د اروپايي ټولنې استازي د افغانستان په اړه د سیمه ییزو خبرو لپاره قرغېزستان ته رسېدلي

د منځنۍ اسیا لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړی استازی تیري هاکلا او د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړی استازی توماس نېکولسن به د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو له استازو او همدارنګه د قرغېزستان له چارواکو او د مدني ټولنې له غړو سره وګوري.