خالد ځدراڼ کابل کې په یوه مسافر وړونکي موټر د دوی د امنیتي پوستې لهخوا د ډزو پېښه رد کړه

د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په کابل کې پر یوه مسافر وړونکي موټر د دغې ډلې د غړو لهخوا د ډزو پېښه رد کړه. هغه په اېکس پاڼه لیکلي، د پنځلسمې حوزې په سیمه کې هېڅ داسې پېښه نده شوې او دغه خبر بې بنسټه دی.





