طالبان: وردګو ولايت کې د جنازې پر مهال د جومات چت راپرېوتو له امله ۱۵ کسان ټپیان شوي

د وردګو ولایت لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ مسوولانو ويلي چې د دغه ولايت په نرخ ولسوالۍ کې د جنازې لمانځه پر مهال د یوه جومات چت راپرېوتی او تر ۱۵ پورې لمونځ کوونکي یې ټپیان کړي. ويل کیږي دغه پېښه پرون ناوخته رامنځته شوې ده.