ان‌ بي سي نیوز: بایډن په شخصي حلقو کې د نتنیاهو لپاره د "احمق" کلمه کارولې ده

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۳

این بي سي نیوز لیکلي، چې د امریکا ولسمشر په شخصي حلقو کې لږ تر لږه درې ځله د اسراییل د لومړي وزیر لپاره د احمق کلمه کارولې ده.

د راپور په وینا؛ جوبایډن د بنیامین نتنیاهو په اړه نور سپکونکي اصطلاحات لکه "دا سړی" هم کارولي دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند دغه راپور رد کړ او ویې ویل، چې د امریکا او اسراییل د مشرانو ترمنځ اړیکې څو لسیزې پخوانۍ دي او د متقابل احترام پر بنسټ ولاړې دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ډسمبر په ۲۲مه نېټه د شپږو باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د غزې د جګړې په اړه د بایډن او نتنیاهو ترمنځ اختلاف موجود دی.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ