• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

چمن پرلتوال: سیاسي ګوندونه مو ملاتړ نه کوي له څلور میاشتې پرلت وروسته خپله لاس په کار کیږو

۲۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۴، ۰۹:۵۶ GMT+۰

د سپین بولدک ـ چمن پر دوازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې پرلت له تېرو څلورو میاشتو راه‍یسې دوام لري، دغلته پرلت کوونکي وايي چې سیاسي ګوندونو له پرلت څخه په ټاکنو کې د خپل ځان د بري لپاره ګټه واخیسته او وروسته یې د دوی ملاتړ پرېښود.

څه باندې څلور میاشتې کیږي چې په چمن ښار کې د یوې پوځي کلا مخې ته د سپین بولدک ـ چمن پر دزواره په پاسپورټ د تګ راتګ د جبري کېدو په غبرګون کې پرلت روان دی.

دغه پرلتوال وايي، په سوېلي پښتونخوا کې د سیاسي ګوندونو له لوري تېرایستل شوي او هغوی له پرلت څخه د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو لپاره ګټه واخیسته.

د چمن د لغړي اتحاد مشر او د پرلت سر لاري غوث الله اڅګزي د دوشنبې په ورځ د (سلواغي ۲۳مه) پرلت ته د وینا پر مهال وویل: «نور په هیڅ سیاسي کس او سیاسي ګوند باور نه کوو، هغوی د خپلو ګټو لپاره دلته ویناوې وکړې او کومې ژمنې یې چې کړې وې په هغه یې عمل ونه کړ.»

نوموړي وویل: «موږ همدا سیاسیونو او قومي مشرانو د پاکستان د پاسپورټ د پرېکړي په وړاندې له عمل کولو څخه منع کړي وو، کنه موږ به وخته په زور دروازه خلاصه کړې وای، نور موږ دلته ارام نه کېنو او په هره لاره چې وي دروازه به خلاصوو.»

په ظاهره لېدل کیږي چې یاد پرلت کوونکي نور د پاکستان له حکومت سره د پاسپورټ د پرېکړې د بدلولو په مبارزه کې ستړي شوي.

خو د یاد پرلت ویاند وايي: «ځینې کړۍ هڅه کوي چې موږ د پاکستان حکومت او پوځ په وړاندې په ښکاره بغاوت وکړو، نو که موږ داسې هڅه وکړو موږ ټول به په قانوني لحاظ بغاوتګر معرفي شو او بندیان به شوو دا هغه عمل دی چې د پاکستان حکومت ورته انتظار دی خو موږ په امن کې خپلې مبارزې ته دوام ورکوو او په هیڅ صورت پر دغه دروازه پاسپورټ نه منو.»

بل خوا په چمن ښار کې د یو شمېر نوماندانو له لوري هم په ټاکنو کې د شویو درغلیو په اړه لاریونونه دوام لري. له تېرو درېیو ورځو راهیسې چمن ښار ته د کوئټې او نورو سیمو ترمنځ د تګ راتګ لارې بندې دي او د دغه ښار اوسېدونکي د خوراکي توکو د کمښت په اړه شکایت کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: سیمه ییز دولتونه او نړېوال سازمانونه دې په فلسطین کې د ټول‌وژنې مخه ونیسي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۵۷ GMT+۰

طالبانود غزې پر رفح ښارګوټي د اسراییلو بریدونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د اسراییلو دا ډول بریدونه به «بله لویه فاجعه رامنځته او روان ناورین به لا ژور کړي.» طالبانو د بشري حقونو پر سازمانونو هم غږ کړی چې د اسراییلو د بریدونو مخه دې ونیسي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د (سلواغي ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د غزې پر رفح ښارګوټي د اسراییلو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي چې پر رفح ښارګوټي د اسراییلو د بریدونو دوام به «بله لویه فاجعه رامنځته کړي.»

طالبان له نړېوالو او سیمه ییزو دولتونو، اسلامي هېوادونو او د بشري حقونو له سازمانونو غوښتي چې په غزه کې د روانې ټول‌وژنې مخه ونیسي.

دوی د نړۍ له اغېزمنو هېوادونو غوښتي چې د فلسطین او اسراییلو تر منځ کشالې ته حل لاره ولټوي.

طالبانو په خپله دغه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي؛ چې په غزه کې د ټول‌وژنې دوام به «حاکم نړېوال نظام او مدعي ارزښتونه یې له جدي پوښتونو سره مخ کړي او دا د پيړۍ ټول‌وژنه به د نړېوالو سازمانونو او بشري کنوانسیونونو شته باور له منځه یوسي.»

د راپورونو له مخې اسراییلو په رفح ښارګوټي کې هغه پنډغالی په نښه کړی دی چې د فلسطین ولسي وګړو په کې پناه اخیستي وه.

بل خوا یو شمېر رسنیو د حماس د یو جګپوړي مشر له قوله ویلي چي دا ډول بریدونه به د بندیانو د تبادلي روانې خبرې له له ګواښ سره مخ کړي.

د طالبانو کډوالو وزارت: سلګونه کډوال په زور او خپله خوښه له ایران او پاکستانه راستانه شول

۲۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۴، ۰۷:۲۰ GMT+۰

د طالبانو کډوالو وزارت وايي، تېره ورځ له ایران څخه د راستنو شویو سلګونو افغان کډوالو په ډله کې ۲۹ تنه بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي.

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د (سلواغې۲۳مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې تېره ورځ ۸۳۵ تنه افغان کډوال د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه شوي.

دغه وزارت ویلي یو شمېر کډوال په جبري ډول او یو شمېر یې په خپله خوښه راستانه شوي دي.

همدارنګه د کډوالو وزارت ویلي، په تازه راستنو شویو کډوالو کې ۲۹ تنه بې سرپرسته ماشومان هم شامل وو، چې د کورنیو موندلو په موخه یې په هرات ولایت کې د وارچالیډ موسسې ته ورپېژندلي دي.

د طالبانو کډوالو چارو وزارت ویلي چې په همدې ورځ د کندهار د سپین بولدک له لارې هم ۱۷ تنه افغان کډوال په جبري ډول له پاکستانه راستانه کړل شوي.

دغه وزارت وايي، له پاکستان او ایرانه تازه راستانه شوي ټول کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو کډوالۍ دفتر ته ورپيژندلي دي.

له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ دوام لري او تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي و چې تر دې مهاله له پنځو لکو ډیر افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

پاکستانۍ رسنۍ: پاکستان کې د ګډ حکومت جوړولو لپاره، ن لیګ، پیپلز ګوند او نورو هڅې پیل کړې

۲۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۴، ۰۶:۲۴ GMT+۰

مسلم لیګ ن، پیپلز او نور واړه ګوندونه د مرکزي حکومت جوړولو ته نږدې شوي دي. پاکستاني رسنیو د دوشنبې په ورځ د (سلواغې۲۳مه) خبر ورکړ چې د حکومت جوړولو په لړ کې به چوهدري شجاعت نن په اسلام اباد کې له نوازشریف، اصف زرداري او مولانا فضل الرحمان سره لېده کاته وکړي.

بل خوا پاکستاني رسنیو ویلي چې د مسلم لیګ ن او پیپلز ګوند تر منځ په سیاسي همکارۍ هوکړه شوې، تېره ورځ د یادو ګوندونو مشرانو هوکړه کړې چې د خلکو رایوته په احترام به دوی نه مایوسه کوي او دغه هیواد به له سیاسي بې ثباتۍ ژغوري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د (ایم کیو ایم) ګوند مسولانو د نواز شریف سره هم لېدنه کړې خو په دغې لېدنه کې د ګډ حکومت جوړولو په اړه کومې پرېکړې ته نه دي رسیدلي.

په پاکستان کې د فبرورۍ په اتمه عمومي ټاکنې تر سره شوې خو هیڅ ګوند د غوڅ اکثریت رایو په تر لاسه کولو نه دی توانېدلی، او ویل کیږي چې دغه ټاکنې د پراخو درغلیو څخه ډکې وي.

ټي ټي پي له مولانا فضل الرحمان او سراج الحق غوښتي چې له دوی سره په 'جهاد' کې یو ځای شي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۴، ۰۵:۵۸ GMT+۰

د ټي ټي پي وسله والې ډلې د جمعیت علمای اسلام او جماعت اسلامي مشرانو ته د یوې خبرپاڼې له لارې ویلي چې د جمهورت لاره پریږدي او د «جهاد» لاره خپله کړي. دغې ډلې داسې مهال دغو مذهبي ګوندونو ته د «جهاد» بلنه ورکړې چې دواړه ګوندونه د پاکستان په ټاکنو کې ناکام او یا یې لږې څوکۍ ګټلې دي

د پاکستاني طالبانو وسله والې ډلې یا ټي ټي پي نن دوشنبه د (سلواغې ۲۳مه)د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پاکستان د دوو مذهبي ګوندونو مشرانو مولانا فضل الرحمان او سراج الحق ته ويلي چې نور دې د جمهوريت لاره پریږدي او د پاکستان د پوځ په وړاندې په «مبارزه» کې دې له دوی سره یو ځای شي.

100%

ټي ټي پي دغه خبرپاڼه داسې مهال خپروي چې تېره ورځ د جماعت اسلامي مشر سراج الحق په اوسنیو ټاکنو کې تر خپلې ناکامۍ وروسته د پاکستان د ټاکنو کمیسیون په درغلۍ تورن کړ او د دغه کمیسیون له چارواکو یې د «استعفاء» غوښتنه وکړه.

د ټي ټي پي جماعت الاحرار ډلې د دغو دوو ګوندونو مشرانو ته سپارښتنه کړې چې که «رېښتیا اسلامي نظام راولي نو د ټاکنو او جمهوریت له لارې نه بلکې د جهاد لاره دې خپله کړي.»

د تحریک طالبان پاکستان په دغې خبرپاڼه کې راغلي چې په «پاکستان کې جمهوریت او ټول واک د پاکستاني پوځ په لاس کې دی او هر څه چې هغوی وغواړي هغه به کیږي، ټاکنې هسې د یوه تمثیل په ډول کیږي.»

د پاکستان په سږکال ۲۰۲۴ ټاکنو کې قام پرستو او مذهبي ګوندونو ټاکنې بایللې دي، او تر دې مهاله يوازې خپلواک نوماندان چې تحریک انصاف کسان دي د دغو ټاکنو مخکښ دي.

د جمعیت علمای اسلام ګوند مولانا فضل الرحمان په خپل پلرني ټاټوبي ډېره اسمعیل خان کې ناکام شوی او یوازې په بلوچستان او ځینو نورو پښتنو سیمو کې یې د قومي اسمبلۍ څلور څوکۍ ګټلې دي.

اسراییل وايي، حماس په غزه کې د ملګرو ملتونو تر مرکزي دفتر لاندې د قوماندې یو تونل درلوده

۲۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۴، ۲۱:۰۳ GMT+۰

اسراییلي ځواکونو په غزه کې د سلګونو مترو په اوږدوالي د تونل یوه شبکه کشف کړې، چې ځینې برخې یې د ملګرو ملتونو د مرکزي دفتر لاندې دي. د اسراییل پوځ وايي،‌ چې دا د دې ثبوت دی، چې حماس د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو له مرستندویه ادارې څخه ګټه اخلي.

د اسراییل د پوځ انجینرانو د بهرنیو رسنیو یو شمېر خبریالان د تونلونو دغې شبکې ته وړي.‌

دا په داسې حال کې ده، چې د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه اداره د یو کړکیچن وضعیت سره مخامخ ده.

یو شمېر مالي تمویل کوونکو دغه ادارې سره خپلې مرستې د حماس سره د دې ادارې د ځینې کارمندانو د تړاو په اړه د اسراییل له خوا د لګیدلو تورونو وروسته د داخلي څېړنو د پیل په پایله کې درولي دي.

فلسطینیانو اسراییل تورن کړی، چې غواړي د جعلي معلوماتو په خپرولو سره د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه اداره د بدنامه کړي.

دغه اداره د غزې په تړانګه کې ۱۳ زره کسان پر کار ګومارلي او د کلونو راهیسې مرستو د محتاج کسانو لپاره د ژوندي پاتې کېدو یوازینۍ هیله ده.

دا اداره ښوونځي، روغتیایي کلینیکونه او نور ټولنیز خدمتونه پرمخ وړي او مرستې ویشي. یاده اداره خپل فعالیتونه په بشپړ ډول بشردوستانه بولي.

100%

دغه تونل، چې د پوځ په خبره ۷۰۰ متره اوږدوالی او ۱۸ متره ژوروالی لری، ، په ځینو برخو کې پر دوو لورو ویشل شوی، چې په یو خوا کې یې خونې ښکاري. په دغه تونل کې یو دفتر، د فولادو سیفونو، یو تشناب،‌ د کمپیوټر یوه لویه خونه او بیټرۍ ګانې لیدل شوي دي.

د ایډو په نوم د اسراییل د پوځ یو ډګروال، وايي: "هر څه له دې ځایه ترسره کیده. د تونلونو ټوله انرژي، له دې ځایه رسیږي. دا د استخباراتو یو مرکز دی. دا ځای د حماس د استخباراتي واحدونو څخه دی، له کومه ځایه چې دوی د ډیرو جګړو قومانده کوله."

دغه ډګروال وايي،‌ چې حماس د اسراییل له پرمختګ سره سم دغه ځای پریښی او ټول د مخابراتو سیسټم یې پرې کړی دی.‌

100%

نوموړی وايي، دوی په دې پوهیږو چې د حماس کسان د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې سره کار کوي. هغه زیاتوي: "موږ له هر نړیوال سازمان څخه غواړو چې په غزه کې کار وکړي. دا کومه ستونزه نه ده. زموږ ستونزه حماس سره ده."

100%