هیوادونو ترمنځ د مضاعفو(دوه ځله) مالیاتو د نه اخیستلو، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د پانګونې پر زیاتوالي، د مالیاتي تېښتې د مخنیوي او په دغو برخو کې د دوه اړخیزو اسانتیاوو په رامنځته کیدو ټینګار وکړ.