انوارالحق کاکړ لاریون کوونکو ته: خلکو د ټاکنو لومړنۍ پایلې منلې دي

د پاکستان سرپرست لومړي وزیر په یوه خبري ناسته کې د ټاکنو د پایلو په اړه سیاسي ګوندونو او لاریون کوونکو ته وویل، چې د دغه هېواد خلکو د ټاکنو پایلې منلې دي. انوارالحق کاکړ د وروستیو ټاکنو په ترسره کولو کې د دغه هېواد د ټاکنو د کمېسیون او د پوځ له کړنو هم دفاع وکړه.